واشنګټن : د سوفان څېړنیز مرکز اجرایوي مشر ،کولین کلارک، وايي، چې په افغانستان کې د وسلهوالو ډلو فعالیتونه د اندېښنې وړ دي او داعش خراسان لا هم یو جدي ګواښ دی.
کلارک د امریکا غږ له افغانستان څانګې سره په مرکه کې ویلي دي، چې داعش خراسان په افغانستان او سیمه کې د هغو وسله والو ډلو له ډلې دی چې فعالیتونه یې باید جدي وڅارل شي.
سوفان مرکز هم په خپلو وروستیو څېړنو کې داعش خراسان یو دوامدار ګواښ بللی او ویلي یې دي چې دغه ډله نه یوازې په سویلي او منځنۍ اسیا کې د کسانو د جلب هڅې کوي، بلکې تبلیغات یې له سیمې بهر هم اغېز لري.
په همدې حال کې د افغانستان لپاره د پاکستان پخواني ځانګړي استازي اصف دراني ویلي دي، چې القاعده، داعش خراسان، ټي ټي پي او بلوڅ وسله والې ډلې په افغانستان کې فعالیت کوي.
دراني ویلي دي، القاعده اوس د پخوا په څېر د نړۍ لپاره لوي ګواښ نه ګڼل کېږي، خو ،د ده په وینا، داعش خراسان د کسانو د جلب او بریدونو د توان له پلوه لا هم د اندېښنې وړ دی.
نوموړي دا هم ویلي دي چې ټي ټي پي او بلوڅ وسله والې ډلې د افغانستان له خاورې د پاکستان پرضد فعالیت کوي او طالبان یې ملاتړ کوي.
طالبانو تر دې مخکې دا ډول څرګندونې رد کړې دي او ټینګار کوي چې د افغانستان خاوره به د بل هېواد پرضد کارېدو ته پرې نه ږدي.
افغانه نذیره حاجي زاده له امریکا وایستل شوه
دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې امریکايي چارواکو د سپتمبر پر ۱۱مه وویل، چې په امریکا کې د دایمي استوګنې لرونکې ۴۷ کلنه افغانه نذیره حاجي زاده افغانستان ته لېږل شوې ده. د امریکا عدلیې وزارت وايي، حاجي زاده د خپلې دوسیې پر وړاندې د قانوني مبارزې پر ځای له امریکا وتل ومنل.
امریکايي چارواکو هغه د ۲۰۲۴م کال د ولسمشریزو ټاکنو په ورځ د داعش په الهام د ډله ییز برید له یوې ناکامې طرحې سره تړلې بللې وه.
د امریکا عدلیې وزارت وايي، چې د هغې زوې عبدالله حاجي زاده او زوم ناصر احمد توحیدي د همدې پلان په تړاو نیول شوي وو. عبدالله حاجي زاده په ۱۵ کاله بند محکوم شوی، او ناصر احمد توحیدي د داعش د ملاتړ او د برید لپاره د وسلو د ترلاسه کولو په تړاو په دوو جرمونو کې خپله ګناه منلې ده.
د امریکا د بهرنیو ترهګرو د ایستلو ځانګړي عدالت مشرې قاضي جوان اریکسن د اګست پر ۲۰مه د نذیرې حاجي زاده د ایستلو حکم کړی و. د دوسیې اسناد تر هغه پټ ساتل شوي وو چې نوموړې افغانستان ته ورسېده.
دا د دغه ځانګړي عدالت په تاریخ کې لومړۍ دوسیه وه. دا عدالت په ۱۹۹۶م کال کې جوړ شوی و، خو په تېرو ۳۰ کلونو کې د هېڅ امریکايي حکومت له خوا د یو کس د ایستلو لپاره نه و کارول شوی.
د حاجي زاده وکیلانو ویلي دي، چې د هغې له خوا له امریکا د وتلو منل باید د دې ځانګړي عدالت د قانوني حیثیت د منلو په مانا و نه ګڼل شي. هغوي نیوکه کړې چې د حکومت ځینې شواهد پټ ساتل شوي او حاجي زاده او وکیلانو یې ورته بشپړ لاسرسی نه درلود.
امریکايي چارواکي بیا وايي، چې دغه ځانګړی عدالت حکومت ته اجازه ورکوي چې د ملي امنیت اړوند پټ معلومات د عامولو پرته د هغو بهرنیو وګړو د ایستلو دوسیې وڅېړي چې له وسلهوالو ډلو سره په اړیکو تورن وي.


شال نیوز