کابل : واشنګټن پوسټ د امریکا او نورو لوېدیځو هېوادونو د استخباراتي چارواکو او د ملګرو ملتونو د معلوماتو پر بنسټ راپور ورکړی دی چې القاعده د سپتمبر د ۱۱مې له بریدونو ۲۵ کاله وروسته یو ځل بیا په افغانستان کې روزنیز مرکزونه چلوي.
د سپتمبر د ۱۲مې، د راپور له مخې، القاعدې او ورسره تړلو ډلو په تېرو درېیو کلونو کې په افغانستان کې لږ تر لږه اته روزنیز مرکزونه جوړ کړي دي. امنیتي چارواکي وايي، چې د طالبانو له بیا واکمنېدو او په ۲۰۲۱م کال کې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو تر وتلو وروسته رامنځته شوي وضعیت دغو ډلو ته د فعالیت نوې زمینه برابره کړې ده.
واشنګټن پوسټ وايي، چې داعش خراسان او نورو وسله والو ډلو هم په افغانستان کې د روزنې نوي مرکزونه جوړ کړي او د بېلابېلو وسله والو ډلو فعالیت اوس د افغانستان د ۳۴ ولایتونو له ډلې لږ تر لږه ۱۴ ولایتونو ته رسېدلی دی.
له ۲۰۰۱م نه تر ۲۰۲۶م؛ د روزنیزو مرکزونو بیا راګرځېدل
د سپتمبر د ۱۱مې د بریدونو د پلان مهمې برخې هم د افغانستان له هغو مرکزونو سره تړلې وې چې القاعدې د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ پر مهال کارول. اسامه بن لادن په ۱۹۹۶م کال کې افغانستان ته ستون شو او د طالبانو تر واک لاندې سیمو کې یې ځای وموند. القاعدې هلته بهرنیو وسله والو ته روزنه ورکوله او وروسته یې د امریکا پر ضد د بریدونو پلانونه جوړ کړل.
د ۲۰۰۱م کال د سپتمبر پر ۱۱مه ۱۹ کسانو څلور مسافر وړونکې الوتکې وتښتولې. دوه الوتکې د نیویارک له نړیوال سوداګریز مرکز سره وجنګول شوې، یوه د امریکا د دفاع وزارت، پنټاګون، له ودانۍ سره ولګېده او څلورمه په پنسلوانیا کې ولوېده. په دغو بریدونو کې شاوخوا درې زره کسان ووژل شول.
امریکا له بریدونو څو اوونۍ وروسته پر افغانستان برید وکړ، د طالبانو لومړۍ واکمني نسکوره شوه او القاعده له خپلو لویو مرکزونو ووتله. خو اوس، ۲۵ کاله وروسته، امریکايي او لوېدیځ استخباراتي چارواکي وايي، د القاعدې د روزنې مرکزونه یو ځل بیا په افغانستان کې لیدل کېږي.
القاعده اوس د پخوا په شان ده؟
امنیتي څېړونکي وايي، چې د القاعدې اوسنی جوړښت د ۲۰۰۱م کال له القاعدې سره یو شان نه دی. اسامه بن لادن په ۲۰۱۱م کال کې د پاکستان په اېبټ اباد کې د امریکايي ځواکونو په عملیاتو کې ووژل شو. د هغه ځای ناستی ایمن الظواهري هم په ۲۰۲۲م کال کې په کابل کې د امریکا د ډرون په برید کې ووژل شو.
د الظواهري وژل کېدل په کابل کې د القاعدې او طالبانو د اړیکو په اړه یو ځل بیا پوښتنې راپورته کړې، ځکه هغه د افغانستان په پلازمېنه کې په یو کور کې اوسېده. اوس د مصر سیف العدل د القاعدې اصلي مشر بلل کېږي، خو د اسامه بن لادن په څېر ښکاره او مرکزي رول نه لري.
څېړونکي وايي، چې القاعدې په وروستیو کلونو کې خپله تګلاره بدله کړې او پر لږ پېژندل شویو کسانو او سیمه ییزو ډلو ډېره تکیه کوي. د دې ډلې اړوند یا ورسره نږدې ډلې په افریقا، منځني ختیځ او سویلي اسیا کي فعالیت لري.
د افغانستان په ۱۴ ولایتونو کې د وسله والو ډلو فعالیت
واشنګټن پوسټ د امنیتي چارواکو له قوله وايي، چې یوازې القاعده نه ده چې په افغانستان کې یې فعالیت زیات شوی. داعش خراسان، چې له القاعدې سره سیالي لري، هم د روزنې نوي ځایونه جوړ کړي دي. د راپور له مخې، د بېلابېلو وسله والو ډلو فعالیت یا مرکزونه لږ تر لږه د افغانستان په ۱۴ ولایتونو کې موندل شوي دي.
د ملګرو ملتونو په راپورونو کې هم په افغانستان کې د القاعدې د موجودیت یادونه شوې ده. ملګرو ملتونو ویلي دي چې القاعده له طالبانو سره اړیکې ساتي او په افغانستان کې یې فعالیت په بشپړ ډول نه دی ختم شوی.
په یو تازه ارزونه کې ویل شوي دي چې القاعده د بهرنیو عملیاتو له فکره نه ده اوښتې، خو دا خبره په دې معنا نه ده چې له افغانستانه د سپتمبر د ۱۱مې په څېر کوم نوی برید پلان شوی دی. تر اوسه داسې کره شواهد نه دي خپاره شوي چې وښيي القاعده په افغانستان کې د امریکا یا بل لوېدیځ هېواد پر ضد د ۲۰۰۱م کال د سپتمبر د ۱۱مې په کچه د کوم برید د عملي کولو په وروستي پړاو کې ده.
د استخباراتي معلوماتو تشه
د افغانستان په اړه د لوېدیځو هېوادونو یوه لویه ستونزه دا ده چې له ۲۰۲۱م کال وروسته په دغه هېواد کې د امریکا او نورو هېوادونو استخباراتي لاسرسی د پخوا په پرتله ډېر کم شوی دی. لوېدیځ امنیتي چارواکي وايي، چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته د وسله والو ډلو د فعالیت د څارلو وړتیا محدوده شوې او ځکه د دغو ډلو د حقیقي شمېر، روزنې او راتلونکو پلانونو بشپړ انځور نه لري.
دا مسئله د امنیتي چارواکو لپاره ځکه مهمه ده چې القاعدې د ۲۰۰۱م کال تر بریدونو مخکې هم د افغانستان له لېرې پرتو روزنیزو مرکزونو څخه د خپلو کسانو د روزنې او د بهرنیو بریدونو د تیاري لپاره کار اخیستی و.
د ټي ټي پي اړیکې
د ملګرو ملتونو په وروستیو راپورونو کې د تحریک طالبان پاکستان او القاعدې ترمنځ د اړیکو یادونه هم شوې ده. د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، ټي ټي پي په وروستیو کلونو کې د پاکستان پر ضد خپل بریدونه زیات کړي او له القاعدې څخه یې فکري لارښوونه، روزنه او نور ملاتړ ترلاسه کړی دی.
پاکستان وايي، چې د ټي ټي پي مشران او ګڼ وسله وال یې په افغانستان کې دي او له هغه ځایه د پاکستان پر ضد بریدونه تنظیموي. طالبان دا خبره ردوي او وايي، د افغانستان خاوره د بل هېواد پر ضد نه کارول کېږي.
طالبان څه وايي؟
د طالبانو حکومت په وار وار ویلي دي چې په افغانستان کې القاعده فعالیت نه لري او دوي هېڅ وسله والې ډلې ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د بل هېواد پر ضد وکاروي.
طالبانو د ۲۰۲۰م کال د دوحې په تړون کې هم له امریکا سره ژمنه کړې وه چې القاعدې او نورو ډلو ته به اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د امریکا او د هغې د متحدینو د امنیت پر ضد وکاروي. خو د ملګرو ملتونو راپورونه او د لوېدیځو هېوادونو امنیتي ارزونې وايي، القاعده لا هم په افغانستان کې موجودیت لري.
د طالبانو او القاعدې د اړیکو په اړه تر ټولو لویه پېښه د ۲۰۲۲م کال په جولایۍ کې مخې ته راغله، کله چې امریکا د القاعدې مشر ایمن الظواهري د کابل په یو کور کې د ډرون په برید کي وواژه.
له سپتمبر ۱۱مې ۲۵ کاله وروسته
د سپتمبر د ۱۱مې له بریدونو وروسته امریکا نږدې شل کاله په افغانستان کې جګړه وکړه. په ۲۰۲۱م کال کې امریکايي او نور بهرني ځواکونه ووتل او طالبان بیا واک ته ورسېدل. القاعده په دې ۲۵ کلونو کې د خپل پخواني ځواک یوه لویه برخه له لاسه ورکړې، ګڼ مشران یې وژل شوي او داعش یې د نړیوالو وسله والو ډلو په منځ کې یو لوي سیال ګرځېدلی دی.
خو تازه استخباراتي ارزونې ښيي چې القاعده له منځه نه ده تللې. واشنګټن پوسټ وايي، هغه افغانستان چې ۲۵ کاله وړاندې د القاعدې د روزنیزو مرکزونو او د سپتمبر د ۱۱مې د بریدونو د پلان له مهمو ځایونو څخه و، اوس یو ځل بیا د دې ډلې او نورو وسله والو ډلو د روزنیزو مرکزونو په اړه د لوېدیځو امنیتي ادارو د اندېښنې مرکز ګرځېدلی دی.


شال نیوز