کابل : په افغانستان کې د اروپايي ټولنې پخوانی سلاکار او د افغانستان د چارو څېړونکی مایکل سمپل وايي، چې القاعده اوس د افغانستان پر کومه ځانګړې جغرافیه واک نه لري، خو د طالبانو تر واک لاندې د دیني مدرسو پراختیا او د سختدریځ فکر خپرېدل د اوږدې مودې لپاره لوي ګواښ جوړولی شي.

 

سمپل د سپتمبر د ۱۱مې د بریدونو د ۲۵مې کلیزې په تړاو ویلي دي، چی طالبانو په افغانستان کې زرګونه دیني مدرسې جوړې کړې او سلګونه زره ځوانان په داسې فکر روزل کېږي چې لوېدیځ، په ځانګړي ډول امریکا، د دښمن په توګه ورپېژني.

 

د هغه په وینا، د طالبانو د مدرسو شبکه او پر افغانستان د هغوي واک د القاعدې د اوسني موجودیت په پرتله لویه اندېښنه ده. سمپل وايي، القاعده د ۲۰۰۱م کال په څېر په افغانستان کې پراخ او ښکاره جوړښت نه لري، خو د طالبانو تر واک لاندې د سختدریځ فکر د پراخېدو اغېزې ښيي په راتلونکو کلونو کې له افغانستانه بهر هم ورسېږي.

 

د نیویارک ټایمز په یو تازه راپور کې هم ویل شوي دي چې په افغانستان کې د القاعدې یو شمېر غړي لا هم موجود دي، خو دغه ډله د ۲۰۰۱م کال په څېر پر کومه ځانګړې سیمه ښکاره واک نه لري. راپور زیاتوي، چې د طالبانو او ځینو وسله‌ والو ډلو اړیکې او د دیني مدرسو پراخېدونکې شبکه لا هم د سیمې او نړۍ د امنیت په اړه اندېښنې راولاړوي.

 

جان بولټن: د ترهګرۍ ګواښ لا هم پر ځای دی

 

ورته مهال د امریکا د ملي امنیت پخواني سلاکار جان بولټن د سپتمبر د ۱۱مې د بریدونو د ۲۵مې کلیزې په مناسبت ویلي دي، چې د ترهګرۍ او د خطرناکو وسلو د خپرېدو ګواښونه لا هم ختم شوي نه دي.

 

د امریکا پوځي مجله «میلیټري»: د طالبانو مخالفو ډلو په افغانستان کې بریدونه زیات کړي
د امریکا پوځي مجله «میلیټري»: د طالبانو مخالفو ډلو په افغانستان کې بریدونه زیات کړي
کالین سمیت : طالبان د ټي‌ ټي‌ پي ملاتړ کوي؛ د ملګرو ملتونو راپور هم اړیکې تاییدوي
کالین سمیت : طالبان د ټي‌ ټي‌ پي ملاتړ کوي؛ د ملګرو ملتونو راپور هم اړیکې تاییدوي
اروپايي ټولنه : داعش او القاعده لا هم په افغانستان کې د نړیوال امنیت لپاره ګواښ دي
اروپايي ټولنه : داعش او القاعده لا هم په افغانستان کې د نړیوال امنیت لپاره ګواښ دي

 

بولټن پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي دي چې د سپتمبر د ۱۱مې بریدونو وښودله چې د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه او د امنیتي ګواښونو مخنیوی باید هېڅکله له پامه ونه غورځول شي.

 

د ۲۰۰۱م کال د سپتمبر پر ۱۱مه د القاعدې ۱۹ غړو څلور مسافر وړونکې الوتکې وتښتولې. دوې الوتکې یې په نیویارک کې د نړیوال سوداګریز مرکز له برجونو سره وجنګولې، یوه یې په واشنګټن کې د پنټاګون ودانۍ ووهله او څلورمه د پنسلوانیا په شانکسویل کې ولوېده.

 

په دغو بریدونو کې، د بریدګرو پرته، ۲،۹۷۷ کسان ووژل شول.

 

له دغو بریدونو وروسته امریکا پر افغانستان برید وکړ او د طالبانو لومړنی حکومت یې نسکور کړ. القاعده هغه مهال په افغانستان کې مرکزونه درلودل او د دې شبکې مشر اسامه بن لادن هم د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې اوسېده.

 

پنځه ویشت کاله وروسته طالبان یو ځل بیا پر ټول افغانستان واکمن دي، خو د القاعدې موجودیت، د نورو وسله‌والو ډلو فعالیت او د سختدریځ فکر د پراخېدو اندېښنې لا هم پر ځای دي.