ملګرو ملتونو ویلي دي، چې په افغانستان کې نږدې ۶۵ سلنه خلک له څو اړخیزې بې‌ وزلۍ سره مخ دي او د کار محدود فرصتونه، اقتصادي ستونزې او د راتلونکي په اړه ناڅرګند وضعیت د هغو افغانانو لپاره سترې ننګونې دي ،چې له ګاونډیو هېوادونو بېرته خپل هېواد ته راستانه شوي دي.

 

د ملګرو ملتونو د بشري مېشت ځایونو ادارې (یو این هبیتات) ،د جولایۍ په ۵مه، د هرات ولایت د زنده جان ولسوالۍ د ۳۲ کلن عیدي محمد کیسه خپره کړې، چې د ۲۰۲۱م کال وروسته یې د بېکارۍ له امله له خپلې کورنۍ سره ایران ته کډه کړې وه.

 

د راپور له مخې، عیدي محمد په ایران کې د ودانیزو چارو په برخه کې کار کاوه او هره ورځ یې شاوخوا شپږ امریکايي ډالره عاید ترلاسه کاوه. هغه خپله اته کلنه لور هم ښوونځي ته شامله کړې وه، خو د ایران د افغان کډوالو د بېرته ستنولو د پالیسۍ له امله اړ شو چې بېرته افغانستان ته ستون شي.

 

ملګري ملتونه وايي، یوازې په ۲۰۲۵م کال کې شاوخوا ۲.۸ میلیونه افغانان له ایران او پاکستان څخه بېرته افغانستان ته راستانه شوي دي، چې ډېر یې د سرپناه، کار او لومړنیو خدماتو له جدي ستونزو سره مخ دي.

 

د راپور له مخې، عیدي محمد له خپلې کورنۍ سره د اسلام‌ کلا له لارې هرات ته ستون شو، خو د ۲۰۲۳م کال زلزلو د هغه د پلار د خټو کور ویجاړ کړی و او کورنۍ یې د استوګنې له سخت بحران سره مخ وه.

 

وروسته نوموړی د جاپان د نړیوالې همکارۍ ادارې (جایکا) په مالي ملاتړ د ملګرو ملتونو د “د کار په بدل کې نغدي مرستې” پروګرام کې شامل شو. هغه د ۴۴ ورځو لپاره د اوبو لګولو د کانالونو پاکولو او د کلیوالو لارو د هوارولو په پروژو کې کار وکړ او په بدل کې یې ۱۵ زره او ۴۰۰ افغانۍ ترلاسه کړې، چې د ورځې نږدې پنځه امریکايي ډالر جوړېږي.

 

یو این هبیتات وايي، د دغه ډول پروګرامونو موخه یوازې لنډمهالي عاید برابرول نه دي، بلکې راستنېدونکو ته دا زمینه هم برابروي چې د خپلو سیمو په بیارغونه کې برخه واخلي، له خپلې ټولنې سره بېرته اړیکې ټینګې کړي او د عادي ژوند د بیا پېل لپاره چمتو شي.

 

عیدي محمد ویلي، که څه هم دا مرسته لنډمهاله وه، خو ده او کورنۍ ته یې د ژوند د دوام او راتلونکي لپاره نوې هیله ورکړه. هغه وايي، اوس هم هڅه کوي د خپلې کورنۍ د دایمي ملاتړ لپاره د کار مناسب فرصت ومومي.