نړیوال بازار : د راپورونو له مخې، د ایران او امریکا ترمنځ د جګړې، په سیمه کې د روان پوځي کړکېچ او د هرمز تنګي له لارې د تېلو د لېږد د سخت محدودېدو له امله په نړیوال بازار کې د خامو تېلو بیې د پرله‌ پسې دویمې اوونۍ لپاره د لوړېدو پر لور روانې دي.

رویټرز ،د اګست د ۲۱مې، د نړیوال بازار د معلوماتو له مخې ویلي دي، چې د خامو تېلو نړیواله بیه د یو بېرل په سر ۹۳ ډالره او ۸۲ سېنټه وه. د امریکا خام تیل بیا ۸۶ ډالره او ۷۸ سېنټه فی بېرل معامله کېدل. په روانه اوونۍ کې د نړیوالو خامو تېلو بیه له اوو فیصدو او د امریکا د خامو تېلو بیه له اتو فیصدو ډېره لوړه شوې ده.

د تېلو بیې په تېرو پنځو سوداګریزو ورځو کې پرله‌ پسې لوړې شوې او د جولایۍ له ۲۴مې راهیسې تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلې دي. د بازار د څارونکو په وینا، د دې زیاتوالي تر ټولو لوي لامل دا اندېښنه ده چې د ایران او امریکا ترمنځ اوږدېدونکې جګړه به د منځني ختیځ د تېلو رسد نور هم محدود کړي.

د سعودي عربستان، عراق، متحده عربي اماراتو او کوېت په ګډون د خلیج یو شمېر هېوادونه د نړۍ د خامو تېلو مهم تولیدوونکي دي. د هرمز له لارې د بېړیو د تګ راتګ محدودېدو د دغو هېوادونو د تېلو د صادراتو په اړه اندېښنې زیاتې کړې دي.

د بېړیو د تګ راتګ د څار ادارې د معلوماتو له مخې، په وروستیو ورځو کې د هرمز تنګي له لارې د سوداګریزو بېړیو تګ راتګ د عادي حالت په پرتله ډېر کم شوی دی. په ځینو ورځو کې یوازې څو بېړۍ له دې لارې تېرې شوې دي.

دا شمېر د جګړې تر پېل مخکې له عادي حالت سره ډېر توپیر لري. د هرمز تنګي له لارې د نړۍ د خامو تېلو او مایع طبیعي ګاز د لېږد یوه مهمه برخه تېرېږي، ځکه نو په دې سیمه کې هر ډول امنیتي ګډوډي د نړیوال انرژۍ بازار ژر اغېزمنوي.

د هرمز تنګی د ایران او عمان ترمنځ پروت دی او د فارس خلیج د تېلو تولیدوونکو هېوادونو لپاره نړیوالو بازارونو ته د رسېدو تر ټولو مهمه سمندري لار بلل کېږي. له همدې امله په دې تنګي کې هر امنیتي کړکېچ نه یوازې د ایران، بلکې د سعودي عربستان، عراق، کوېت، قطر او متحده عربي اماراتو د انرژۍ پر صادراتو هم مستقیم اغېز کولی شي.

په همدې حال کې سعودي عربستان هڅه کوي چې د تېلو د لېږد لپاره د هرمز له تنګي بهر بدیلې لارې وکاروي. راپورونه وايي، چې د سعودي د تېلو شرکت هڅه کړې ده چې د خپلو ځینو صادراتو لپاره داسې بندرونه او لارې وکاروي چې د هرمز له تنګي تېرېدو ته اړتیا ونه لري.

د بازار اندېښنې وروسته له هغې نورې هم زیاتې شوې چې د امریکا چارواکو ایران ته د مرستې کوونکو هېوادونو ته د سختو اقتصادي اقداماتو او د تهران پر ضد د نورو بندیزونو خبرداری ورکړ. شنونکي وايي، چې د تېلو د بیو اوسنی زیاتوالی یوازې د خامو تېلو د موجوده کمښت له امله نه دی، بلکې نړیوال بازار د راتلونکو میاشتو د احتمالي کمښت خطر هم په بیو کې حسابوي.

که په هرمز کې تګ راتګ عادي حالت ته ستون نه شي، د تېلو وړونکو بېړیو کرایې، د بیمې لګښتونه او د بدیلو لارو د استعمال مصرف هم زیاتېدی شي. دا اضافي لګښتونه بیا د نړیوالو تېلو پر بیو نور فشار اچولی شي.

د نړیوالو خامو تېلو د بیو دوامداره لوړوالی پر هغو هېوادونو ډېر فشار اچوي چې د خپلو انرژۍ اړتیاوو لپاره پر وارداتي تېلو متکي دي. پاکستان هم د خپلې اړتیا یوه لویه برخه خام تیل او نفتي مواد له بهر څخه اخلي.

که نړیوالې بیې پر همدې لوړه کچه پاتې شي، پاکستان ته د تېلو د واردولو لګښت به زیات شي. په داسې حالت کې د پټرولو او ډیزلو پر کورنیو بیو، د برېښنا پر تولید، د مالونو پر ټرانسپورټ او په پایله کې د خوراکي او نورو ورځنیو توکو پر نرخونو هم فشار زیاتېدی شي.

د بازار د څارونکو په وینا، د خامو تېلو د راتلونکو بیو تر ټولو مهم عامل اوس د هرمز تنګي وضعیت او د ایران او امریکا د جګړې لوری دی. که په سیمه کې سیاسي یا پوځي کړکېچ کم او د بېړیو تګ راتګ عادي شي، پر بیو فشار کمېدی شي؛ خو که جګړه نوره هم اوږده او د تېلو رسد محدود پاتې شي، نړیوال بازار د نورو لوړو بیو له خطر سره مخ دی.