واشنګټن : د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران پر ضد د اقتصادي فشارونو د یو نوي او پراخ پړاو د پېل اعلان کړی او ویلي یې دي، چې واشنګټن به هغه څه عملي کړي چې ده «د یو هېواد پر ضد د تاریخ تر ټولو سخت اقتصادي عملیات» بللي دي.

ټرمپ ،د اګست پر ۱۹مه، په خپل ټولنیز پیغام کې دغه تګلاره «اقتصادي جګړه» او «د اقتصادي پرېکون ورځ» بللې او ویلي یې دي، چې هدف یې دا دی چې ایران له نړیوالو مالي او سوداګریزو لارو نور هم ګوښه کړي. هغه ویلي دي، چې ده ایران ته د اټومي لانجې د هواري لپاره د موافقې ډېر فرصت ورکړی، خو د ده په خبره، تهران دغه فرصت له لاسه ورکړی دی.

ټرمپ په خپل بیان کې یو ځل بیا دعوه کړې ده چې د ایران سمندري او هوايي ځواک ته درانه زیانونه رسېدلي دي، پوځي تاسیسات یې ویجاړ شوي او د ایران اقتصاد او پیسې تر سخت فشار لاندې دي. دا د ټرمپ دعوې دي او ایران یې په همدې بڼه نه مني.

د امریکا ولسمشر په ځانګړي ډول هغو هېوادونو، کمپنیو او مالي ادارو ته خبرداری ورکړی دی چې له ایران سره اقتصادي اړیکې ساتي. هغه ویلي دي، چې هر هېواد چې خپلو بانکونو، کمپنیو، هوايي ډګرونو یا دولتي ادارو ته اجازه ورکړي چې ایران ته مالي یا سوداګریزه مرسته ورسوي، د امریکا له خوا به له «ډېرو سختو اقتصادي پایلو» سره مخ شي.

ټرمپ د تېلو پټ خرڅلاو، د مالونو په بدل کې د مالونو راکړه ورکړه، د نغدو پیسو انتقال، صرافۍ، د بېړیو ثبت او پوښښي کمپنۍ د هغو لارو په توګه یادې کړې چې واشنګټن غواړي پرې بندیزونه نور هم سخت کړي. ده ویلي دي، چې دغه ټولې لارې باید سمدستي ودرول شي او له خپلو متحدانو یې هم غوښتي دي چې د ایران د اقتصادي ګوښه کولو په دې کمپاین کې له امریکا سره یو ځای شي.

د ټرمپ نوی اعلان په داسې وخت کې شوی دی چې امریکا له کلونو راهیسې د ایران پر تېلو، بانکونو، بېړیو، پوځي ادارو او ګڼو شرکتونو بندیزونه لګولي دي. د هغه د لومړۍ ولسمشرۍ پر مهال هم واشنګټن د «اعظمي فشار» تګلاره عملي کړې وه، خو ایران بیا هم د چین او یو شمېر نورو هېوادونو له لارې د تېلو صادرات او ځینې نړیوالې سوداګریزې اړیکې ساتلې وې.

د امریکا د نوي اقدام بشپړ جزیات لا نه دي اعلان شوي، خو د امریکا د خزانې وزیر سکاټ بېسنټ ویلي دي چې پر ایران نور بندیزونه هم راتلونکي دي. ټرمپ په پای کې یو ځل بیا ویلي دي چې امریکا به ایران ته اجازه ور نه کړي چې اټومي وسله ترلاسه کړي.

د ایران حکومت تر دې وړاندې د امریکا اقتصادي بندیزونه «اقتصادي جګړه» بللي او ویلي یې دي چې تهران به د فشارونو باوجود خپل تجارت او د تېلو صادرات جاري ساتي. د ټرمپ د نوي اعلان له مخې، د واشنګټن فشار اوس یوازې پر ایراني ادارو نه محدودېږي، بلکې هغه درېیم هېوادونه، بانکونه او کمپنۍ هم له امریکايي اقتصادي اقداماتو سره مخ کېدی شي چې له ایران سره د بندیزونو تر اغېز لاندې کاروبار جاري وساتي.