کابل : د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام ،د اګست په ۱۹مه، خبرداری ورکړی دی چې په افغانستان کې د مرستو سخت کمښت، وچکالۍ، طبیعي افتونو، اقتصادي ستونزو او د خوراکي موادو د رسولو د لارو خنډونو د لوږې او خوارځواکۍ بحران لا پسې سخت کړی دی.
د خوړو نړیوال پروګرام وايي، چې په ۲۰۲۶م کال کې نږدې ۳.۷ میلیونه ماشومان د سختې خوارځواکۍ له خطر سره مخ دي او شاوخوا ۱.۲ میلیونه امیندواره او شیدې ورکوونکې ښځې هم د خوارځواکۍ له ستونزې سره مخ کېدی شي. د ادارې په وینا، په ۱۲ ولایتونو کې د ماشومانو د خوارځواکۍ کچه بحراني حد ته رسېدلې ده چې تر اوسه ثبت شوې تر ټولو لوړه شمېره ده.
په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام مشر ،جان ایلیف، چې په روانه اونۍ کې هرات ته تللی و، وايي چې په یو روغتیايي مرکز کې یې ګڼې میندې ولیدې چې خپل په سخته خوارځواکۍ اخته ماشومان یې د علاج لپاره راوستي وو. هغه وویل، چې په دهلیزونو کې ناست ډېر ماشومان دومره کمزوري وو چې د ځینو د ژوندي پاتې کېدو په اړه جدي اندېښنه موجوده وه.
ایلیف وايي، چې د مرستو د کمېدو له امله د دوي مرکزونه د خوراکي مرستو له سخت کمښت سره مخ دي او کارکوونکي اړ کېږي ځینو هغو کورنیو ته تش لاس ځواب ورکړي چې د مرستې په تمه ورځي.
د خوړو نړیوال پروګرام د اګست پر څلورمه هم ویلي وو چې د مالي مرستو کمښت اړ کړي دي چې د ژوند ژغورونکو خوراکي او غذایي پروګرامونو اندازه راکمه کړي، حال دا چې د جولایۍ او اکتوبر ترمنځ په افغانستان کې د ماشومانو د خوارځواکۍ خطر عموماً تر ټولو لوړې کچې ته رسېږي.
د ادارې د معلوماتو له مخې، په ۲۰۲۵م کال کې د بشري مرستو د کمېدو له امله ۱۴۲ روغتیايي مرکزونه تړل شوي وو او له ۱۳ زرو زیات ماشومان د خوارځواکۍ له علاج څخه پاتې شوي وو. د خوړو نړیوال پروګرام وايي، چې په افغانستان کې روان بحران یوازې د خوراکي توکو د کمښت نتیجه نه ده؛ بې روزګاري، د خوراکي شیانو لوړې بیې، وچکالي، ناروغۍ، د پاکو اوبو ستونزې، طبیعي افتونه او د بشري مرستو کمېدل یې هم مهم لاملونه دي.
د پاکستان او افغانستان ترمنځ د لارې اوږده بندېدل او په منځني ختیځ کې جګړو هم د ځانګړو غذایي موادو رسونه اغېزمنه کړې ده. د ملګرو ملتونو په وینا، د رسد د دغو ستونزو له امله نږدې یو میلیون میندې او ماشومان د څو میاشتو لپاره له اړینو غذایي مرستو بې برخې پاتې شوي وو.
د خوړو نړیوال پروګرام په خپلو تازه معلوماتو کې وايي، چې افغانستان اوس هم د نړۍ د لوږې له تر ټولو سختو بحرانونو څخه له یو سره مخ دی او په ۲۰۲۶م کال کې ۴.۹ میلیونه ښځې او ماشومان د خوارځواکۍ د علاج اړتیا لرلی شي. اداره وايي، چې د خپلو بیړنیو عملیاتو د دوام لپاره تر جنورۍ ۲۰۲۷م پورې ۵۴۰ میلیونه ډالرو ته سمدستي اړتیا لري. د بودجې کمښت له امله د خوراکي مرستو ځینې پروګرامونه لا دمخه محدود شوي دي.
جان ایلیف وايي، چې د نړیوالې ټولنې لپاره باید دا د منلو وړ نه وي چې دومره مالي مرسته هم پیدا نه شي چې په سخته خوارځواکۍ اخته ماشومان له مرګه وژغورل شي. نوموړي خبرداری ورکړی دی چې که نړیوالې مرستې زر زیاتې نه شي، د افغانستان د ماشومانو د خوارځواکۍ او مړینې بحران به نور هم پراخ شي.


شال نیوز