لاهور : د خېبر پښتونخوا اعلا وزیر سهیل افریدی وايي، په لاهور کې پولیسو «تښتولی» او وروسته یې له خپلو امنیتي ساتونکو پرته د سړک پر غاړه پرېښی دی. د پنجاب حکومت دا خبره رد کړې او وايي، افریدی په خپله د پولیسو ګاډي ته ورختلی و.

 

سهیل افریدي ،د سپتمبر په ۱۴مه، د لاهور په لکشمي چوک کې د پاکستان تحریک انصاف کارکنانو ته وویل، چې چارواکو هغه له ځان سره وړی و او وروسته یې د فشار له امله د سړک پر غاړه پرېښود. هغه دا پېښه د یو صوبايي اعلا وزیر د تښتولو هڅه وبلله.

 

خو د خیبر پښتونخوا د حکومت یو لوړپوړي چارواکي جیو نیوز ته ویلي، سهیل افریدی هغه وخت په خپله د پولیسو ګاډي ته ورختلی و چې پولیسو د پي ټي ایی یو شمېر کارکنان نیولي وو. د چارواکي په وینا، افریدي غوښتل چې نیول شوي کسان خوشي شي او تر هغه یې له ګاډي د کوزېدو نه انکار کاوه چې نور کارکنان پکې بند وو.

 

د پنجاب د اطلاعاتو وزیرې عظمی بخاري هم د افریدي د تښتولو خبره رد کړې ده. هغې یوه ویډیو خپره کړې چې سهیل افریدی پکې د پولیسو ګاډي ته په خپله د ورختلو په حال کې ښکاري. په ویډیو کې وروسته یو کس له هغه غواړي چې له ګاډي کوز شي، خو افریدی انکار کوي.

 

عظمی بخاري وايي، د پي ټي ایي کارکنان د پولیسو د ګاډي شاوخوا راټول شول او ډرېور د حالاتو له امله ګاډی له هغه ځایه روان کړ. د هغې په وینا، ګاډی لږ وړاندې ودرېد او افریدی ترې کوز شو.

 

د خیبر پښتونخوا د اطلاعاتو وزیر شفیع جان بیا د سهیل افریدي ملاتړ کړی او ویلي یې دي چې د پنجاب پولیسو د اعلا وزیر د تښتولو هڅه کړې او هغه یې له خپلو امنیتي ساتونکو جلا کړی و.

 

د پېښې په اړه خپرې شوې ویډیوګانې ښيي چې سهیل افریدی په خپله د پولیسو ګاډي ته ورخېژي. خو دا چې وروسته پولیسو هغه د خپلې خوښې خلاف له ځان سره وړی او چرته یې کوز کړی، په دې اړه د پنجاب او خیبر پښتونخوا د حکومتونو خبرې سره توپیر لري.

 

تر اوسه داسې خپلواک شواهد نه دي خپاره شوي چې د سهیل افریدي د «تښتولو» دعوه تایید کړي.