د پاکستان له لارې د ملګرو ملتونو د خوړو نړيوال پروګرام (ډبليو اېف پي) د بشري مرستو خوراکي توکي د تورخم پولې له لارې افغانستان ته ولېږدول شول.
د سرچينو په وينا، له اړوندو ادارو څخه د ټولو قانوني اجازو او ګمرکي چارو تر بشپړېدو وروسته، د خوراکي مرستو بار وړونکي کانټينرونه او نور مال وړونکي ګاډي ،د جولایۍ په ۱۴مه، د تورخم له صفر نقطې واوښتل او د افغانستان پر لور روان شول.
ترانسپورټي سرچيني وايي، چې د اړينو تصفياتو او رسمي اجازو له ترلاسه کېدو وروسته د مرستو د لېږد بهير پېل شو او د خوړو دغه کاروان په برياليتوب افغانستان ته داخل شو.
د سرچينو په وينا، دا مرستې د بشري خواخوږۍ پر بنسټ لېږدول کېږي، څو اړمنو افغانانو ته خوراکي توکي پر وخت ورسېږي.
د يادونې وړ ده چې د ملګرو ملتونو د خوړو نړيوال پروګرام په وروستيو مياشتو کې څو ځله خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې ميليونونه کسان لا هم د خوراکي ناامنۍ له سخت ګواښ سره مخ دي او د نړيوالو بشري مرستو دوام د هغوي لپاره حياتي ارزښت لري.


امان علي شینواری