اسلام‌ اباد : د اسلام‌ اباد د ترهګرۍ ضد عدالت د ۲۰۲۴م کال د نومبر د ۲۶مې د احتجاج له قضیې سره تړلو د پاکستان تحریک انصاف د ۲۴ مشرانو او غړو د پاسپورټونو د بندولو حکم کړی دی. په دغو کسانو کې د خیبر پښتونخوا اعلا وزیر سهیل افریدی، د قامي اسمبلۍ پخوانی سپیکر اسد قیصر، عمر ایوب او جنید اکبر هم شامل دي.

 

د ترهګرۍ ضد عدالت قاضي ،ابوالحسنات محمد ذوالقرنین، د سپتمبر په ۱۴مه، د پلټنو د افسر په غوښتنه وفاقي تحقیقاتي ادارې، اېف ایي اې، ته امر کړی دی چې د دغو کسانو پاسپورټونه تر بل عدالتي حکم پورې بند کړي.

 

د پلټنو افسر عدالت ته ویلي دي چې ځینې تورن کسان عدالت ته نه دي حاضر شوي او ځینو نورو، چې لنډمهاله ضمانتونه یې ترلاسه کړي، د پلټنو په بهیر کې همکاري نه ده کړې. پولیسو ویلي، اندېښنه شته چې دغه کسان له عدالتي کارروایۍ څخه د ځان ساتلو لپاره له هېواده ووځي.

 

عدالت د پولیسو غوښتنه منلې او ویلي یې دي چې په قضیه کې پر نومول شویو کسانو جدي تورونه لګېدلي دي. دا تورونه تر اوسه په عدالت کې ثابت شوي نه دي.

 

دا قضیه د ۲۰۲۴م کال د نومبر د ۲۶مې د پي ټي ایي له احتجاج سره تړاو لري، چې د عمران خان د خوشي کولو لپاره په اسلام‌ اباد کې شوی و. د احتجاج پر مهال د پي ټي ایي د پلویانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ نښتې هم شوې وې او وروسته پولیسو د ګوند د یو شمېر مشرانو او کارکنانو پر ضد مقدمې درج کړې وې.