تهران : د ایران د ملي امنیت د اعلا شورا مشر ،محسن رضايي، خبرداری ورکړی دی چې هر هغه هېواد چې د امریکا په مشرۍ د ایران پر ضد له نوي «اقتصادي جنګ» سره یوځای شي، تهران به یې د دښمن هېواد په توګه وګڼي.

 

رضايي ،د اګست په ۲۲مه، وویل چې، تهران له ټولو هېوادونو غواړي چې د امریکا له اقتصادي فشار سره یوځای نه شي. د هغه په وینا، هغه هېوادونه چې په دغو اقداماتو کې برخه واخلي، ایران به یې د خپل دښمن په توګه حساب کړي.

 

دا خبرداری وروسته له هغه ورکړل شوې دی چې د امریکا د خزانې وزیر سکاټ بېسنټ وویل، چې واشنګټن پر ایران د «تاریخ تر ټولو سخت» اقتصادي بندیزونه لګوي. هغه ویلي دي، چې د بندیزونو تفصیل به ،د اګست په ۲۳مه، اعلان شي او هدف یې پر تهران د اقتصادي فشار زیاتول دي.

 

بېسنټ ویلي دي چې امریکا له خپلو متحدینو او نورو هېوادونو غواړي د ایران پر ضد له اقتصادي اقداماتو سره همکاري وکړي. هغه په ځانګړې توګه د چین نوم اخیستی او ویلي یې دي، چې بیجینګ باید په دې لړ کې له واشنګټن سره همکاري وکړي.

 

عراقچي : د امریکا تازه اقتصادي ګواښونه ناکامه تګلاره ده
عراقچي : د امریکا تازه اقتصادي ګواښونه ناکامه تګلاره ده
ټرمپ د ایران پر ضد «اقتصادي جګړه» اعلان کړه؛ د تهران له مرسته کوونکو هېوادونو ته د سختو بندیزونو خبرداری
ټرمپ د ایران پر ضد «اقتصادي جګړه» اعلان کړه؛ د تهران له مرسته کوونکو هېوادونو ته د سختو بندیزونو خبرداری
د ایران جګړه : امریکا وايي پوځي خرچه یې ۳۷.۵ اربه ډالرو ته رسېدلې
د ایران جګړه : امریکا وايي پوځي خرچه یې ۳۷.۵ اربه ډالرو ته رسېدلې

 

د رویټرز د راپور له مخې، چین د ایران د صادراتي تېلو تر ټولو لوي پېرودونکی دی او د ۲۰۲۵م کال د معلوماتو له مخې یې د ایران د سمندري لارو له لارې صادرېدونکو تېلو له ۸۰ سلنې زیاته برخه اخیستې ده. همدې اړیکې د امریکا د نویو بندیزونو په بحث کې د چین رول مهم کړی دی.

 

چین د امریکا د یو اړخیزو بندیزونو مخالفت کړی دی او ویلي یې دي چې بندیزونه او فشار د ایران د مسئلې حل نه دی. د چین د بهرنیو چارو وزارت د خبرو او سیاسي حل غوښتنه کړې ده او ویلي یې دي چې له ایران سره عادي اقتصادي او تجارتي اړیکې باید د یو اړخیزو اقداماتو له امله زیانمنې نه شي.

 

امریکايي چارواکو تر اوسه د دې وضاحت نه دی ورکړی چې د ایران له تجارتي شریکانو سره به کوم هېوادونه او شرکتونه په مستقیم ډول د نویو بندیزونو هدف وګرځي، خو د واشنګټن وروستۍ څرګندونې ښيي چې ثانوي بندیزونه هم د نوې اقتصادي تګلارې برخه کېدی شي.

 

ایران بیا د امریکا اقتصادي فشار «اقتصادي ترهګري» بللی ده او وايي، چې د بندیزونو دوام به د تهران سیاسي دریځ بدل نه کړي. ایراني چارواکي استدلال کوي چې دا ډول بندیزونه د حکومت ترڅنګ پر عامو خلکو او د هېواد پر اقتصاد هم مستقیم اغېز کوي.

 

هرمز او نړیوال تېل : د خامو تېلو بیې پرله‌ پسې دویمه اوونۍ د لوړېدو پر لور؛ یو بېرل ۹۳.۸۲ ډالرو ته لوړ شوی
هرمز او نړیوال تېل : د خامو تېلو بیې پرله‌ پسې دویمه اوونۍ د لوړېدو پر لور؛ یو بېرل ۹۳.۸۲ ډالرو ته لوړ شوی

 

د امریکا او ایران ترمنځ دا تازه لفظي شخړه په داسې وخت کې زیاته شوې ده چې په خلیج او هرمز تنګي کې امنیتي او تجارتي اندېښنې هم پر ځای دي. هرمز تنګی د نړۍ د تېلو د لېږد له مهمو لارو څخه دی او هر ډول تازه کړکېچ یې د نړیوالو انرژۍ بازارونو پر بیو او د بېړیو پر تګ راتګ اغېز کولی شي.

 

ایران له ۱۹۷۹م کال راهیسې د امریکا د بېلابېلو اقتصادي بندیزونو لاندې دی، خو په وروستیو کلونو کې واشنګټن په ځانګړې توګه د ایران د تېلو صادرات، بانکي راکړې ورکړې او له تهران سره د تجارت کوونکي شرکتونه په نښه کړي دي.