تهران / اسلاماباد : د پاکستان د پوځ مشر او د دفاعي ځواکونو چیف، فیلډ مارشل عاصم منیر، د کورنیو چارو وفاقي وزیر ،محسن نقوي، سره ،د اګست په ۲۴مه، تهران ته رسېدلی دی، چې ټاکل شوې د ایران له لوړپوړو چارواکو سره د ایران ـ امریکا د روانې شخړې او سیمه ییز امنیت په اړه خبرې وکړي.
رویټرز د درې پاکستاني سرچینو له قوله راپور ورکړی دی چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تېره اوونۍ له عاصم منیر سره ټیلیفوني خبرې کړې وې. د سرچینو په وینا، ټرمپ غوښتل پاکستان خپل نفوذ وکاروي او ایران بېرته له امریکا سره خبرو ته وهڅوي.
خو سپینې ماڼۍ تر اوسه د دې ټیلیفوني تماس په اړه رسمي بیان نه دی ورکړی او د ټرمپ او عاصم منیر ترمنځ د خبرو بشپړ جزییات هم په رسمي توګه نه دي خپاره شوي.
د پاکستان پوځ ویلي دي، چې د عاصم منیر سفر «د سیمه ییزې سولې او ثبات د ټینګښت لپاره د پاکستان د هڅو» برخه ده او نوموړی به په منځني ختیځ کې د روانې شخړې د سوله ییز، دوامدار او هر اړخیز حل لپاره پر هڅو تمرکز وکړي.
عاصم منیر تهران ته تر رسېدو وروسته د ایران د کورنیو چارو له وزیر اسکندر مومني سره هم لیدلي دي. محسن نقوي هم په دې لیدنه کې ګډون کړی و.
رویټرز وايي، تمه ده چې په تهران کې د پاکستاني پلاوي په خبرو کې د ایران او امریکا ترمنځ د اړیکو ترڅنګ، په سیمه کې د حوثیانو وروستي بریدونه او د پاکستان، ترکیې او سعودي عربستان ترمنځ تازه دفاعي همکاري هم وڅېړل شي.
د عاصم منیر سفر په داسې ورځ شوی دی چې امریکا پر ایران د لا سختو اقتصادي بندیزونو د اعلان تیاری نیسي. د امریکا د خزانې وزیر سکاټ بېسنټ ویلي دي، چې واشنګټن غواړي پر ایران «تر ټولو سخت» اقتصادي بندیزونه ولګوي او د ایران له اقتصاد سره په راکړه ورکړه کې ښکېل هېوادونه او ادارې هم تر فشار لاندې راولي.
ایران بیا خبرداری ورکړی دی چې د امریکا له نویو بندیزونو سره د نورو هېوادونو همکاري به د دښمنانه اقدام په توګه وګوري، په داسې حال کې چې تهران د هرمز تنګي له لارې د تېلو پر تګ راتګ هم د نورو محدودیتونو ګواښ کړی دی.
د پاکستان د منځګړیتوب هڅې په داسې وخت کې زیاتې شوې دي چې د واشنګټن او تهران ترمنځ باور تر ډېره له منځه تللی دی او د دواړو هېوادونو ترمنځ د خبرو پخوانۍ هڅې هم له ستونزو سره مخ شوې دي.


شال نیوز