اسلام اباد (شال نیوز) : د پاکستان تحریک انصاف د سپتمبر ۲۷مې د اسلام اباد احتجاج ته له یوې اوونۍ څخه لږ وخت پاتې دی او په اسلام اباد، راولپنډۍ، اټک، لاهور او د پنجاب په نورو برخو کې د ګوند د غړو نیونې او امنیتي تیاری زیات شوی دی.
د شال نیوز د خبریالانو د راپورونو له مخې، چارواکو اسلام اباد او راولپنډۍ ته پر غځېدلو مهمو لارو امنیت زیات کړی، په یو شمېر ځایونو کې کنټېنرونه راوړل شوي او اټک ته اضافي پولیس رسېدل پېل شوي دي.
پاکستان تحریک انصاف وايي، د احتجاج مقصد یې د ګوند د بنسټګر او پخواني وزیراعظم عمران خان خوشي کول، د اساسي قانون بالادستي او د قانون واکمني ده. حکومت بیا وايي، سوله ییز احتجاج د خلکو حق دی، خو د اسلام اباد د بندولو، سرکاري وسایلو د استعمال او د قانون د ماتولو اجازه به ور نه کړي.
زرګونه امنیتي کسان تیار شوي
د امنیتي چارواکو د معلوماتو له مخې، په اسلام اباد کې تر ۲۲ زرو ډېر پولیس او نور امنیتي کسان د ځای پر ځای کولو لپاره تیار شوي دي. اته ډي ایي جي افسران به د امنیتي انتظاماتو څارنه کوي.
په اټک کې هم تر ۳۰ زرو پورې امنیتي کسان غوښتل شوي دي. اټک له خیبر پښتونخوا څخه پنجاب او اسلام اباد ته د ننوتلو مهمه دروازه ده او د پاکستان تحریک انصاف د خیبر پښتونخوا کاروانونه هم له همدې خوا اسلام اباد ته تللی شي.
راولپنډۍ پولیسو نهه زره اضافي پولیس غوښتي او د ضلعې د پولیسو رخصتۍ د اکتوبر تر لومړۍ نېټې بندې شوې دي، پرته له بېړنیو حالاتو. د نورو ضلعو څخه راغوښتل شویو پولیسو او ایف سي سرتېرو لپاره په اسلام اباد کې په سرکاري ودانیو، سکولونو، کالجونو، سپورټس کمپلېکسونو، د ودونو په هالونو او پولیس سټېشنونو کې د اوسېدو انتظامات کېږي.
کنټېنرونه او د لارو د بندولو تیاری
په اسلام اباد او راولپنډۍ کې کنټېنرونه د مهمو لارو ترڅنګ راوړل شوي دي، څو د اړتیا پر مهال د احتجاجي کاروانونو د مخنیوي لپاره وکارول شي. امنیتي ادارې په ځانګړې توګه له خیبر پښتونخوا څخه د اټک، موټروې او جي ټي روډ له لارې اسلام اباد ته پر تلونکو لارو پام کوي.
چارواکو د بس اډو، مېلمستونونو او هغو کسانو او کاروبارونو څارنه هم زیاته کړې چې احتجاج کوونکو ته د ټرانسپورټ، خوراک، اوبو او د اوسېدو انتظام برابرولی شي.
څومره کسان نیول شوي؟
تر اوسه وفاقي او صوبايي حکومتونو د پاکستان تحریک انصاف د نیول شویو غړو او کارکنانو یوه ګډه رسمي شمېره نه ده خپره کړې.
خو په پنجاب او اسلام اباد کې د نیونو راپورونه شته. په اسلام اباد کې پولیسو لږ تر لږه څلور د پاکستان تحریک انصاف کارکنان نیولي دي. پولیس وايي، دوي د سپتمبر ۲۷مې د احتجاج په اړه په یوه غونډه کې موجود وو او د چاپې پر مهال یې له پولیسو سره مزاحمت کړی و. پر نیول شویو کسانو بېلابېلې مقدمې درج شوې دي.
پاکستان تحریک انصاف د پولیسو د دې دریځ په اړه جلا نظر لري او وايي، د احتجاج له مخه یې د مشرانو او کارکنانو د نیولو لړۍ روانه ده. په پنجاب کې هم د عامه نظم د ساتنې د قانون، اېم پي او، له مخې د پاکستان تحریک انصاف د یو شمېر غړو د نیولو حکمونه ورکړل شوي دي.
د عمران خان خوېندې زندان ته لېږل شوې
د عمران خان درې واړه حوېندې د، سپتمبر ۲۰مې او ۲۱مې، په لاهور کې نیول شوې او د ۳۰ ورځو لپاره کوټ لکپت زندان ته لېږل شوې ده. د لاهور ضلعي انتظامیې په حکم کې ویل شوي چې د استخباراتي معلوماتو له مخې په عامه ځای کې د عمران خان د خوېندو موجودیت د امن او عامه خوندیتوب لپاره خطر جوړولی شي، ځکه د اېم پي او له مخې د هغې د ۳۰ ورځو لپاره د نیولو حکم ورکړل شوی دی.
پاکستان تحریک انصاف دا دلیل ردوي
د ګوند مشر بېرسټر ګوهر علي خان ویلي دي چې پاکستان تحریک انصاف وار له مخه څرګنده کړې چې احتجاج به سوله ییز وي. د هغه په وینا، د علیمه خان نیول د تاوتریخوالي او سیاسي کړکېچ د زیاتېدو سبب کېدی شي.
د پاکستان تحریک انصاف مرکزي اطلاعاتي سېکرټري شیخ وقاص اکرم هم د هغوي د خوشې کولو غوښتنه کړې ده. ګوند ویلي چې د قامي اسمبلۍ غړي ثناءالله مستي خېل، احسن جمال خان او میان غوث هم نیول شوي دي. د دغو ټولو نیونو په اړه د پولیسو بشپړ رسمي تفصیل لا نه دی وړاندې شوی.
حکومت څه وايي؟
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي ویلي، حکومت به د سپتمبر ۲۷مې د مارچ د مخنیوي لپاره ټول ممکن اقدامات کوي. د کورنیو چارو مملکتي وزیر طلال چوهدري بیا ویلي چې که څوک د یو سوله ییز وګړي په توګه اسلام اباد ته راځي، حکومت ورسره ستونزه نه لري، خو ،د ده په وینا، د قانون ماتولو او د خلکو ځان او مال ته د خطر جوړولو اجازه به ور نه کړل شي.
طلال چوهدري ویلي، حکومت به د اسلام اباد هایکورټ حکم په بشپړه توګه عملي کوي.
د پاکستان د اطلاعاتو وزیر عطاالله تارړ هم د پاکستان تحریک انصاف د خیبر پښتونخوا د مشر جنید اکبر پر څرګندونو نیوکه کړې او ویلي یې دي چې حکومت به په اسلام اباد کې د ګډوډۍ اجازه ور نه کړي.
پاکستان تحریک انصاف څه وايي؟
پاکستان تحریک انصاف وايي، د نیونو او امنیتي اقداماتو باوجود د سپتمبر ۲۷مې احتجاج پر خپل وخت کوي. د پاکستان تحریک انصاف د خیبر پښتونخوا مشر جنید اکبر ویلي، کارکنان به اسلام اباد ته یوازې له یوې لارې نه ځي.
هغه ویلي، د ګوند کسان به د موټروې او جي ټي روډ ترڅنګ له نورو لارو هم د اسلام اباد پر لور حرکت کوي. د هغه ځینې نورې څرګندونې د وفاقي وزیرانو له سخت غبرګون سره مخ شوې دي. جنید اکبر وروسته ویلي چې د هغه د خبرو ناسم مطلب اخیستل شوی دی.
د پاکستان تحریک انصاف مشر بېرسټر ګوهر علي خان بیا ټینګار کړی چې د ګوند احتجاج به سوله ییز وي. هغه ویلي، د دوي مقصد د خپلو اساسي او سیاسي غوښتنو لپاره سوله ییزه مبارزه ده او ګوند نه غواړي چې نښته یا تاوتریخوالی وشي.
بېرسټر ګوهر د حکومت سره د خبرو ملاتړ هم کړی، خو ویلي یې دي چې اوسنی سیاسي ماحول سوړ دی او تر اوسه په خبرو کې کوم پرمختګ نه دی شوی.
عدالت څه ویلي؟
اسلام اباد هایکورټ ویلي چې هېڅ سیاسي ګوند یا د هغه مشرتابه قانوني حق نه لري چې په اسلام اباد کې عام سرکونه، لویې لارې، انټرچېنجونه، ټال پلازې او ودانۍ ونیسي یا یې بندې کړي.
عدالت صوبايي حکومتونو او چارواکو ته هم ویلي چې سرکاري وسایط، پیسې، کارکوونکي او نورې حکومتي وسیلې د اسلام اباد پر لور د سیاسي احتجاج د اسانتیا لپاره نه شي کارول کېدی.
دا حکم په ځانګړې توګه د خیبر پښتونخوا د حکومت لپاره هم اهمیت لري، ځکه تمه کېږي چې د پاکستان تحریک انصاف تر ټولو لوي کاروان به له همدې صوبې اسلام اباد ته روانېږي.
تر سپتمبر ۲۷مې وضعیت
اوسنی وضعیت دا دی چې پاکستان تحریک انصاف وايي احتجاج به خامخا کوي او سوله ییز به وي، خو حکومت پراخ امنیتي تیاری نیولی او وايي د اسلام اباد د بندولو یا د قانون د ماتولو اجازه به ور نه کړي.
په اسلام اباد، راولپنډۍ او اټک کې زرګونه اضافي امنیتي کسان تیارېږي، کنټېنرونه راوړل شوي او د خیبر پښتونخوا او پنجاب ترمنځ پر مهمو لارو امنیت زیات شوی دی.
بل لور ته د پاکستان تحریک انصاف د مشرانو او کارکنانو نیونې روانې دي، خو تر اوسه د نیول شویو کسانو یوه داسې ګډه رسمي شمېره نشته چې حکومت او پاکستان تحریک انصاف دواړه یې تایید کړي.
په راتلونکو ورځو کې به مهمه خبره دا وي چې حکومت کومې لارې عملاً بندوي، نورې نیونې کېږي که نه، او پاکستان تحریک انصاف له خیبر پښتونخوا او پنجاب څخه خپل کاروانونه په کوم ډول اسلام اباد ته رسوي.


شال نیوز