کابل : د افغانستان د ښځو د حقونو مشهوره فعاله ،محبوبه سراج، وايي چې تر کلونو هڅو وروسته اوس داسې حالت ته رسېدلې چې له هغو ښځو سره هم مرسته نه شي کولی چې له تاوتریخوالي، ځورونې او نورو سختو حالاتو سره مخ دي.

سراج دا څرګندونې ،د اګست پر ۱۳مه، د سي اېن اېن د «امانپور» په خپرونه کې په تازه مرکه کې کړې دي. نوموړې له تېرو پنځو کلونو راهیسې، د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، په کابل کې پاتې شوې او د ښځو د حقونو لپاره یې خپل کار ته دوام ورکړی دی.

محبوبه سراج وویل، چې د ښځو لپاره یې د خوندي کورونو کار په ۲۰۰۳م کال کې په کابل کې پېل کړی و. دغه مرکزونه د هغو ښځو لپاره وو چې له کورني تاوتریخوالي، جبري ودونو، ځورونې او نورو خطرونو سره مخ وې او خوندي ځای ته یې اړتیا لرله.

هغې وویل، چې دغه فعالیت تر ۲۰۲۵م کال پورې روان و، خو د همدې کال په دسمبر کې یې وروستی خوندي کور په زور وتړل شو. د هغې په وینا، له هغې ورځې وروسته نور داسې مرکز نه لري چې زیانمنې ښځې پکې وساتي او مرسته ورسره وکړي.

سراج وویل، چې په کابل کې د پاتې کېدو یو مهم دلیل یې همدا و چې غوښتل یې له افغان ښځو سره مرسته وکړي، خو اوس دغه امکان ترې اخیستل شوی دی. هغې وویل، چې نور نه شي کولی هغو ښځو ته ورسېږي چې مخکې یې مرسته ورسره کوله، ځکه د هغې په وینا، چارواکي ورته د دغه فعالیت اجازه نه ورکوي.

د سراج له خبرو څرګندېږي چې د ښځو د خوندي کورونو تړل یوازې د یوې ادارې د فعالیت ختمېدل نه دي، بلکې د هغو ښځو لپاره د پناه د یوې مهمې لارې بندېدل هم دي چې په کور یا ټولنه کې له تاوتریخوالي سره مخ کېږي.

هغې د افغانستان د ښځو اوسنی وضعیت له ژورو محدودیتونو سره تړلی وباله او ویې ویل، چې ښځې د تعلیم او کار ترڅنګ د ټولنیز ژوند په ګڼو برخو کې هم له بندیزونو سره مخ دي. سراج وویل، چې د طالبانو له بیا راتګ وروسته د ښځو په اړه هغه هیلې چې وضعیت به ورو ورو ښه شي، عملي نه شوې.

نوموړې وویل، چې په تېرو کلونو کې یې هڅه کړې ده چې په افغانستان کې پاتې شي، د خبرو او اړیکو له لارې د ښځو لپاره د کار یوه لاره وساتي او خلکو ته خدمت وکړي، خو اوس وضعیت داسې مرحلې ته رسېدلی دی چې د هغې د کار اصلي مقصد تقریباً له منځه تللی دی.

د مرکې یوه مهمه برخه د محبوبه سراج د خپل راتلونکي په اړه وه. هغې ویلي، اوس له افغانستانه د وتلو په اړه هم فکر کوي.

سراج څرګنده کړه چې د افغانستان پرېښودل ورته اسانه پرېکړه نه ده، ځکه د ژوند یوه لویه برخه یې د افغان ښځو د ملاتړ لپاره تېره کړې، خو که د ښځو لپاره هېڅ کار نه شي کولی، نو په کابل کې یې د پاتې کېدو هدف هم تر پوښتنې لاندې راځي.

د هغې د مرکې اساسي پیغام دا و چې د افغان ښځو ستونزه یوازې د نجونو د ښوونځیو او پوهنتونونو تر تړلو محدوده نه ده؛ ښځې چې له کورني تاوتریخوالي او ځورونې سره مخ کېږي، د خوندي پناه او مرستې امکانات یې هم په سختۍ محدود شوي دي.

محبوبه سراج له هغو لږ شمېر پېژندل شوو ښځینه فعالانو څخه ده چې د ۲۰۲۱م کال په اګست کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته یې افغانستان پرې نه ښود او په کابل کې یې خپل فعالیت ته دوام ورکړ.

د هغې تازه څرګندونې دا پوښتنه راپورته کوي چې که د ښځو لپاره د خوندي کورونو او ورته مرستندویه ادارو فعالیت ممکن نه وي، نو هغه ښځې چې له کورني تاوتریخوالي یا نورو خطرونو سره مخ دي، د خوندي پناه او مرستې لپاره به کوم ځای ته ورځي.

دا مرکه د طالبانو د بیا واکمنېدو د پنځمې کلیزې په درشل کې خپره شوې ده.