مسکو (شال نیوز) : د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ اتمه غونډه د افغان او پاکستاني پلاوو ترمنځ د اختلاف له امله له ګډې اعلامیې پرته پای ته ورسېده.
د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف د غونډې له پای وروسته خبریالانو ته وویل، د وروستۍ ګډې اعلامیې د متن پر جوړولو د افغانستان او پاکستان د استازو ترمنځ اختلاف رامنځته شو او ګډونوال ونه توانېدل چې پر وروستي سند سلا شي.
کابلوف وویل، افغان پلاوي د اعلامیې له هغو عبارتونو سره مخالفت وکړ چې افغانستان پکې په وار وار د ترهګرۍ په تړاو یاد شوی و.
د هغه په وینا، ورته عبارتونه د مسکو فارمټ د تېرې غونډې په اعلامیه کې هم موجود وو، خو افغان پلاوي ویلي چې له هغه وخت راهیسې له پاکستان سره په اړیکو کې حالات بدل شوي او دا ځل ورته عبارتونه ورته د منلو وړ نه دي.
کابلوف وویل، مسکو فارمټ به له ګډې اعلامیې پرته هم خپل کار ته دوام ورکړي. د هغه په وینا، دا غونډه د افغانستان او پاکستان د دوه اړخیزو اختلافونو د حل لپاره نه، بلکې د افغانستان په اړه د سیمې د هېوادونو د همغږۍ لپاره جوړه شوې ده.
په غونډه کې د افغانستان، پاکستان، روسیې، چین، هند، ایران، قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان او ازبکستان استازو ګډون کړی و، بلاروس او مصر د مېلمنو په توګه وربلل شوي وو.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف هم غونډې ته وینا وکړه، په داسې حال کې چې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د افغان پلاوي مشري کوله. د پاکستان پلاوی د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق په مشرۍ غونډې ته تللی و.
کابلوف وویل، د غونډې ګډونوالو له افغانستان او پاکستانه وغوښتل چې د یو بل پر ضد له پوځي اقداماتو ډډه وکړي، ځکه د جګړې او بریدونو زیان تر ټولو ډېر ملکي خلکو ته رسېږي. هغه وویل، ګډونوالو د کابل او اسلاماباد ترمنځ د ستونزو د سیاسي او ډیپلوماتیک حل ملاتړ کړی دی.
روسیې هم ویلي، که افغانستان او پاکستان دواړه غوښتنه وکړي، مسکو چمتو دی چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د روان کړکېچ په کمولو کې مرسته وکړي. کابلوف وویل، روسیه دا مرسته په یوازې ځان یا له نورو سیمهییزو شریکانو سره یو ځای کولای شي، خو شرط یې دا دی چې دواړه خواوې یې غوښتنه وکړي.
د کابل او اسلاماباد ترمنځ اړیکې په وروستیو میاشتو کې د سرحدي نښتو، په افغانستان کې د پاکستان د هوايي بریدونو او په افغانستان کې د پاکستاني وسله والو د موجودیت په اړه د اسلاماباد د تورونو له امله ترینګلې شوې دي. د طالبانو حکومت د پاکستان تورونه ردوي او وايي، ستونزې باید د خبرو له لارې حل شي.


شال نیوز