کوهاټ (شال نیوز) : د پاکستان تحریک انصاف د لانګ مارچ کاروان د دویمې ورځې په پای کې د کوهاټ ضلعې لاچي سیمې ته رسېدلی او ټاکل شوې چې نن شپه په کوهاټ کې پاتې شي.
د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، د خیبر پښتونخوا د اعلا وزیر محمد سهیل افریدي په مشرۍ دغه کاروان ،د اکتوبر په ۵مه، کرک له جیل چوک څخه حرکت کړی او د کوهاټ لاچي ته رسېدلی دی.
په کاروان کې د ګوند د پلویانو ترڅنګ د بېلابېلو سیمو خلک، ځوانان او د ژوند د بېلابېلو برخو کسان شامل دي. د معلوماتو له مخې، د کاروان ګډونوال د پاکستان او تحریک انصاف بیرغونه له ځان سره لري.
اعلا وزیر محمد سهیل افریدي لاچي ته د کاروان د رسېدو پر مهال د وینا پر مهال د کوهاټ له خلکو د ښه استقبال له امله مننه کړې ده.
هغه ویلي چې سبا ،د اکتوبر په ۶مه، به د کوهاټ خلک په پراخه کچه د کاروان برخه شي او د ماسپښین په درې بجې به د کوهاټ پوهنتون څلورلارې، چې د انډس هایوې پر صفر نقطه ده، څخه پېښور ته سفر پېل کړي.
ښاغلي افریدي ویلي: «زه د عمران خان سپاهی یم» او زیاته کړې یې ده چې د نړۍ ټول ځواکونه هم نه شي کولی هغه ووېروي.
د خیبر پښتونخوا اعلا وزیر خپلو پلویانو ته ویلي چې مبارزه یې اوږده ده او باید ستړي نه شي. هغه د اکتوبر له اتمې نېټې څخه د «ټي ټوینټي» د پېل کېدو یادونه هم کړې، خو د دې خبرې نور جزیات یې نه دي ورکړي.
افریدي له کوهاټ څخه غوښتي چې په سبا ورځ په پراخه کچه د کاروان برخه شي او ویلي یې دي چې د دې سفر له لارې به دا پیغام ورسول شي چې «خیبر پښتونخوا د عمران خان دی، و او پاتې به وي».
د معلوماتو له مخې، د لانګ مارچ په کاروان کې د صوبايي اسمبلۍ غړي، د تحریک انصاف سیمه ییز مشران او نور ګوندي چارواکي هم شامل دي.
د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، کاروان به نن شپه په کوهاټ کې پاتې شي او سبا به د سویلي ضلعو له نورو کاروانونو سره یوځای له کوهاټه د پېښور پر لور حرکت وکړي.


علي افضل افضال