ټانک (شال نیوز) : د ټانک په محسود مارکېټ کې د پاکستاني پوځ او پولیسو ګډ عملیات پای ته رسېدلي دي. پولیس وايي، د پېښې پر مهال د امن کمېټې د یوه غړي په ګډون دوه کسان وژل شوي او یو ملکي وګړی لږ ټپي شوی دی.

 

د ټانک د پولیسو ضلعي مشر عبدالصمد خان شال نیوز ته ویلي، د نامعلومو وسله والو په ډزو کې د امن کمېټې یو غړی ووژل شو، وروسته د پوځ او پولیسو د عملیاتو پر مهال یو نامعلوم وسله وال هم ووژل شو.

 

د هغه په وینا، د وژل شوي وسله وال د پېژندنې هڅې روانې دي. په ډزو کې یو ملکي وګړی هم لږ ټپي شوی دی. د پولیسو سرچینو شال نیوز ته ویلي، درې وسله وال محسود مارکېټ ته ننوتي وو او هلته یې د «امین اسلحې» په نوم له یوه دوکان څخه د وسلو د لوټلو هڅه کوله.

 

د سرچینو په وینا، پولیسو مارکېټ محاصره کړ او وروسته د پاکستاني پوځ سرتېري هم سیمې ته ورسېدل. په عملیاتو کې یو وسله وال ووژل شو، خو دوه نور د ډزو پر مهال له سیمې وتښتېدل. پولیس وايي، د وژل شوي کس مړی یې په خپل تحویل کې اخیستی او د هغه د هویت معلومولو هڅې روانې دي.

 

د عملیاتو له پای ته رسېدو وروسته محسود مارکېټ بېرته د دوکاندارانو او خلکو لپاره پرانیستل شوی دی.

تر اوسه د هغو دوو وسله والو د نیول کېدو خبر نه دی ورکړل شوی چې پولیس وايي له سیمې تښتېدلي دي.