مسکو (شال نیوز) : د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ غونډه کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي او د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق خان ترمنځ د ترهګرۍ پر موضوع توند لفظي بحث شوی دی.
د غونډې له جزیاتو خبرې سرچینې شال نیوز ته ویلي، لفظي شخړه هغه مهال پیل شوه چې متقي پاکستان د وسله والو د فعالیتونو په مرکز بدل شوی هېواد وباله.
د سرچینې په وینا، محمد صادق خان سمدستي د متقي خبرو ته غبرګون وښود او ویې ویل، هغه مهال چې طالبان په پاکستان کې وو، نړیوالو هم پاکستان د وسله والو د شتون مرکز باله.
سرچینه وايي، د دواړو لورو ترمنځ بحث وروسته نور هم توند شو. طالبانو د پاکستان پر امنیتي تګلارې نیوکې کولې، خو پاکستاني پلاوي ټینګار کاوه چې د پاکستان پر ضد وسله وال د افغانستان له خاورې فعالیت کوي.
تمه وه چې د طالبانو پلاوی به د پاکستان په اړه په خپلو خبرو کې نرمه لهجه غوره کړي، خو د متقي له سختو څرګندونو وروسته پاکستاني پلاوي هم خپل دریځ سخت کړ.
د سرچینې په وینا، ټاکل شوې وه چې متقي او محمد صادق خان د عمومي غونډې ترڅنګ جلا دوهاړخیزې خبرې هم وکړي، خو د لفظي ناندریو له زیاتېدو وروسته دغه ناسته وځنډول شوه.
سره له دې، متقي او محمد صادق خان وروسته د ډوډۍ پر مهال پر یوه مېز ناست وو او ترمنځ یې خبرې هم شوې دي. شال نیوز د لفظي شخړې پر مهال د دواړو چارواکو ترمنځ د تبادله شویو خبرو دقیق الفاظ په خپلواکه توګه نه دي تایید کړي.


شال نیوز