واشنګټن / تهران : امریکا نن ،د اګست پر ۲۴مه، د ایران پر ضد د نویو او پراخو اقتصادي بندیزونو د جزییاتو اعلان کوي. د امریکا د خزانې وزیر ،سکاټ بېسنټ، دا اقدام د ایران پر اقتصاد د بې‌ ساري مالي فشار د پېل په توګه یاد کړی او ویلي یې دي، چې نوي اقدامات به یوازې پر ایران نه، بلکې له تهران سره پر اقتصادي او تجارتي اړیکو لرونکو هېوادونو او ادارو هم تمرکز ولري.

 

بېسنټ ویلي دي، چې ،د اګست د ۲۴مې، په خبري غونډه کې به د هغو بندیزونو تفصیل وړاندې کړي چې ده د ایران پر ضد «د تاریخ تر ټولو سخت بندیزونه» بللي دي. هغه ویلي دي، چې واشنګټن غواړي پر ایران موجود اقتصادي فشار نور هم زیات کړي او هغه مالي لارې محدودې کړي چې تهران پرې تېل پلوري، پیسې ترلاسه کوي او له نړیوال مالي نظام سره اړیکې ساتي.

 

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ هم خبرداری ورکړی دی چې هغه هېوادونه به له اقتصادي پایلو سره مخ شي چې ایران ته ،د ده په وینا، «هر ډول د ژغورنې لاره» برابروي. د خزانې وزیر په ځانګړي ډول له چین څخه غوښتنه کړې ده چې د امریکا له نوې تګلارې سره همکاري وکړي.

 

د انرژۍ د معلوماتو د شننې ادارې «کېپلر» د ۲۰۲۵م کال د شمېرو له مخې، چین د ایران له سمندرې لارې صادرېدونکو تېلو له ۸۰ فیصدو ډېر اخیستي وو. له همدې امله تمه کېږي چې د امریکا د نویو اقداماتو یوه مهمه برخه به د ایران د تېلو پر اخیستونکو، منځګړو شرکتونو، بانکونو، بېړیو او هغو شبکو متمرکزه وي چې واشنګټن یې د بندیزونو د مخنیوي لپاره د تهران د استعمال وسیله بولي.

 

ایران : له امریکايي بندیزونو سره یوځای کېدونکی هېواد به «دښمن» ګڼو
ایران : له امریکايي بندیزونو سره یوځای کېدونکی هېواد به «دښمن» ګڼو
عراقچي : د امریکا تازه اقتصادي ګواښونه ناکامه تګلاره ده
عراقچي : د امریکا تازه اقتصادي ګواښونه ناکامه تګلاره ده
ټرمپ د ایران پر ضد «اقتصادي جګړه» اعلان کړه؛ د تهران له مرسته کوونکو هېوادونو ته د سختو بندیزونو خبرداری
ټرمپ د ایران پر ضد «اقتصادي جګړه» اعلان کړه؛ د تهران له مرسته کوونکو هېوادونو ته د سختو بندیزونو خبرداری

 

چین د امریکا د یو اړخیزو بندیزونو مخالفت کړی دی. په واشنګټن کي د چین سفارت ویلي، بندیزونه او اقتصادي فشار د ایران مسئله نه شي هوارولی او اړوند لوري باید د سیاسي او سفارتي خبرو له لارې د حل لار پیدا کړي.

 

ایران بیا د امریکا د نوې اقتصادي تګلارې په وړاندې سخت دریځ خپل کړی دی. د ایران د ملي امنیت د عالي شورا سیکرټر محسن رضايي ویلي دي، چې که ،د ده په وینا، «اقتصادي جګړه» روانه وساتل شي، ایران به اجازه ور نه کړي چې د هرمز تنګي یا د فارس خلیج له نورو سیمو څخه د تېلو «یو څاڅکی» هم صادر شي. هغه دا هم ویلي دي چې تهران به د امریکا په اقتصادي فشار کې د هر هېواد ګډون یا ملاتړ «د جګړې اقدام» وبولي.

 

د ایران خارجه وزیر ،عباس عراقچي، هم د نویو بندیزونو ګواښ د امریکا د «مایوسۍ» نښه بللې او ویلي یې دي چې دا اقدامات به هم د پخوانیو فشارونو په څېر خپل هدف ترلاسه نه کړي. عراقچي په عین حال کې ویلي دي چې واشنګټن باید له ایران سره د درناوي پر بنسټ خبرې وکړي او د ستونزې لپاره سیاسي حل پیدا کړي.

 

د امریکا او ایران ترمنځ دا نوې اقتصادي ناندرۍ په داسې وخت کې زور اخلي چې د هرمز تنګي له لارې د بېړیو تګ راتګ له مخکې سخت اغېزمن شوی دی. ایران د خپلې اجازې پرته د تېلو د ځینو ټانکرونو تګ محدود کړی او نړیوالو بازارونو کې د تېلو د رسد په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي.

 

امریکا پر ایران د «بې‌ ساري اقتصادي اقداماتو» ګواښ تازه کړ
امریکا پر ایران د «بې‌ ساري اقتصادي اقداماتو» ګواښ تازه کړ
د ایران جګړه : امریکا وايي پوځي خرچه یې ۳۷.۵ اربه ډالرو ته رسېدلې
د ایران جګړه : امریکا وايي پوځي خرچه یې ۳۷.۵ اربه ډالرو ته رسېدلې

 

د دوشنبې په نړیوالو بازارونو کې هم پانګه‌ وال د امریکا د بندیزونو د جزییاتو په انتظار دي. د برېنټ تېلو بیه د ورځې په لومړیو معاملو کې شاوخوا ۱.۶ فیصده او د امریکا خام تېل نږدې دوه فیصده راټیټ شوي وو، خو شنونکي واييچې د بندیزونو عملي بڼه، د چین او نورو هېوادونو غبرګون او د هرمز تنګي وضعیت به په راتلونکو ورځو کې د تېلو پر بیو ژور اغېز ولري.

 

د امریکا د خزانې وزیر تمه ده نن په واشنګټن کې خپله خبري غونډه وکړي او په رسمي ډول روښانه کړي چې نوي بندیزونه به پر کومو هېوادونو، بانکونو، شرکتونو، بېړیو او د ایران د تېلو پر کومو سوداګریزو شبکو عملي کېږي. تر هغې مخکې د دغو اقداماتو بشپړ رسمي لېست نه دی خپور شوی.