باجوړ (شال نیوز) : د باجوړ د ماموند تحصیل په ګبري، میرعلي بابا بانډه سیمه کې د نامعلومو وسله والو په ډزو یو ځايي شپون وژل شوی دی.
د پولیسو ډي اېس پي نیاز خان شال نیوز ته د پېښې پخلی کړی او ویلي یې دي چې په ډزو کې یو کس وژل شوی او مړی یې روغتون ته وړل شوی دی.
ځايي سرچینې وايي، وژل شوی کس نواب نومېده، د سید جان زوی او د میرعلي بابا بانډې اوسېدونکی و. د سرچینو په وینا، نوموړي شپونتوب کاوه.
پولیس وايي، له پېښې وروسته یې له سیمې شواهد راټول کړي او پلټنې یې پیل کړې دي. تر اوسه د بریدګرو د پېژندګلوۍ او د پېښې د علت په اړه څه نه دي ویل شوي. پولیس وايي، د پېښې د علت معلومولو او د بریدګرو د موندلو لپاره پلټنې روانې دي.


حسبان الله باجوړې