پېښور (شال نیوز) : په خیبر پښتونخوا کي د بېړني حالت او ګورنر راج له لګېدو وروسته د تحریک انصاف د مشرانو او کارکنانو د نیولو لړۍ روانه ده. په چارسده، شانګله، صوابۍ او خیبر کي د نیونو راپورونه ورکړل شوي، په داسې حال کي چې په یو شمېر نورو ضلعو کي پولیسو امنیتي انتظامات سخت کړي دي.
د چارسدې د پولیسو ویاند تایید کړې چې په ضلعه کي د تحریک انصاف ۱۵ کارکنان نیول شوي دي. په شانګله کي د ضلعې پولیس افسر اکرام الله خان ویلي چې تر ۲۴ زیات کارکنان نیول شوي او د نورو کسانو د نیولو لپاره چاپې روانې دي. د شانګلې انتظامیې د دفعه ۱۴۴ لاندې پر غونډو بندیز لګولی او سرکاري او شخصي تعلیمي ادارې یې هم بندې کړې دي.
په صوابۍ کي د تحریک انصاف د احتجاجي مارچ په ترڅ کي پولیسو پر مهمو لارو امنیتي پوستې جوړې کړې دي. د راپورونو له مخې، په ضلعه کي د موبایل ټیلیفون شبکې او د پي ټي سي اېل انټرنېټ خدمات بند شوي، چې له امله یې د خلکو ورځني کارونه او اړیکې اغېزمنې شوې دي.
د اکتوبر پر ۱۲مه خپرو شویو راپورونو کي په صوابۍ کي د تحریک انصاف د ۵۹ کارکنانو او په خیبر کي د شپږو نورو د نیول کېدو یادونه شوې ده. دا شمېرې د پولیسو له خوا په خپلواکه توګه ټولې نه دي تایید شوې. په پېښور کي هم د صوبايي اسمبلۍ او مهمو سرکاري ودانیو شاوخوا امنیت سخت شوی دی. پولیس د احتجاجونو د مخنیوي لپاره په مهمو ځایونو کي ځای پر ځای شوي دي.
د پاکستان مرکزي حکومت د اکتوبر پر ۱۱مه په خیبر پښتونخوا کي د بېړني حالت او ګورنر راج اعلان وکړ. د دې پرېکړې له مخې د صوبايي حکومت واکونه ګورنر فیصل کریم کنډي ته سپارل شوي او د حکومتي چارو لپاره ۱۱ کسیزه مشورتي شورا ټاکل شوې ده.
مرکزي حکومت وايي، دا پرېکړه یې د امنیتي حالاتو او د وسله والو د بریدونو د زیاتېدو له امله کړې ده، خو تحریک انصاف دا ګام د خپل منتخب حکومت پر ضد سیاسي اقدام بولي.
په شمالي وزیرستان کي د اکتوبر پر ۱۲مه پیلېدونکې د مېټرک امتحانونه ځنډول شوي دي. د امتحانونو د بیا پیلېدو نېټه لا نه ده اعلان شوې. تر اوسه په ضلعه کي د تحریک انصاف د کارکنانو د نیولو کوم تایید شوی شمېر نه دی ترلاسه شوی.
په جنوبي وزیرستان لوئر کي ټول سرکاري او شخصي سکولونه او کالجونه بند دي او ټاکل شوي امتحانونه هم ځنډول شوي دي. خو په واڼه کي بازارونه، د رستم بازار په ګډون، پرانیستي دي او د خلکو ورځنی ژوند روان دی. له دې ضلعې څخه د لویو احتجاجونو یا د تحریک انصاف د کارکنانو د نیولو راپور نه دی ورکړل شوی.
په ډېره اسماعیل خان کي د مېټرک امتحانونه ځنډول شوي دي. د تحریک انصاف پخواني وزیراعلی علي امین ګنډاپور ویلي چې په خپل کور کي تر نظر لاندې ساتل شوی دی. د هغه د دې خبرې په اړه د انتظامیې خپلواک تایید نه دی ترلاسه شوی.
په بنو کي هم د مېټرک امتحانونه ځنډول شوي او د بنو کینټ ته نږدې د جمعه خان روډ او نوي کرم پل پر لاره د تګ راتګ د بندېدو راپور ورکړل شوی دی. په لکي مروت کي د تعلیمي بورډ له پرېکړې سره سم امتحانونه ځنډول شوي دي. په ټانک کي انتظامیې د اکتوبر له لسمې د نومبر تر نهمې پورې پر موټرسایکل د دوو کسانو په یو ځای سفر بندیز لګولی دی.
په خیبر ضلعه کي د تحریک انصاف کارکنانو د باړې په خیبر چوک کي احتجاج کړی، خو پولیسو احتجاج کوونکي خواره کړي دي. د پېښور او تورخم لویه لار پرانیستې ده او د جمرود او لنډي کوتل په ګډون د ضلعې په نورو برخو کي حالات نسبتاً ارام راپور شوي دي.
په مردان کي ټول سرکاري او شخصي تعلیمي ادارې بندې دي او د اکتوبر پر ۱۲مه ټاکل شوي امتحانونه ځنډول شوي دي. په نوښار کي هم د سرکاري او شخصي تعلیمي ادارو د بندېدو اعلان شوی دی.
د انټرنېټ د څار نړیوالې ادارې نېټ بلاکس د خیبر پښتونخوا په ځینو برخو کي د اړیکو د پراخو ستونزو راپور ورکړی دی. په صوابۍ کي د انټرنېټ او موبایل شبکو بندېدل تایید شوي، خو په پېښور کي خدمات بېرته بحال شوي دي.
د تحریک انصاف د صوبايي حکومت له ځنډېدو وروسته د پخواني وزیراعلی سهیل افریدي، د صوبايي اسمبلۍ د سپیکر بابر سلیم سواتي او د ګوند د صوبايي مشر جنید اکبر د نیولو راپورونه هم خپاره شوي دي. پولیسو د سهیل افریدي د احتیاطي توقیف تایید کړی دی. تحریک انصاف د خپلو مشرانو او کارکنانو د خوشې کولو غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې د ګورنر راج پر ضد به قانوني او سیاسي مبارزه کوي.
تر اوسه د ټولې خیبر پښتونخوا په کچه د نیول شویو کسانو وروستۍ او یو ځای تایید شوې شمېره نه ده خپره شوې. د شمالي او جنوبي وزیرستان، بنو، لکي مروت او نورو ضلعو د احتمالي نیونو په اړه هم کره معلومات لا نه دي ترلاسه شوي.


شال نیوز