واشنګټن / تهران : د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ویلي دي، چې له ایران سره دا مهال نه خبرې روانې دي او نه هم د نویو خبرو لپاره کومه نېټه ټاکل شوې ده؛ خو ایران بیا وايي چې د هرمز تنګی لا هم د عادي سمندري تګ راتګ لپاره تړلی دی او تر هغه به پرانیستل نه شي چې واشنګټن د تهران غوښتنې ونه مني.
ټرمپ ،د اګست پر ۱۸مه، په «ټروت سوشل» کې ویلي دي، چې د امریکا سمندري محاصره پر خپل ځای ده، خو د هغه په وینا هرمز تنګی «پرانیستی او فعال» دی او ټول سمندري ماینونه یا لرې شوي او یا له منځه وړل شوي دي.
دا څرګندونې د ټرمپ د زوم او ځانګړي استازي ،جېرډ کوشنر، له هغو خبرو سره توپیر لري چې یوه ورځ وړاندې یې ویلي وو، له ایران سره تماسونه لا هم روان دي او ،د ده په وینا، خبرې تر پخوا پراخې شوې دي.
ایران د ټرمپ دعوه رد کړې ده. د ایران لوړپوړي مرکچي محمد باقر قالیباف ویلي دي، چې هرمز تنګی به تر هغه تړلی وي چې امریکا د جون د موقتي تفاهم شرطونه عملي نه کړي.
د ایران د غوښتنو له مخې، امریکا باید د ایراني بندرونو محاصره ختمه کړي، د ایران پر تېلو بندیزونه لرې کړي، کنګل شوې ایراني شتمنۍ ازادې کړي او پوځي ګواښونه او عملیات ودروي.
د جون پر ۱۷مه د امریکا او ایران ترمنځ یوه تفاهم نامه شوې وه چې د ایران د اټومي پروګرام او امریکايي بندیزونو په اړه د پراخې هوکړې لپاره یې ۶۰ ورځې وخت ټاکلی و. دغه موده د اګست پر ۱۷مه پای ته ورسېده او ټرمپ ویلي دي چې د غځولو پلان یې نه لري.
سره له دې چې واشنګټن هرمز پرانیستی بولي، د بېړیو عملي تګ راتګ لا هم ډېر محدود دی. رویټرز د سمندري معلوماتو له مخې ویلي دي، چې د اګست پر ۱۷مه له تنګي څخه د اوښتونکو بېړیو شمېر لا هم له لسو کم و.
د جګړې له پېل وړاندې د نړۍ د تېلو او مایع طبیعي ګاز شاوخوا پنځمه برخه له همدې تنګي تېرېده، ځکه نو د هرمز هر ډول اوږدمهاله بندښت یا محدودیت د انرژۍ پر نړیوال بازار مستقیم اغېز لري.
په همدې ورځ د متحده عربي اماراتو دفاع وزارت وویل، چې دوه بالستیک میزایل یې موندلي دي چې د ایران له خاورې توغول شوي وو. د اماراتو د ارزونې له مخې، میزایل د سمندري تګ راتګ پر لور روان وو، خو دواړه په سمندر کې لوېدلي دي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي د اماراتو تورونه رد کړي او «بې بنسټه» یې بللي دي.
په یوه بله پېښه کې د بریتانیا د سمندري سوداګرۍ د عملیاتو ادارې ویلي دي، چې یوه بېړۍ هغه مهال په نامعلومه مرمۍ ولګېده چې د هرمز له تنګي څخه د وتلو په حال کې وه.
د برید له امله د بېړۍ د انجن خونه زیانمنه شوې او د عملې یو غړی ژوبل شوی دی. عماني ساحلي ساتونکو د بېړۍ له پاتې عملې سره مرسته کړې ده. د ایران له خوا د دې پېښې په اړه سمدستي رسمي غبرګون نه و ورکړل شوی.
د هرمز پر سر روان کړکېچ د انرژۍ نړیوال بازارونه هم اغېزمن کړي دي. د اګست پر ۱۹مه د خامو تېلو نړیوالې بیې لوړې شوې، ځکه د سوداګریزو بېړیو مالکان لا هم د تنګي له لارې د خوندي تګ راتګ په اړه اندېښنې لري.
ایران وايي، چې له امریکا سره د خبرو دروازه یې په بشپړ ډول نه ده تړلې، خو ټینګار کوي چې مذاکرات باید د پوځي فشار او تسلیمېدو پر بنسټ نه وي.
د امریکا او ایران ترمنځ د هرمز، اټومي پروګرام، بندیزونو او سیمه ییز امنیت پر سر اختلافونه لا هم ژور دي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د یوې پراخې هوکړې پر وړاندې مهم خنډونه بلل کېږي.


شال نیوز