کابل (شال نیوز) : پر کندهار د پاکستان تازه هوايي برید د افغانستان او پاکستان ترمنځ د روانې شخړې یوه مهمه نوې مرحله بلل کېږي. امنیتي شنونکي وايي، د سرحدي ولایتونو پر ځای د طالبانو د واک تر مهم مرکز کندهار برید ښيي چې اسلام اباد غواړي د طالبانو لوړپوړي مشرتابه او په ځانګړي ډول ملا هبت الله اخوندزاده ته وښيي چې که روان امنیتي کړکېچ حل نه شي، پاکستان د بریدونو د ساحې د پراخولو توان او اراده لري.
فرانس پرېس په یو تازه تحلیلي راپور کې د دریو امنیتي او سیمه ییزو چارو د شنونکو له قوله ویلي چې کندهار ته د بریدونو رسېدل یوازې د یو پوځي هدف د ویشتلو په سترګه نه شي کتل کېدی، ځکه کندهار د طالبانو د واک تر ټولو مهم سیاسي او مذهبي مرکز دی او د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوندزاده هم خپل زیات فعالیت له همدې ځایه کوي.
د پاکستان د اطلاعاتو وزیر عطاالله تارړ ویلي، پاکستان د سپتمبر پر ۲۴مه په افغانستان کې پر لسو ځایونو هوايي او بې پیلوټه بریدونه کړي دي. د هغه په وینا، هدفونه د هغو بې پیلوټه الوتکو له فعالیت سره تړلي وو چې پاکستان وايي له افغان خاورې ورغلې وې.
پاکستان ویلي بریدونه یې «محدود» او یوازې د ټاکل شویو پوځي هدفونو پر ضد وو. د طالبانو حکومت دا خبره ردوي چې ګواکې له افغانستانه پاکستان ته بې پیلوټه الوتکې استول شوې وې. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، پاکستان په کندهار، پکتیا او خوست کې بریدونه کړي او څلور ملکي کسان پکې وژل شوي دي. هغه ویلي، د طالبانو حکومت به دغو بریدونو ته «مناسب ځواب» ورکړي.
ولې کندهار مهم دی؟
د فرانس پرېس په تحلیل کې د کندهار برید ته ځانګړی اهمیت ورکړل شوی دی. په تېرو میاشتو کې د پاکستان ډېری هوايي بریدونه د ډیورنډ کرښې ته نږدې د افغانستان پر ختیځو او سوېل ختیځو سیمو متمرکز وو. خو کندهار د سرحدي وسله والو د عادي پټنځایونو له جغرافیې سره توپیر لري.
کندهار د طالبانو د تحریک تاریخي مرکز دی. ملا هبت الله اخوندزاده هم هلته مېشت دی او د طالبانو د حکومت ګڼې مهمې سیاسي او مذهبي پرېکړې له کندهاره کېږي. فرانس پرېس وايي، د سپتمبر پر ۲۴مه د شپې په کندهار کې له هوايي برید وروسته یوه لویه لمبه او لوګي لیدل شوي دي. دا له مارچ راهیسې پر کندهار د پاکستان لومړی تایید شوی هوايي برید بلل شوی دی.
جیوستوزي: پاکستان د شخړې د پراخولو تیاری ښيي
د برتانیا د دفاعي مطالعاتو د شاهي انسټیټیوټ څېړونکي انتونیو جیوستوزي فرانس پرېس ته ویلي، د کندهار برید د پاکستان له خوا د کړکېچ د لا پراخولو د چمتووالي نښه ده. د هغه په تحلیل، پر سرحدي سیمو بریدونه ښيي د طالبانو پر مشرتابه هغومره مستقیم فشار رانه وړي، خو کندهار ته د پاکستان د هوايي ځواک رسېدل جلا پیغام لري.
جیوستوزي وايي، په دې سره د طالبانو مشرتابه ته یادونه کېږي چې پاکستان کولی شي بریدونه تر هغو سیمو ورسوي چې د طالبانو لوړپوړي مشران پکې دي. هغه دا هم وايي چې د پاکستان پوځ د خپل هېواد دننه تر فشار لاندې دی چې د وسله والو له خونړیو بریدونو وروسته خلکو ته وښيي چې ځواب ورکوي.
فرزانه شیخ: د طالبانو لوړپوړي مشرتابه ته قوي پیغام
د چتم هاوس څېړونکې فرزانه شیخ فرانس پرېس ته ویلي، د کندهار برید د طالبانو لوړپوړي مشرتابه ته «ډېر قوي پیغام» استوي چې پاکستان نه یوازې د زور له لارې ځواب ورکولی شي، بلکې جګړه د طالبانو د مشرتابه تر اصلي مرکز پورې هم رسولی شي. خو فرزانه شیخ وايي، د پاکستان او طالبانو اختلاف یوازې د یو بل پر ضد د بریدونو په تبادله نه شي تشریح کېدی.
پاکستان له اوږدې مودې راهیسې طالبان تورنوي چې تحریک طالبان پاکستان او نورې پاکستان ضد وسله والې ډلې په افغانستان کې پټنځایونه لري او له هغه ځایه په پاکستان کې بریدونه تنظیموي. د طالبانو حکومت دا تور ردوي او وايي، د پاکستان امنیتي ستونزې د دغه هېواد داخلي مسله ده.
فرزانه شیخ یوه بله ستونزه هم یادوي. د هغې په تحلیل، طالبان اندېښنه لري چې که پر تحریک طالبان پاکستان ډېر سخت فشار واچوي، د دې ډلې ځینې جنګیالي ښيي داعش خراسان ته ورواوړي. داعش خراسان د طالبانو د حکومت یو مهم وسله وال مخالف دی او په افغانستان کې یې د ګڼو خونړیو بریدونو مسوولیت منلی دی.
جورج لوفیور: دا د یوې نه حل کېدونکې شخړې دوام دی
د فرانسې د نړیوالو او ستراتیژیکو اړیکو د انسټیټیوټ څېړونکي جورج لوفیور بیا فرانس پرېس ته ویلي، داسې نه ښکاري چې د پاکستان د دې عملیاتو هدف د پراخې مرګ ژوبلې اړول وو. د هغه په نظر، دا پېښه باید یوازې د یوې نوې جګړې د پېل په توګه ونه کتل شي، بلکې د هغې شخړې دوام دی چې تر اوسه ورته سیاسي حل نه دی موندل شوی.
د لوفیور په تحلیل، د پاکستان او افغانستان اختلاف دوه مهم اړخونه لري: یو د وسله والو ډلو فعالیت او بل د ډیورنډ کرښې او سرحدي کنټرول پخوانۍ لانجه.
د اختلاف اصلي ټکی لا پر ځای دی
د وروستیو میاشتو له پراخو ډیپلوماتیکو هڅو سره سره د اسلام اباد او کابل ترمنځ تر ټولو مهمه امنیتي پوښتنه لا نه ده حل شوې: پاکستان غواړي طالبان د تحریک طالبان پاکستان او له پاکستان سره د جګړې کوونکو نورو وسله والو ډلو پر ضد عملي ګامونه واخلي. کابل بیا وايي چې د افغانستان خاوره د بل هېواد پر ضد نه کارول کېږي او پاکستان باید د خپلې خاورې دننه د وسله والو د زیاتېدو لاملونه پخپله حل کړي.
رویټرز هم د سپټمبر پر ۲۴مه راپور ورکړی چې پاکستان د لسو هدفونو د ویشتلو پخلی کړی او خبرداری یې ورکړی چې د افغانستان له لوري هر بل اقدام ته به ځواب ورکړي. طالبانو د پاکستان د بې پیلوټه الوتکو دعوه رد کړې او د پاکستان بریدونو ته یې د ځواب ورکولو خبره کړې ده.
منځګړیتوب ولې نتیجه نه ده ورکړې؟
چین، قطر، ترکیې او سعودي عرب په روان کال کې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د کړکېچ د کمولو لپاره هڅې کړې دي. فرانس پرېس وايي، جیوستوزي باور لري چې منځګړي هېوادونه هڅه کوي طالبان وهڅوي چې تحریک طالبان پاکستان محدود کړي.
خو د دغو هڅو باوجود د دواړو خواوو ترمنځ هغه بنسټیزه پوښتنه لا نه ده حل شوې چې پاکستان ته د ګواښ پېښوونکي وسله وال په افغانستان کې څومره ازادي لري او طالبان تر کومه حده پر هغوي فشار راوړلای یا راوړل غواړي.
فرزانه شیخ فرانس پرېس ته ویلي، د ایران او امریکا جګړې ته د نړیوال پام له اوښتو سره ممکن پاکستان داسې فکر وکړي چې د افغانستان پر طالبانو د فشار د زیاتولو لپاره ورته یو فرصت پیدا شوی دی.
د پراخې جګړې خطر څومره دی؟
د فرانس پرېس د راپور شنونکي په دې برخه کې یو شان نظر نه لري. جیوستوزي د کندهار برید د پاکستان له خوا د کړکېچ د پراخولو د چمتووالي نښه بولي او فرزانه شیخ وايي، دا د طالبانو لوړپوړي مشرتابه ته قوي پیغام دی. خو جورج لوفیور محتاط نظر لري. هغه وايي، دا په خپله د جګړې د یوې نوې مرحلې قطعي پېل نه ثابتوي، بلکې د یوې اوږدې شخړې دوام دی چې سیاسي حل ورته نه دی پیدا شوی.
هغه څه چې خطر زیاتوي، د دواړو خواوو اوسنی دریځ دی: پاکستان وايي که له افغان خاورې بیا برید یا ورته اقدام وشي، ځواب به ورکړي؛ طالبان بیا وايي د پاکستان وروستیو بریدونو ته به مناسب ځواب ورکړي. په داسې حالت کې د یو بل هوايي برید، سرحدي نښتې یا په پاکستان کې د یوې لویې وسله والې حملې وروسته د متقابلو پوځي اقداماتو د بیا پراخېدو امکان شته.
خو تر دې دمه داسې خپلواک شواهد نه شته چې وښيي پاکستان د کندهار په برید کې په خپله ملا هبت الله اخوندزاده په نښه کړی و. د فرانس پرېس د شنونکو خبره دا ده چې د کندهار انتخاب په سیاسي او پوځي لحاظ د طالبانو مشر او لوړپوړي مشرتابه ته د خبرداري پیغام لري.


شال نیوز