د افغانستان اوسنیو واکمنانو تر واکمنېدو مخکې، په قطر کې د مذاکراتو پر مهال افغان ولس او نړیوالې ټولنې ته داسې تاثر ورکاوه چې ګواکې دوي د تېرو تجربو څخه زده‌ کړه کړې ده، په فکر او تګلاره کې یې بدلون راغلی او غواړي د عدالت، زغم، مسوولیت او د ټولو افغانانو د حقونو پر بنسټ حکومت وکړي. خو د تېرو نږدې پنځو کلونو عملي تجربه باید اوس نور په خبرو او شعارونو نه، بلکې په کړنو او پایلو وارزول شي.

 

د هر نظام د ثبات او بقا لومړنی بنسټ عدالت دی. هېڅ حکومت یوازې په زور، فرمان او وېره د اوږدې مودې لپاره نه شي ټینګېدی. هلته چې خلک د خپل حق د ترلاسه کولو لپاره د محکمو او ادارو تر دروازو سرګردانه وي، سم او بې‌ طرفه قضاوت ته لاسرسی ستونزمن وي او د مظلوم فریاد په وخت نه اورېدل کېږي، هلته د ولس باور ورو ورو کمېږي.

 

عدالت هغه وخت معنا پیدا کوي چې قانون پر زورور او کمزوري، چارواکي او عادي وګړي یو شان تطبیق شي. د خلکو شکایتونو ته جدي رسېدنه، د قضايي نظام اصلاح او د واک د ناوړه استعمال مخنیوی باید د هرې واکمنې ادارې له مهمو لومړیتوبونو څخه وي.

 

د طالبانو د واک پنځه کاله ؛ امنیت ښه شوی، خو اقتصاد، تعلیم او د ښځو ژوند له ژور بحران سره مخ دی
د طالبانو د واک پنځه کاله ؛ امنیت ښه شوی، خو اقتصاد، تعلیم او د ښځو ژوند له ژور بحران سره مخ دی
افغانستان کې نږدې نیمایي ځوانې ښځې تر ۱۸ کلنۍ مخکې واده شوې : تازه راپور
افغانستان کې نږدې نیمایي ځوانې ښځې تر ۱۸ کلنۍ مخکې واده شوې : تازه راپور

 

د افغانستان له تر ټولو جدي مسئلو څخه یوه د نجونو د تعلیم او عصري زده‌ کړو موضوع ده. تعلیم د افغان هلک او نجلۍ حق دی او د یو هېواد د راتلونکي بنسټ جوړوي. په داسې وخت کې چې نړۍ د طب، انجینرۍ، اقتصاد، ساینس، مصنوعي ځیرکتیا او نوې ټکنالوژۍ په ډګرونو کې په چټکۍ مخته روانه ده، د افغانستان د میلیونونو نجونو د زده‌ کړو محدودول په عملي توګه د هېواد د نیمایي بشري ځواک ظرفیت ضایع کول دي.

 

افغانستان په ناپوهۍ نه، بلکې په علم، تخصص، قلم او روزل شوي نسل ابادېدی شي. هغه ټولنه چې خپل نیم نفوس له زده‌ کړو او مسلکي پرمختګ څخه محروم کړي، نه شي کولی له نړۍ سره په علمي، اقتصادي او ټولنیز پرمختګ کي سیالي وکړي.

 

له دې سره تړلې بله لویه اندېښنه د افغانستان د علمي او مسلکي پانګې له لاسه ورکول دي. ډاکټران، انجینران، استادان، متخصصین، مسلکي مامورین، لوستي ځوانان او ښځې د افغانستان اصلي بشري سرمایه ده. که دا کسان بې‌ کاره، ګواښل، تحقیر یا له وطنه وتلو ته اړ شي، زیان یې یوازې یوې کورنۍ یا یوې ډلې ته نه رسېږي؛ ټول افغانستان خپل کلونه کلونه روزل شوی ظرفیت له لاسه ورکوي.

 

افغانستان : ۵۶ هېوادونو له طالبانو د ښځو پر ضد د محدودیتونو د ختمولو غوښتنه وکړه
افغانستان : ۵۶ هېوادونو له طالبانو د ښځو پر ضد د محدودیتونو د ختمولو غوښتنه وکړه
محبوبه سراج : د افغان ښځو د مرستې لپاره مې نورې ټولې لارې تړل شوې دي
محبوبه سراج : د افغان ښځو د مرستې لپاره مې نورې ټولې لارې تړل شوې دي

 

یو مسوول نظام باید متخصصین وساتي، د وړتیا درناوی وکړي او د هر افغان له علم، تجربې او مسلکي وړتیا څخه د هېواد د ابادۍ لپاره کار واخلي. حکومتونه هغه وخت پیاوړي کېږي چې د وفادارۍ پر ځای وړتیا او د چاپلوسۍ پر ځای مسلک ته ارزښت ورکړي.

 

په همدې ډول، د تهمت، سپکاوي، شخصیت وژنې او چاپلوسۍ فرهنګ د ټولنې او حکومت دواړو لپاره زیانمن دی. په هره سالمه ټولنه کې اختلاف، نقد او د نظر توپیر طبیعي دی؛ خو دروغ، بې‌ بنسټه تورونه، ښکنځل او د خلکو د عزت سپکاوی نه سالم سیاست دی او نه له اسلامي او افغاني اخلاقو سره سمون لري.

 

په ځانګړې توګه، واکمنه اداره باید د هغو کسانو مخه ونیسي چې د نورو د بدنامولو، تحقیر او شخصیت وژنې له لارې ځان واک ته نږدې کوي. چاپلوسان ممکن د واکمنانو د خوښې خبرې وکړي، خو په حقیقت کې هغوي له واقعیتونو لیرې کوي او د ولس او حکومت ترمنځ فاصله زیاتوي.

 

د افغانستان د تاریخ یوه مهمه تجربه دا ده چې د یو نظام تر ټولو لوي خطر تل وسله‌ وال مخالف نه وي. کله ناکله بې‌ عدالتي، بې‌ ځایه غرور، د خلکو د شکایتونو نه اورېدل، د نقد نه زغمل، د وړ کسانو څنډې ته کول، د چاپلوسانو تشویقول او د ولس له عزت سره لوبې یو نظام له دننه دومره کمزوری کوي چې مخالف یې په زور هم نه شي کمزوری کولی.

 

اوچا وایي په افغانستان کې د میندو د مړیني شمېره لا هم د نړۍ تر ټولو لوړه ده
اوچا وایي په افغانستان کې د میندو د مړیني شمېره لا هم د نړۍ تر ټولو لوړه ده
ملګري ملتونه : افغانستان د لوږې له سخت بحران سره مخ دی، نړۍ ترې سترګې اړوي
ملګري ملتونه : افغانستان د لوږې له سخت بحران سره مخ دی، نړۍ ترې سترګې اړوي

 

د خلکو چوپتیا هم باید د رضایت په معنا تعبیر نه شي. خلک ویني، قضاوت کوي او تاریخ هر څه ثبتوي. د ولس د خاموشۍ تر شا ډېر وخت وېره، بې‌ وسۍ او د مناسب فرصت انتظار هم پروت وي. افغان ولس هم باید د اشخاصو، احساساتي شعارونو او تبلیغاتو پر ځای عمل او نتیجه د قضاوت معیار وګرځوي.

 

اصلي پوښتنه باید دا وي چې عدالت څومره تأمین شوی؟ د خلکو عزت څومره خوندي دی؟ نجونې ولې له زده‌ کړو محرومې دي؟ متخصصین او لوستي ځوانان ولې وطن پرېږدي؟ خلک خپل قانوني حق په اسانه ترلاسه کولی شي که نه؟ او افغانستان د علم، اقتصاد او پرمختګ له نړۍ سره نږدې کېږي که ترې لیرې کېږي؟

 

دا خبرې د جګړې، انتقام او د افغان پر وړاندې د افغان د درولو غوښتنه نه ده. دا د اصلاح، عدالت، تعلیم، ملي تفاهم او د هېواد د راتلونکي د ژغورلو غوښتنه ده. افغانستان نورې جګړې ته اړتیا نه لري؛ افغانستان عدالت، قانون، علم، ملي فکر، زغم، مشورې او د خلکو د باور بیا رغولو ته اړتیا لري.

 

اوس هم د اصلاح فرصت شته. د زور، انحصار او بې‌ ځایه غرور پر ځای باید د عقل، عدالت، علم، زغم او ملي تفاهم لاره غوره شي. د خلکو مشروع غوښتنې باید واورېدل شي، د نجونو پر مخ د تعلیم دروازې پرانیستل شي، د هېواد له مسلکي او علمي کادرونو څخه استفاده وشي، د خلکو عزت خوندي شي او قانون پر ټولو یو شان تطبیق شي.

 

طالبانو په افغانستان کې پر هر ډول احتجاجي مظاهرو او د عکسونو او ویډیوګانو پر جوړولو بندیز ولګاوه
طالبانو په افغانستان کې پر هر ډول احتجاجي مظاهرو او د عکسونو او ویډیوګانو پر جوړولو بندیز ولګاوه

 

افغانستان د یوې ډلې شخصي ملکیت نه دی؛ افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی. د دې کور راتلونکی باید د یو فکر، یوې ډلې او لنډمهالو سیاسي غوښتنو قرباني نه شي.

 

قدرت تلپاتې نه دی؛ خو د خلکو قضاوت، د ملت حافظه او د تاریخ حساب پاتې کېږي.