کابل : د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، چې افغانستان اړتیا لري چې له امریکا سره ډیپلوماتیکې او اقتصادي اړیکې ولري او طالبان له واشنګټن سره د ښو اړیکو غوښتونکي دي.
مجاهد ،د سپتمبر په ۲مه، خبریالانو ته وویل، چې د طالبانو تګلاره روښانه ده او غواړي له ټولو هېوادونو سره مثبتې ډیپلوماتیکې اړیکې ولري. د هغه په وینا، د طالبانو ډیپلوماتیکو ادارو په دې برخه کې هڅې کړې او دغه هڅې لا هم روانې دي.
هغه وویل:
«مونږ له امریکا سره ښې اړیکې غواړو، ځکه امریکا د نړۍ یو اغېزمن هېواد دی او له دې هېواد سره اړیکې مهمې دي.»
مجاهد زیاته کړه، چې افغانستان اړتیا لري چې له امریکا سره ډیپلوماتیکې او اقتصادي اړیکې ولري او په خبره یې، دا ډول اړیکې د افغانستان د ملي اړتیاوو برخه ده. هغه وویل، چې طالبان له هغو هېوادونو سره هم د اړیکو جوړولو غوښتونکي دي چې تر اوسه ورسره رسمي اړیکې نه لري.
په وروستیو ورځو کې د طالبانو د چارواکو له خوا له امریکا سره د اړیکو د عادي کولو غوښتنې زیاتې شوې دي. ذبیح الله مجاهد څو ورځې وړاندې له یوې هندي رسنۍ سره په مرکه کې هم ویلي وو چې د افغانستان او امریکا تر منځ اړیکې ډېرې مهمې دي او طالبان غواړي له واشنګټن سره ښې اړیکې ولري.
هغه ویلي وو، چې طالبانو او امریکا په دوحه کې مذاکرات کړي وو چې په پایله کې یې امریکايي ځواکونه له افغانستانه ووتل او اوس طالبان غواړي د جګړې د وخت تګلارې بدلې شي.
مجاهد په هماغه مرکه کې ویلي وو، چې طالبان غواړي په کابل کې د امریکا سفارت بېرته پرانیستل شي، په واشنګټن کې د افغانستان سفارت خپلې چارې عادي کړي او د دواړو خواوو تر منځ ډیپلوماتیکې اړیکې بېرته عادي شي.
له مجاهد وړاندې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي هم له امریکا غوښتي وو چې په کابل کې خپل سفارت بېرته پرانیزي او په افغانستان کې په بېلابېلو برخو کې پانګونه وکړي. خو امریکا تر اوسه د طالبانو حکومت د افغانستان د رسمي حکومت په توګه په رسمیت نه دی پېژندلی.
واشنګټن وايي، چې له طالبانو سره اړیکې او خبرې به د امریکا د ګټو، امنیتي اندېښنو او د طالبانو د کړنو له مخې پر مخ وړي. امریکا همداراز له طالبانو غواړي چې د ترهګرۍ پر ضد خپلې ژمنې عملي کړي او د ښځو او نجونو د حقونو په ګډون په یو شمېر برخو کې خپلې تګلارې بدلې کړي.
طالبان د ۲۰۲۱م کال د اګست پر ۱۵مه بیا په افغانستان کې واکمن شول. له هغه وروسته امریکا په کابل کې د خپل سفارت فعالیتونه ودرول او د افغانستان لپاره یې خپل ډیپلوماتیک ماموریت قطر ته انتقال کړ.
تر اوسه روسیه یوازینی هېواد دی چې د طالبانو حکومت یې په رسمي ډول په رسمیت پېژندلی دی، خو یو شمېر نور هېوادونه له کابل سره په بېلابېلو کچو سیاسي او اقتصادي اړیکې لري.


شال نیوز