د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر ،امیرخان متقي، وایي چې افغانستان له نړۍ سره د متوازن او خپلواک بهرني سیاست له لارې د مثبتو او رغنده اړیکو د ساتلو هڅه کوي، او نه غواړي له کوم هېواد سره د مخالفت یا تقابل لاره خپله کړي.
نوموړي دا څرګندونې د کابل په جامعه العلوم مدرسه کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال وکړې. هغه وویل، افغانستان په تېرو لسیزو کې له شاوخوا ۵۰ هېوادونو سره د جګړو او سیاسي شخړو تجربه لرلې، خو د دغو هېوادونو څخه د ځانګړو امتیازونو یا فوق العاده همکاریو تمه نه لري.
متقي زیاته کړه چې له دې سره سره د افغانستان اړیکې له ګڼو هېوادونو سره ښې دي او د پخوا په څېر د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې د افغانستان سفارتونه او قونسلګرۍ فعالې دي.
د هغه په وینا، کابل هڅه کوي له ټولو هېوادونو سره متوازنې او د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې ولري او نه غواړي خپلې ډیپلوماټیکې اړیکې له کوم لوري سره زیانمنې کړي.
د بهرنیو چارو سرپرست وزیر ټینګار وکړ چې د افغانستان اوسنی بهرنی سیاست د خپلواکۍ، توازن او ملي ګټو پر بنسټ ولاړ دی او حکومت هڅه کوي له همدې لارې نړیوالې اړیکې پیاوړې کړي.
متقي د اقتصادي همکاریو د پراختیا په اړه هم وویل چې د افغانستان سوداګریزې او ترانزیټي اړیکې مخ په پراخېدو دي او هېواد د سیمي او نړۍ له هېوادونو سره د اقتصادي همکاریو د زیاتولو لپاره نوي فرصتونه لټوي.
هغه وویل، که کومه سوداګریزه یا ترانزیټي لاره وتړل شي، افغانستان د بدیلو لارو د موندلو او فعالولو وړتیا لري او هڅه کوي د سیمه ییزو او نړیوالو اقتصادي همکاریو له لارې د هېواد اقتصادي فرصتونه نور هم پراخ کړي.

شال نیوز