کابل : د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر ،امیرخان متقي، له امریکا غوښتي دي چې په کابل کې خپل سفارت بېرته پرانیزي، ډیپلوماتیک حضور بحال کړي او د افغانستان په اقتصادي او پرمختیايي پروژو کې پانګونه وکړي.
متقي ،د اګست په ۱۶مه، له نیویارک ټایمز سره په کابل کې په یوه مرکه کې ویلي دي، چې طالبان له امریکا سره د جګړې پړاو پای ته رسېدلی بولي او غواړي چې د دواړو لوریو ترمنځ اړیکې د متقابل درناوي او مثبت تعامل پر بنسټ له سره جوړې شي.
هغه ویلي دي، چې امریکا کولی شي په کابل کې خپل سفارت بېرته فعال کړي، ډیپلوماتیک حضور ولري او د افغانستان د کانونو، بندونو، سړکونو او نورو بنسټیزو پروژو په برخه کې پانګونه وکړي.
دا غوښتنه داسې مهال کېږي چې د ۲۰۲۱م کال په اګست کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته امریکا په کابل کې د خپل سفارت فعالیتونه ودرول او خپل ډیپلوماتیک ماموریت یې قطر ته انتقال کړ.
طالبان په تېرو کلونو کې هڅه کوي له سیمې او نړۍ سره خپلې سیاسي او اقتصادي اړیکې پراخې کړي. روسیې د طالبانو حکومت په رسمي ډول پېژندلی، په داسې حال کې چې یو شمېر نورو هېوادونو له کابل سره ډیپلوماتیک او اقتصادي تعامل زیات کړی، خو د طالبانو حکومت لا هم په پراخه کچه نړیوال رسمیت نه لري.
د طالبانو چارواکي وايي، چې د امریکا د سفارت بېرته پرانیستل او د اقتصادي اړیکو پراخېدل به د دواړو خواوو ترمنځ اعتماد زیات او افغانستان ته به د بهرنۍ پانګونې زمینه برابره کړي.
خو د امریکا او طالبانو ترمنځ د اړیکو د بشپړ عادي کېدو پر وړاندې د بشري حقونو، د ښځو او نجونو پر تعلیم او کار د محدودیتونو او امنیتي موضوعاتو په ګډون یو شمېر مهم اختلافات لا هم موجود دي.


شال نیوز