تهران : د ایران د بهرنیو چارو وزیر ،عباس عراقچي، د امریکا د تازه اقتصادي ګواښونو په غبرګون کې ویلي دي، چې واشنګټن یو ځل بیا هغه تګلاره تکراروي چې ،د ده په وینا، مخکې هم ناکامه شوې ده.

 

عراقچي ،د اګست پر ۲۱مه، ویلي دي، چې د ایران پر ضد د اقتصادي فشار او بندیزونو زیاتول به د امریکا مطلوبه نتیجه ور نه کړي. نوموړي د امریکا اقتصادي اقدامات «اقتصادي ترهګري» بللې او ویلي یې دي چې ایران په تېرو لسیزو کې له ورته فشارونو سره مخ شوی دی، خو خپل اساسي دریځونه یې نه دي بدل کړي.


 


د هغه څرګندونې وروسته له هغې شوې دي چې د امریکا د خزانې وزیر سکاټ بېسنټ وویل، چې واشنګټن د ایران پر ضد د «تاریخ تر ټولو سختو بندیزونو» د لګولو تیاری نیسي او د نویو اقداماتو تفصیل به په راتلونکو ورځو کې اعلان شي. د امریکا حکومت وايي،چې هدف یې د ایران پر مالي سرچینو د فشار زیاتول او له تهران سره د سوداګرۍ کوونکو هېوادونو او شرکتونو تر فشار لاندې راوستل دي.

 

ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم خبرداری ورکړی دی چې هغه هېوادونه چې له ایران سره اقتصادي او سوداګریزې اړیکې ساتي، د امریکا له اقتصادي اقداماتو سره مخ کېدی شي. د امریکا حکومت دا نوې مرحله د ایران د عوایدو، د تېلو د خرڅلاو او نړیوالو مالي اړیکو د محدودولو د پراخ کمپاین برخه بولي.

 

د ایران حکومت بیا وايي، چې د امریکا د «اعظمي فشار» پخوانۍ تګلارې هم تهران د خپلو سیاسي او امنیتي دریځونو بدلولو ته نه دی اړ کړی. ایراني چارواکي استدلال کوي چې تازه بندیزونه به تر ډېره د عادي خلکو پر ژوند او د سیمې پر اقتصاد اغېز وکړي.
 

امریکا پر ایران د «بې‌ ساري اقتصادي اقداماتو» ګواښ تازه کړ
امریکا پر ایران د «بې‌ ساري اقتصادي اقداماتو» ګواښ تازه کړ
ټرمپ د ایران پر ضد «اقتصادي جګړه» اعلان کړه؛ د تهران له مرسته کوونکو هېوادونو ته د سختو بندیزونو خبرداری
ټرمپ د ایران پر ضد «اقتصادي جګړه» اعلان کړه؛ د تهران له مرسته کوونکو هېوادونو ته د سختو بندیزونو خبرداری


د امریکا تازه ګواښونو د تېلو پر نړیوال بازار هم اغېز کړی دی. د اګست پر ۲۱مه د برېنټ خامو تېلو بیه د یو بېرل لپاره ۹۴ اعشاریه ۳۹ ډالرو ته لوړه شوه، په داسې حال کې چې د ایران د تېلو ایکسپورټ او د هرمز تنګي له لارې د بېړیو تګ راتګ لا هم د روان کړکېچ له امله تر فشار لاندې دی.

 

امریکا وايي، چې سخت اقتصادي فشار د دې لپاره زیاتوي چې ایران د خپل اټومي پروګرام، سیمه‌ ییزو فعالیتونو او هرمز تنګي په اړه د واشنګټن غوښتنې ومني. ایران بیا ټینګار کوي چې د ګواښونو او بندیزونو له لارې مذاکرات نتیجه نه شي ورکولی او د فشار پر ځای باید ډیپلوماټیکه لار غوره شي.

 

د تهران او واشنګټن ترمنځ دا تازه لفظي او اقتصادي کړکېچ په داسې وخت کې زیات شوی دی چې د دواړو خواوو د جګړې د پای ته رسولو او د هرمز تنګي د وضعیت په اړه هڅې تر اوسه یوې وروستۍ هوکړې ته نه دي رسېدلې.