ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی دی چې په افغانستان کې د ناامنۍ او د خوړو د کمښت له امله تر پنځو کلونو کم عمره شاوخوا درې اعشاریه اووه میلیونه ماشومان د خوارځواکۍ له جدي خطر سره مخ دي.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونېسف) په خپل نوي راپور، «ډېر لږ، ډېر ناوخته؛ په افغانستان کې د کوچنیانو د خوړو بحران» کې د لومړي ځل لپاره په پراخه کچه د ماشومانو د خوارځواکۍ او د ژوند په لومړیو کلونو کې د هغوي د خوړو وضعیت په ګډه ارزولی دی.
د راپور له مخې، د خوړو د ډولونو کمښت، ماشومانو ته د اړتیا وړ خوړو نه رسېدل، د خوړو د وختونو ګډوډي او لوږه هغه مهمې نښې دي چې د ماشومانو د تغذیې د خرابېدو او د خوارځواکۍ د زیاتېدو خبرداری ورکوي.
یونېسف وايي، افغانستان اوس د خوارځواکۍ د زیاتېدو له موسمي پړاو سره مخ دی. د تغذیې د څارنې وروستي معلومات ښيي چې د ۲۰۲۵م کال په پرتله د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې د ۲۶ ولایتونو د ماشومانو د خوارځواکۍ وضعیت نور هم خراب شوی دی.
د راپور پر بنسټ، تر دوو کلونو کم عمره ماشومان تر ټولو ډېر زیانمن شوي دي. د شدیدې حادې خوارځواکۍ ۸۳ سلنه او د منځنۍ کچې حادې خوارځواکۍ ۷۷ سلنه پېښې په همدې عمر لرونکو ماشومانو کې ثبت شوې دي.
په افغانستان کې د یونېسف استازي، تاجالدین اویوال، ویلي دي چې افغان ماشومان لا د خوارځواکۍ د موسم له رسمي پېل مخکې د خوارځواکۍ پر لور ټېل وهل کېږي. د هغه په وینا، نوي معلومات مرسته کوي چې د ماشومانو تر شدیدې خوارځواکۍ مخکې اړین اقدامات ترسره شي.
یونېسف ټینګار کړی چې د افغانستان د خوارځواکۍ بحران یوازې د تغذیې د خدمتونو په پراخولو نه حل کېږي، بلکې ناروغۍ، د واکسین ټیټه کچه، د پاکو اوبو نشتوالی، محدود روغتیايي خدمتونه او د بشري مرستو د تمویل او اکمالاتو ستونزې هم د ماشومانو د خوارځواکۍ مهم لاملونه دي.
ملګرو ملتونو له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د ماشومانو د خوړو د خوندیتوب او د خوارځواکۍ د مخنیوي لپاره خپلې بېړنۍ مرستې او پانګونه زیاته کړي. یونېسف سپارښتنه کړې چې د شپږو تر ۲۳ میاشتو عمر لرونکو ماشومانو ته ځانګړې پاملرنه وشي، د مخنیوي تغذیوي خدمتونه پراخ شي او د روغتیا، پاکو اوبو، زده کړو او ټولنیز ملاتړ برخې په ګډه د ماشومانو د تغذیې د ښه والي لپاره کار وکړي.
یونېسف خبرداری ورکړی دی چې د خوارځواکۍ د زیاتېدو موسم د رارسېدو په حال کې دی او د اقدام لپاره وخت محدود دی. د ادارې په وینا، که بېړني او اغېزمن اقدامات ونه شي، زرګونه ماشومان به د ژوند ګواښوونکې خوارځواکۍ له خطر سره مخ شي.


شال نیوز