واشنګټن : د امریکا د خزانې وزیر ،سکاټ بسېنټ، ویلي دي، چې واشنګټن پر ایران د اقتصادي فشار د لا زیاتولو لپاره د داسې اقداماتو تیاری کوي چې د ده په وینا، تر دې مخکې نه دي لیدل شوي. بسېنټ ویلي دي، چې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ اداره غواړي ایران تر سخت اقتصادي فشار لاندې راولي او د دغو نویو اقداماتو جزییات به راتلونکې اوونۍ اعلان شي.
د امریکا د خزانې وزیر دا څرګندونې ، داګست په ۱۴مه، کلیش رپورټ سره په مرکه کې کړې دي. نوموړي زیاته کړې ده، چې د واشنګټن هدف دا دی چې ایران له نړیوال اقتصادي او مالي نظام څخه لا زیات ګوښه او د هغه د عاید مهمې سرچینې محدودې کړي.
دا تازه ګواښ په داسې وخت کې شوی دی چې د امریکا او ایران ترمنځ د اوربند او د جګړې د ختمولو لپاره روانې خبرې لا کومې وروستۍ موافقې ته نه دي رسېدلې. د دواړو غاړو ترمنځ د هرمز تنګي، اقتصادي بندیزونو، د ایران د اټومي پروګرام او د کنګل شویو ایراني شتمنیو په ګډون پر یو شمېر مهمو موضوعاتو اختلافونه لا پر خپل ځای دي.
امریکا غواړي هرمز تنګی د نړیوالو سوداګریزو او د تېلو وړونکو بېړیو پر مخ بې له خنډه خلاص وي. واشنګټن په وروستیو ورځو کې د ایران پر سمندري او سوداګریزو فعالیتونو د فشار زیاتولو خبرداری هم ورکړی دی. د امریکا او ایران د شخړې له سختېدو سره د نړیوالو تېلو په بازارونو کې هم اندېښنې زیاتې شوې دي، ځکه د هرمز تنګی د نړۍ د انرژۍ د لېږد له تر ټولو مهمو لارو څخه شمېرل کېږي.
امریکا له وړاندې د ایران د تېلو، بانکدارۍ، سوداګرۍ او نړیوالو مالي راکړو ورکړو پر ضد پراخ بندیزونه لري او د هغو شرکتونو او کسانو پر ضد هم اقدامات کوي چې د واشنګټن په وینا، له ایران سره د بندیزونو په ماتولو کې مرسته کوي.
خو سکاټ بسېنټ تر اوسه دا نه دي روښانه کړي چې د راتلونکې اوونۍ نوي اقدامات به په مشخص ډول پر کومو ایراني بانکونو، شرکتونو، د تېلو پر پېرودونکو یا نورو سوداګریزو شریکانو عملي کېږي. د ایران له لوري هم د بسېنټ د تازه څرګندونو په اړه تر اوسه تفصیلي رسمي ځواب نه دی خپور شوی.
د امریکا تازه دریځ ښيي چې واشنګټن غواړي د پوځي او ډیپلوماټیک فشار ترڅنګ اقتصادي فشار هم زیات کړي؛ خو لا څرګنده نه ده چې دا اقدامات به د اوربند خبرو ته لار هواره کړي او که به د دواړو هېوادونو ترمنځ کړکېچ نور هم زیات کړي.


شال نیوز