اسلام‌ اباد (شال نیوز) : د پاکستان نائب وزیراعظم او د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار ویلي چې په خېبر پښتونخوا کي د ایمرجنسي لګولو پرېکړه اسانه نه وه، خو وفاقي حکومت ته له دې پرته بله لار نه وه پاتې.

 

نوموړي د اکتوبر پر ۱۲مه په اسلام‌اباد کي د ستراتیژیکو مطالعاتو د ادارې له خوا د پاکستان د امنیتي وضعیت په اړه جوړ شوي نړیوال کانفرنس ته وویل چې په خېبر پښتونخوا کي د وسله والو بریدونو د مخنیوي لپاره ټولې موجودې وسیلې کارول کېږي.

 

اسحاق ډار وویل: «په خېبر پښتونخوا کي د ایمرجنسي لګول اسانه پرېکړه نه وه، خو حکومت ته له ایمرجنسي پرته بله لار نه وه پاتې.»

 

هغه وویل چې د وسله والو بریدونو مخنیوی یوازې د وفاقي حکومت ذمه واري نه ده، بلکې د پاکستان ټولې صوبې باید په دې برخه کي خپل کردار ادا کړي. د هغه په وینا، د وزیراعظم شهباز شریف په مشرۍ د وسله والو ډلو پر ضد د مبارزې لپاره نوي اقدامات شوي او امنیتي ځواکونه هره ورځ عملیات کوي.

 

خیبر پښتونخوا په ټوله صوبه کې ایمرجنسي نافذه شوه؛ ډاکټر محمد فخر عالم عرفان نوی چیف سیکرټري ټاکل شوی
خیبر پښتونخوا په ټوله صوبه کې ایمرجنسي نافذه شوه؛ ډاکټر محمد فخر عالم عرفان نوی چیف سیکرټري ټاکل شوی

 

ډار وویل چې د پوځ مشر فیلډ مارشل عاصم منیر هم د وسله والو بریدونو د مخنیوي لپاره د عملیاتو د دوام لارښوونې کړې دي. نوموړي د پاکستان امنیتي وضعیت د سیمې او نړۍ لپاره یوه لویه ستونزه وبلله او ویې ویل چې هېواد یې د وسله والو ډلو پر ضد جګړه کي تر ۹۰ زرو زیات کسان له لاسه ورکړي دي.

 

هغه وویل چې دې جګړې د پاکستان اقتصاد ته هم دروند زیان رسولی او نړیواله ټولنه باید د پاکستان قربانۍ ومني. اسحاق ډار د بلوچستان د جعفر ایکسپریس د تښتولو او د مزدورانو د وژلو پېښو ته هم اشاره وکړه او ویې ویل چې پاکستان له اوږدې مودې راهیسې له وسله والو بریدونو سره مخ دی.

 

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د خپلې وینا یوه لویه برخه له افغانستان سره امنیتي اړیکو ته ځانګړې کړه. هغه وویل چې د افغانستان له خاورې پر پاکستان کېدونکي بریدونه ورته د منلو نه دي او افغان طالبان باید د تحریک طالبان پاکستان او نورو وسله والو ډلو د فعالیتونو مخه ونیسي.

 

مولانا فضل الرحمان: د خیبر پښتونخوا ګورنر راج او ایمرجنسي د ولس پر رایې او جمهوریت برید دی
مولانا فضل الرحمان: د خیبر پښتونخوا ګورنر راج او ایمرجنسي د ولس پر رایې او جمهوریت برید دی
ایمل ولي خان: په خېبر پښتونخوا کې د ایمرجنسۍ او ګورنر راج لګول د جمهوریت خلاف اقدام دی
ایمل ولي خان: په خېبر پښتونخوا کې د ایمرجنسۍ او ګورنر راج لګول د جمهوریت خلاف اقدام دی

 

ډار وویل: «پاکستان له افغانستان یوازې یوه غوښتنه لري، هغه دا چې خپله خاوره د پاکستان پر ضد کارېدو ته پرې نه ږدي.»

 

نوموړي وویل چې د دې مسئلې د حل لپاره یې افغانستان ته سفرونه کړي او د ۲۰۲۵ کال په اګست کي د پاکستان، چین او افغانستان ترمنځ درې اړخیزه غونډه هم شوې وه، خو د ده په خبره افغان چارواکو خپلې ژمنې نه دي پوره کړې.

 

هغه ادعا وکړه چې د تحریک طالبان پاکستان او نورو وسله والو ډلو غړي په افغانستان کي موجود دي او له پولې په اوښتو پر پاکستاني امنیتي ځواکونو او عامو خلکو بریدونه کوي. ډار دا ادعا هم وکړه چې د جعفر ایکسپریس د تښتولو پلان په افغانستان کي جوړ شوی و.

 

نوموړي وویل چې پاکستان د وسله والو د تګ راتګ د مخنیوي لپاره د افغانستان پر پوله اغزن تار لګولی، خو بیا هم له پولې د وسله والو د اوښتو پېښې کېږي. هغه له افغان طالبانو وغوښتل چې وسله والو ډلو ته د وسلو او نورو مرستو ورکول بند کړي او خپلې امنیتي ژمنې عملي کړي.

 

د افغانستان د طالبانو حکومت تر دې وړاندې د پاکستان دا تورونه رد کړي او ویلي یې دي چې د افغانستان خاوره د بل هېواد پر ضد نه کارول کېږي. طالبان وايي چې پاکستان باید خپلې کورنۍ امنیتي ستونزې په خپله حل کړي.

 

اسحاق ډار د احتجاجونو او پرلتونو په اړه هم خبرې وکړې او ویې ویل چې دغو فعالیتونو د پاکستان اقتصاد ته سخت زیان رسولی دی. هغه وویل چې په تېر وخت کي هم د اوږدو احتجاجونو له امله اقتصادي فعالیتونه اغېزمن شوي او هېواد ته مالي زیان رسېدلی دی.

 

نوموړي د خېبر پښتونخوا د ایمرجنسي پرېکړې د یادولو ترڅنګ وویل چې حکومت په صوبه کي د وسله والو بریدونو د مخنیوي لپاره ټولې موجودې وسیلې کاروي. ډار وویل چې پاکستان د خپلو امنیتي ادارو د وړتیاوو د لوړولو لپاره نړیوالې مرستې ته اړتیا لري او له نړیوالې ټولنې غواړي چې د وسله والو ډلو پر ضد جګړه کي ورسره همکاري وکړي.

 

هغه زیاته کړه چې په اسلام کي د بې ګناه خلکو د وژلو او د مذهب په نوم د تاوتریخوالي لپاره ځای نشته.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د سعودي عربستان سره د ګډ دفاعي تړون په اړه هم وویل چې د دې تړون هدف په سیمه کي د امن ټینګول دي او د کوم ځانګړي هېواد پر ضد نه دی.

 

خیبر پښتونخوا کې د تحریک انصاف د کارکنانو نیونې؛ په صوابۍ کې انټرنېټ بند او په ګڼو ضلعو کې امنیت سخت شوی
خیبر پښتونخوا کې د تحریک انصاف د کارکنانو نیونې؛ په صوابۍ کې انټرنېټ بند او په ګڼو ضلعو کې امنیت سخت شوی
سهېل اپریدي او د هغه د کابینې ځینې غړي په حفاظتي حراست کې دي؛ پولیسو د تحریک انصاف د اتو مشرانو نیول تایید کړل
سهېل اپریدي او د هغه د کابینې ځینې غړي په حفاظتي حراست کې دي؛ پولیسو د تحریک انصاف د اتو مشرانو نیول تایید کړل

 

د هغه په وینا، د دې تړون لپاره په ریاض کي مرکزي دفتر جوړ شوی او د ګډو چارو د پرمخ وړلو لپاره یوه کمېټه هم ټاکل شوې ده. په خېبر پښتونخوا کي د ایمرجنسي او ګورنر راج له نافذېدو وروسته یو شمېر سیاسي ګوندونو د دې پرېکړې مخالفت کړی دی.

 

تحریک انصاف او یو شمېر نورو سیاسي مشرانو د صوبې د منتخب حکومت د بحالولو غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې د امنیتي ستونزو د حل لپاره باید جمهوري ادارې فعالې وساتل شي. د پاکستان وفاقي حکومت بیا وايي چې په خېبر پښتونخوا کي د امن ټینګول، د خلکو د ژوند او مال ساتنه او د وسله والو بریدونو مخنیوی یې لومړیتوب دی.