کابل : د طالبانو د بیا واکمنېدو د پنځم کال په مناسبت، د ملګرو ملتونو د ۵۶ غړو هېوادونو یوې ډلې د اروپايي ټولنې په ګډون له طالبانو غوښتي دي چې د افغان ښځو او نجونو پر تعلیم، کار او په عامه ژوند کې پر ګډون لګېدلي محدودیتونه ختم کړي.

په ګډ بیان کې د طالبانو د هغو تګلارو په اړه ژوره اندېښنه څرګنده شوې ده چې په تېرو پنځو کلونو کې یې د ښځو او نجونو پر حقونو محدودیتونه پراخ کړي دي.

د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې له سلو زیات فرمانونه او مقررات صادر شوي چې د ښځو پر تعلیم، کار، تګ راتګ او په ټولنیز ژوند کې پر ګډون اغېز کوي.

افغانستان اوس هم په نړۍ کې یوازینی هېواد دی چې نجونې پکې له شپږم ټولګي پورته له زده کړو محرومې دي او ښځې پوهنتونونو ته نه شي تللی.

د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې په یو تازه ارزونه کې ویلي دي چې د محدودیتونو له امله ګڼې افغان ښځې له ټولنیز ژوند څخه منزوي شوې دي او نږدې نیمایي سروې شوې ښځې په میاشت کې یوازې یو یا دوه ځله له کوره وځي.

د ۵۶ هېوادونو په ګډ بیان کې له طالبانو غوښتل شوي دي چې د ښځو او نجونو پر وړاندې تبعیضي قوانین او محدودیتونه لغوه کړي او د افغانستان د نړیوالو بشري حقونو مکلفیتونو ته درناوی وکړي.

پاکستان، ایران، چین او روسیه د دې ګډ بیان په ملاتړ کوونکو هېوادونو کې نه دي شامل شوي. دا مسئله ښيي چې د طالبانو د حکومت او له کابل سره د تعامل د څرنګوالي په اړه د نړیوالې ټولنې دریځ لا هم یو شان نه دی.

روسیې تر دې مخکې د طالبانو حکومت په رسمیت پېژندلی، په داسې حال کې چې یو شمېر نورو هېوادونو له طالبانو سره سیاسي او اقتصادي اړیکې پراخې کړې دي، خو د ښځو پر حقونو محدودیتونه د پراخ نړیوال رسمیت پر وړاندې له مهمو خنډونو څخه بلل کېږي.

طالبانو بیا په وار وار ویلي دي چې د ښځو حقونه د دوي د اسلامي شریعت د تعبیر په چوکاټ کې خوندي دي او د دې موضوع په اړه یې نړیوالې نیوکې رد کړې دي.