اسلام‌ اباد : د افغانستان لپاره د پاکستان پخوانی ځانګړی استازی اصف درانی وايي، چې په افغانستان کې القاعده، داعش، تحریک طالبان پاکستان او یو شمېر نورې وسله‌ والې ډلې فعالیت کوي او ځینې یې هلته پټنځایونه لري.

 

دراني ،د سپتمبر په ۱۲مه، ویلي دي، چې تحریک طالبان پاکستان او بلوڅ بېلتون‌ پالې وسله‌ والې ډلې د پاکستان پرضد فعالیت کوي او ،د ده په وینا، طالبان د دغو ډلو د فعالیت د مخنیوي لپاره کافي ګامونه نه اخلي.

 

هغه وویل:

 

«په افغانستان کې داعش، القاعده، ټي‌ ټي‌ پي او نورې وسله‌ والې ډلې فعالې دي. دا یو حقیقت دی او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په راپورونو کې هم د ځینو دغو ډلو د موجودیت یادونه شوې ده.»

 

دراني وايي، چې القاعده اوس د ۲۰۰۱م کال په څېر د نړۍ لپاره سمدستي لوي ګواښ نه ګڼل کېږي، خو داعش لا هم د بریدونو وړتیا لري.

 

نوموړي وویل، چې د امریکا او ناټو لپاره له القاعدې د رامنځته کېدونکي ګواښ کچه د پخوا پرتله کمه شوې وه او ،د ده په وینا، همدا د افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو له لاملونو څخه یو و.

 

خو د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو د څار ډلې په خپلو راپورونو کې ویلي دي چې القاعده لا هم په افغانستان کې موجوده ده او طالبانو له دې ډلې سره خپلې اړیکې نه دي پرې کړې.

 

په یو راپور کې ویل شوي دي چې القاعده ځینو نورو وسله‌ والو ډلو ته روزنه، مشورې او لوژېستیکي مرسته برابروي او طالبان یې فعالیتونه تر څار لاندې ساتي.

 

رویټرز هم د سپتمبر پر ۱۰مه په یو راپور کې ویلي وو چې القاعده د ۲۰۰۱م کال په پرتله کمزورې شوې، خو له منځه نه ده تللې او په افغانستان او د سیمې په نورو برخو کې یې اړیکې او فعالیتونه لا هم پاتې دي.

 

مایکل سمپل : د طالبانو د مدرسو پراختیا تر القاعدې لوي ګواښ ګڼل کېږي
مایکل سمپل : د طالبانو د مدرسو پراختیا تر القاعدې لوي ګواښ ګڼل کېږي
کالین سمیت : طالبان د ټي‌ ټي‌ پي ملاتړ کوي؛ د ملګرو ملتونو راپور هم اړیکې تاییدوي
کالین سمیت : طالبان د ټي‌ ټي‌ پي ملاتړ کوي؛ د ملګرو ملتونو راپور هم اړیکې تاییدوي
اروپايي ټولنه : داعش او القاعده لا هم په افغانستان کې د نړیوال امنیت لپاره ګواښ دي
اروپايي ټولنه : داعش او القاعده لا هم په افغانستان کې د نړیوال امنیت لپاره ګواښ دي

 

اصف دراني تر دې وړاندې هم ویلي وو چې د تحریک طالبان پاکستان او بلوڅ ازادي غوښتونکي پوځ په ګډون ځینې وسله‌ والې ډلې په افغانستان کې پټنځایونه لري. طالبانو دا خبرې رد کړې دي.

 

د طالبانو حکومت په وار وار ویلي دي چې په افغانستان کې القاعده او نورې بهرنۍ وسله‌ والې ډلې ازاد فعالیت نه لري او افغان خاوره به د هېڅ هېواد پرضد د کارېدو اجازه ور نه کړي.

 

طالبانو د داعش په اړه هم ویلي دي چې د دې ډلې فعالیت یې تر ډېره ځپلی او د داعش ځینې مرکزونه د افغانستان له پولو بهر دي.

 

د ملګرو ملتونو وروستي راپورونه، سره له دې چې د القاعده او ټي‌ ټي‌ پي د غړو د موجودیت او اړیکو یادونه کوي، د هرې هغې ډلې په اړه چې پاکستان یې نوم اخلي، په یوه کچه شواهد نه وړاندې کوي. له همدې امله د بلوڅ وسله‌ والو د پټنځایونو په اړه د دراني خبره د پاکستاني لوري د دریځ په توګه وړاندې کېږي.