سوات (شال نیوز) : د پاکستان تحریک انصاف مشر بیرسټر ګوهر علي خان وايي، حکومت لا هم وخت لري او که له عمران خان سره د ملاقات اجازه ملاو شي، خبرې مخته تللی شي.

 

بیرسټر ګوهر په سوات کي له خبریالانو سره په خبرو کي وویل، له حکومت سره په مذاکراتو کي ځنډ د حکومت د رویې له امله راغلی او د ده په وینا، حکومت په خبرو کي لازم نرمښت نه دی ښودلی.

 

هغه وویل، د خېبر پښتونخوا اعلا وزیر سهیل افریدي د مذاکراتو له ځنډ سره هېڅ تړاو نه لري. د هغه په وینا، که له عمران خان سره یې ملاقات وشي، دوی کولای شي خبرې مخته یوسي.

 

بیرسټر ګوهر وویل، په خېبر پښتونخوا کي د وسله والو د تشدد د مخنیوي لپاره هڅې روانې دي، خو مرکزي حکومت په دې برخه کي خپله ونډه نه ترسره کوي. هغه وویل، د حکومت له خوا د اعلان شوو لس اربه روپیو څخه تر اوسه څه نه دي ورکړل شوي.

 

نوموړي وویل، تحریک انصاف د امنیت په اړه ټول ګوندي کانفرنس رابللی و چې ۲۲ سیاسي ګوندونو پکي ګډون کړی او ګډه اعلامیه یې خپره کړې وه.

 

بیرسټر ګوهر وویل، له حکومت سره مذاکرات او د تحریک انصاف نورې سیاسي مسئلې باید د وسله والو د تشدد له موضوع جلا وساتل شي.

 

هغه زیاته کړه چې د تحریک انصاف پرلت به روان وي. د ده په وینا، پرلت له خېبر پښتونخوا پیل شوی او که اسلام‌اباد ته یووړل شي، د هېواد له نورو برخو به هم د ګوند کارکنان پکي ګډون وکړي.

 

بیرسټر ګوهر دا هم وویل چې د تحریک انصاف د قومي او صوبايي اسمبلیو ځینې غړي لادرکه شوي دي او د هغوی د موندلو غوښتنه یې وکړه.