لاهور : د پاکستان تحریک انصاف مشر او پخواني وزیراعظم عمران خان دوه نورې خويندې، نورین نیازي او ډاکټر عظمیٰ خان، په لاهور کې د ۳۰ ورځو لپاره نظربندې او کوټ لکهپت زندان ته لېږدول شوې دي. تر دې یوه ورځ مخکې د عمران خان بله خور علیمه خان هم د ۳۰ ورځو لپاره نظربنده شوې وه.

 

د لاهور د ډپټي کمشنر دفتر ،د سپتمبر په ۲۱مه، ویلي دي، چې د نورین نیازي او عظمیٰ خان د نظربندۍ امر د پولیسو په سپارښتنه د عامه نظم د ساتنې قانون د درېیمې مادې، ایم پي او -۳، له مخې شوی دی. د دوي د نظربندۍ موده ۳۰ ورځې ټاکل شوې ده.

 

د نظربندۍ په حکم کې چارواکو ویلي چې د دواړو ښځو په عامه ځایونو کې موجودیت د عامه نظم او امنیت لپاره د ستونزې سبب کېدی شي. چارواکو دا هم ویلي دي چې هغوي د ټولنیزو رسنیو او غونډو له لارې د پاکستان تحریک انصاف پلویان راټولوي. دا د حکومت دریځ دی او د دغو تورونو په اړه د دواړو خويندو خپل غبرګون تر اوسه مخې ته نه دی راغلی.

 

د عمران خان وکیل رانا مدثر ویلي دي، چې نورین نیازي او عظمیٰ خان د شپې شاوخوا دوه بجې کوټ لکهپت زندان ته انتقال شوې. په همدې زندان کې علیمه خان هم ساتل کېږي. په دې توګه د عمران خان درې واړه خويندې اوس د ۳۰ ورځو د نظربندۍ له حکمونو سره مخ دي.

 

علیمه خان د یکشنبې، سپتمبر ۲۰مې په لاهور کې نیول شوې وه. د لاهور ضلعي انتظامیې د هغې د نظربندۍ په حکم کې هم د عامه امنیت او نظم اندېښنې یادې کړې وې. پاکستان تحریک انصاف بیا د هغې نیول غندلي او دا اقدام یې د سپتمبر ۲۷مې له اعلان شوي احتجاج سره تړلی بللی دی.

 

پاکستان : اسلام اباد د پي ټي ایي د لانګ مارچ لپاره د ۲۳ زره ۵۰۰ پولیسو د غوښتنې پر راپورونو اختلاف
پاکستان : اسلام اباد د پي ټي ایي د لانګ مارچ لپاره د ۲۳ زره ۵۰۰ پولیسو د غوښتنې پر راپورونو اختلاف
عدالت د پاکستان تحریک انصاف د سپټمبر ۲۷مې پر احتجاجي لانګ مارچ محدودیتونه ولګول
عدالت د پاکستان تحریک انصاف د سپټمبر ۲۷مې پر احتجاجي لانګ مارچ محدودیتونه ولګول

 

د پاکستان تحریک انصاف مشر بېرسټر ګوهر علي خان ویلي دي، چې د سپتمبر ۲۷مې احتجاج به سوله‌ ییز او سیاسي وي او ګوند نه غواړي له حکومت سره تاوتریخوالی رامنځته شي. پاکستان تحریک انصاف د عمران خان د خوشي کېدو او د اساسي قانون د بالادستۍ په غوښتنه د اسلام‌ اباد پر لور د لاریون اعلان کړی دی.

 

راپورونه وايي، د علیمه خان دوه زامن، شېرشاه خان او شهریز خان، هم د لنډ وخت لپاره نیول شوي وو، خو وروسته خوشي شول. عمران خان دا مهال د راولپنډۍ په اډیاله زندان کې بندي دی. د هغه د ګوند د سپتمبر ۲۷مې د احتجاج له اعلان وروسته په اسلام‌ اباد، راولپنډۍ او پنجاب کې امنیتي تدابیر زیات شوي دي.