کابل : د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي ویلي دي، چې هغه امریکايي وسلې، پوځي ګاډي او نور تجهیزات چې په ۲۰۲۱م کال کې د پخواني افغان حکومت تر ړنګېدو وروسته په افغانستان کې پاتې شول، اوس د افغانستان د دولت شتمني ده او طالبان یې امریکا ته د بېرته سپارلو یا پرې د معاملې نیت نه لري.

 

بلخي دا څرګندونې له سي‌بي‌اېس نیوز سره په تازه مرکه کي کړې دي. سي‌بي‌اېس د سپټمبر پر اوومه په خپل راپور کي ویلي، له افغانستانه د امریکايي ځواکونو تر وتلو پنځه کاله وروسته هم د امریکا له خوا پېرل شوي پوځي ګاډي، وسلې او نور تجهیزات د طالبانو له ځواکونو سره په پراخه کچه لیدل کېږي.

 

بلخي د دې پوښتنې په ځواب کي چې ایا طالبان به دغه پوځي تجهیزات امریکا ته بېرته وسپاري، وویل، دا اوس د افغانستان د دولت شتمني ده او د دولت پر شتمنیو معامله نه کېږي.

 

کله چې ترې وپوښتل شول چې د دغو وسلو او تجهیزاتو پیسې د امریکا مالیه ورکوونکو ورکړې وې، بلخي وویل، امریکایانو په افغانستان کي خلک وژلي او هېواد ته یې زیان رسولی دی او پوښتنه یې وکړه چې ایا امریکا باید لومړی د دغو زیانونو بیه ورنه کړي.

 

د امریکا د دفاع وزارت د شمېرو له مخې، له ۲۰۰۵ کال څخه د ۲۰۲۱ کال تر اګست پورې امریکا د پخواني افغان پوځ او امنیتي ځواکونو لپاره د شاوخوا ۱۸ اعشاریه شپږ میلیارده ډالرو په ارزښت پوځي تجهیزات ورکړي وو. د پخواني حکومت د ړنګېدو پر مهال د شاوخوا اووه اعشاریه یو میلیارده ډالرو تجهیزات په افغانستان کي پاتې شول.

 

په دغو تجهیزاتو کي لسګونه زره پوځي او زغره وال ګاډي، په سلګونو زره وسلې، د شپې لیدلو وسایل، مخابراتي سامان او الوتکې شاملې وې. البته ټول پاتې تجهیزات د کار وړ نه وو؛ امریکايي ځواکونو د کابل له هوايي ډګر څخه تر وروستي وتلو مخکې ځینې الوتکې، ګاډي او نور پوځي وسایل خراب یا له کاره ایستلي وو.

 

د دې موضوع یو مهم ټکی دا دی چې د شاوخوا اووه میلیارده ډالرو ډېره برخه وسلې او تجهیزات امریکا د خپلو ځواکونو لپاره نه وو پرېښي، بلکې د کلونو په اوږدو کي یې د پخواني افغان پوځ او پولیسو لپاره پېرلي او هغوی ته سپارلي وو. کله چې د ۲۰۲۱ کال په اګست کي پخوانی حکومت او امنیتي ځواکونه ړنګ شول، د دغو وسلو او تجهیزاتو لویه برخه د طالبانو لاس ته ورغله.

 

سي‌ بي‌ اېس نیوز وايي، اوس هم د کابل پر سړکونو د طالبانو ځواکونه په هغو هاموي او نورو پوځي ګاډو کي ګرځي چې امریکا پخوانیو افغان ځواکونو ته ورکړي وو. طالبان امریکايي جوړې وسلې او پوځي جامې هم کاروي او په پوځي پریډونو کي یې دغه تجهیزات نندارې ته وړاندې کړي دي.

 

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له افغانستانه د ۲۰۲۱ کال د وتلو پر څرنګوالي سختې نیوکې کړې او پخوانی ولسمشر جو بایډن یې تورن کړی چې د وتلو پر مهال یې د میلیاردونو ډالرو پوځي تجهیزات طالبانو ته پرېښودل. طالبانو بیا له وړاندې هم ویلي وو چې دغه تجهیزات د افغانستان شتمني ده او امریکا ته به یې نه سپاري.

 

خو د افغانستان د جګړې د پای ته رسولو تړون د ټرمپ د لومړۍ ولسمشرۍ پر مهال شوی و. امریکا او طالبانو د ۲۰۲۰ کال په فبرورۍ کي په دوحه کي تړون لاسلیک کړ چې له مخې یې له افغانستانه د امریکايي او نورو بهرنیو ځواکونو د وتلو لاره هواره شوه. وروستی امریکايي سرتېری د ۲۰۲۱ کال د اګست پر ۳۰مه د بایډن د ولسمشرۍ پر مهال له افغانستانه ووت.

 

د افغانستان نږدې شل کلنې جګړې پر مهال له ۲۴۰۰ څخه ډېر امریکايي سرتېري او لسګونه زره افغانان ووژل شول. د ۲۰۲۱ کال په اګست کي د پخواني افغان حکومت تر ړنګېدو وروسته طالبان کابل ته ننوتل او د هېواد واک یې بیا ترلاسه کړ.

 

پاکستان هم له څو کلونو راهیسې اندېښنه څرګندوي چې په افغانستان کي پاتې امریکايي وسلې د پاکستان پر ضد د فعالیت کوونکو وسله والو لاس ته رسېدلې دي. طالبان بیا په وار وار ویلي چې د افغانستان پوځي وسلې خوندي دي او نورو ډلو ته نه دي ورکړل شوې.

 

د عبدالقهار بلخي تازه څرګندونې ښيي چې د میلیاردونو ډالرو د دغو پوځي تجهیزاتو پر سر د واشنګټن او طالبانو دریځونه لا هم یو له بله لرې دي: امریکا یې د خپلو پیسو پېرل شوي تجهیزات بولي، خو طالبان وايي اوس د افغانستان دولتي شتمني ده او د بېرته سپارلو یا پرې معاملې پوښتنه نه پیدا کېږي.