واشنګټن / کابل : د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د طالبانو د بهرنیو چارو د وزیر ،امیر خان متقي، هغې غوښتنې ته په غبرګون کې د اړیکو د عادي کېدو امکان رد کړی دی چې واشنګټن ته یې ویلي وو، په کابل کې خپل سفارت بېرته پرانیزي او په افغانستان کې پانګونه وکړي.
متقي د طالبانو د واکمنۍ د پنځمې کلیزې په مناسبت په یوه مرکه کې ویلي وو، چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د جګړې پړاو پای ته رسېدلی دی او دواړه خواوې کولی شي د متقابل احترام پر بنسټ د اړیکو نوی باب پرانیزي. هغه امریکا ته په افغان کانونو، بندونو، سړکونو او نورو اقتصادي برخو کې د پانګونې بلنه هم ورکړې ده.
خو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ،د اګست په ۱۷مه، په لیکلي غبرګون کې ویلي دي، چې د طالبانو کړنو ښودلې چې ده چې هغوي د سیمې د سولې او ثبات لپاره د رغنده رول په لوبولو کې لازم پرمختګ نه دی کړی او واشنګټن د طالبانو حکومت د افغانستان د رسمي حکومت په توګه په رسمیت نه پېژني. د امریکا دریځ دا دی چې له طالبانو سره به اړیکې او خبرې یوازې هغه مهال کېږي چې د امریکا د ملي ګټو لپاره ګټورې وي.
د امریکا حکومت د ۲۰۲۶م کال د مارچ پر ۱۰مه افغانستان د «ناحقه نیونو ملاتړي دولت» په توګه نومولی او پر طالبانو یې تور لګولی و چې بهرني وګړي، په ځانګړې توګه امریکایان، د سیاسي فشار او معاملې لپاره نیسي. طالبانو دا تور رد کړی او ویلي یې دي چې نیول شوي بهرنیان د افغانستان د قوانینو د سرغړونې له امله نیول شوي دي.
واشنګټن همداراز وايي، چې په افغانستان کې د بېلابېلو وسله والو ډلو موجودیت او د طالبانو د ترهګرۍ ضد ژمنو عملي کېدل لا هم د اندېښنې موضوع ده. د امریکا د سفر په رسمي سپارښتنه کې هم ویل شوي دي چې په افغانستان کې ګڼې وسله والې ډلې فعالیت لري او امریکايي وګړي د تښتونې او ناحقه نیونې له جدي خطر سره مخ دي.
امریکا له طالبانو غواړي چې افغانستان بیا د هغو وسله والو ډلو په خوندي ځای بدل نه شي چې د نورو هېوادونو پر ضد فعالیت کوي، نړیوال مکلفیتونه عملي کړي او د سیمې په ثبات کې مثبت رول ولوبوي.
طالبان بیا په دوامداره توګه وايي، چې د افغانستان خاوره به د بل هېواد پر ضد د کارولو اجازه ورنه کړي او په افغانستان کې د بهرنیو وسل هوالو ډلو د فعالیت په اړه د امریکا، پاکستان او نورو هېوادونو تورونه ردوي.
طالبان د ۲۰۲۱م کال د اګست پر ۱۵مه بیا پر کابل واکمن شول. تر اوسه روسیه یوازینی هېواد دی چې د طالبانو حکومت یې په رسمي ډول په رسمیت پېژندلی؛ امریکا او ډېری نور هېوادونه له طالبانو سره اړیکې لري، خو حکومت یې په رسمیت نه پېژني.


شال نیوز