کابل : د ترکیې د استخباراتو مشر ،ابراهیم کالین، او د قطر د ملي امنیت شورا مرستیال ،حمد بن خمیس الکبیسي، د سپتمبر په ۱۶مه، افغانستان ته تللي او په کابل کې یې د طالبانو د حکومت له لوړپوړو چارواکو سره لیدنې کړې دي.

 

د طالبانو دفاع وزارت وايي، چې دفاع وزیر ،محمد یعقوب مجاهد، له دواړو چارواکو سره جلا جلا لیدلي دي. د وزارت په وینا، محمد یعقوب مجاهد او ابراهیم کالین د افغانستان او ترکیې د اړیکو، امنیتي مسلو او د سیمې د ثبات په اړه خبرې کړې او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د امنیتي او دفاعي همکاریو پر پراخولو ټینګار کړی دی.

 

 

د افغانستان د دفاع وزیر محمد یعقوب مجاهد د قطر د ملي امنیت شورا له مرستیال حمد بن خمیس الکبیسي سره

 

د قطر د ملي امنیت شورا له مرستیال حمد بن خمیس الکبیسي سره په جلا لیدنه کې بیا د افغانستان او قطر پر اړیکو او په بېلابېلو برخو کې د همکاریو پر پراخولو خبرې شوې دي.

 

د ترکیې امنیتي سرچینې وايي، چې ابراهیم کالین په کابل کې د طالبانو د استخباراتو له مشر عبدالحق وثیق، د اقتصادي چارو له مرستیال وزیراعظم ملا عبدالغني برادر، دفاع وزیر محمد یعقوب مجاهد او د کورنیو چارو وزیر سراج‌ الدین حقاني سره هم لیدلي دي.

 

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د سراج‌ الدین حقاني او کالین لیدنه هم تایید کړې ده. وزارت وايي، دواړو خواوو د افغانستان او ترکیې د اړیکو پر پراختیا، امنیت، د نشي توکو پر ضد مبارزې، د دواړو هېوادونو د کورنیو چارو وزارتونو ترمنځ پر همغږۍ او یو شمېر سیمه‌ ییزو مسلو خبرې کړې دي.

 

 

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د سراج‌ الدین حقاني د ترکیې د استخباراتو مشر ،ابراهیم کالین سره

 

ترکي سرچینې وايي، د کالین په نورو لیدنو کې د امنیتي او استخباراتي همکاریو ترڅنګ د سیمې روان حالات، د وسله والو ډلو پر ضد مبارزه، د انسانانو قاچاق او د نشي توکو قاچاق هم د خبرو برخه وه.

 

همدغو سرچینو تایید کړې چې کالین له کابل وروسته کندهار ته هم تللی دی. خو تر اوسه په رسمي توګه نه دي ویل شوي چې په کندهار کې یې له چا سره لیدلي دي. له دې امله له هبت‌ الله اخوندزاده سره د هغه د لیدنې خبره تر اوسه تایید شوې نه ده.

 

د قطر د ملي امنیت شورا د مرستیال د سفر په اړه معلومات تر دې محدود دي. د طالبانو دفاع وزارت له محمد یعقوب مجاهد سره د حمد بن خمیس الکبیسي لیدنه تایید کړې، خو د قطر حکومت تر اوسه د هغه د سفر بشپړ پروګرام او د خبرو اصلي مقصد نه دی اعلان کړی.

 

 

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د سراج‌ الدین حقاني د قطر د ملي امنیت شورا له مرستیال حمد بن خمیس الکبیسي سره

 

ځینو سرچینو ویلي چې د ترکیې او قطر لوړپوړي امنیتي چارواکي په نږدې وخت کې کابل ته رسېدلي وو. تر اوسه داسې رسمي معلومات نشته چې دواړو د یو ګډ پلاوي په توګه سفر کړی او که یې سفرونه جلا وو.

 

دا سفرونه په داسې وخت کې شوي چې د کابل او اسلام‌ اباد اړیکې د امنیتي اختلافونو له امله له فشار سره مخ دي. ترکیې او قطر تر دې وړاندې هم د افغانستان او پاکستان ترمنځ د خبرو او د تاوتریخوالي د کمولو لپاره منځګړیتوب کړی دی.

 

له همدې امله د دغو سفرونو د افغانستان او پاکستان له روانو اختلافونو سره د تړاو احتمال مطرح شوی، خو تر اوسه ترکیې، قطر او طالبانو په رسمي توګه نه دي ویلي چې د کابل او اسلام‌ اباد ترمنځ منځګړیتوب د دې سفرونو اصلي مقصد دی.