په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو څه باندې پنځه کاله وروسته د دیني مدرسو شمېر په چټکۍ زیات شوی دی. په بېلابېلو ولایتونو کې نوې مدرسې جوړېږي، پخوانیو مدرسو ته ودانۍ جوړېږي او د دیني زدهکړو لپاره نوي مرکزونه پرانیستل کېږي.
دا لړۍ په داسې وخت کې روانه ده چې نجونې له شپږم ټولګي پورته ښوونځیو ته نه پرېښودل کېږي او د ښځو پر پوهنتوني زدهکړو هم بندیز دی. د طالبانو د پوهنې وزارت په پرلهپسې ډول د مدرسو د نویو ودانیو د جوړېدو خبرونه خپروي.
په غزني کې د قرهباغ ولسوالۍ د احیاءالعلوم الامنیه مدرسې نوې ودانۍ په دوه میلیونه او ۷۸۸ زره افغانیو جوړه شوې ده. د پوهنې وزارت وايي، د ودانۍ لګښت مولوي امینالله وقاد او حاجي جبار ورکړی دی.
په پکتیکا کې د وازیخوا ولسوالۍ د منهاجالعلوم مدرسې لپاره د سیمې خلکو په ۲۵۰ زره افغانیو یوه ودانۍ جوړه کړې ده. ودانۍ پنځه درسي خونې، یوه برنډه او یو کوچنی سالون لري.
طالب چارواکي د عادي ښوونځیو د ترمیم او د ښوونکو د روزنې پروژې هم اعلانوي. په زابل کې د نهو ښوونځیو او یوې اداري ودانۍ د ترمیم لپاره درې میلیونه افغانۍ ځانګړې شوې او په پنجشېر کې د ساینس او ریاضي د ۱۱۲ ښوونکو لپاره شپږ ورځنۍ روزنه پیل شوې ده.
خو د ۲۰۲۱ کال د اګست له میاشتې وروسته د دیني زدهکړو پراختیا یوازې د نویو ودانیو تر جوړولو محدوده نه ده.
له پنځو زرو تر څه باندې ۲۰ زرو
د طالبانو له بیا واکمنېدو مخکې په افغانستان کې شاوخوا پنځه زره ثبت شوې مدرسې موجودې وې. وروستۍ څېړنې ښيي چې له ۲۰۲۱ کال وروسته د مدرسو او نورو دیني تعلیمي مرکزونو شمېر په چټکۍ زیات شوی دی. ځینې څېړنې دا شمېر تر ۲۳ زرو پورې ښيي.
د طالبانو د پوهنې وزارت هم تر دې مخکې په هېواد کې د ۲۱ زرو څخه د زیاتو اسلامي تعلیمي مرکزونو شمېر ورکړی و. په دې کې مدرسې، دارالحفاظونه، دارالعلومونه او نور دیني مرکزونه شامل دي.
خو دا په دې معنا نه ده چې طالبانو له ۲۰۲۱ کال وروسته له ۲۰ زرو زیاتې نوې مدرسې جوړې کړې دي. په دغو شمېرو کې پخوانۍ مدرسې، وروسته ثبت شوي مرکزونه او د دیني زدهکړو نور بنسټونه هم شامل دي. په ځینو سیمو کې پخوانۍ ودانۍ هم د دیني زدهکړو لپاره کارول شوې دي.
له شمېر سره اوس یوه بله مهمه پوښتنه هم راپورته کېږي:
په دغو مدرسو کې څه ورزده کېږي؟ د مدرسو په درسونو کې څه دي؟
د شال نیوز خبریالانو او سرچینو په افغانستان کې د ځینو مدرسو د درسونو په اړه داسې معلومات راټول کړي چې نورې څېړنې ته اړتیا لري. له دیني زدهکړو سره بلدو سرچینو شال نیوز ته ویلي چې په ځینو مدرسو کې درسونه یوازې قرآن، حدیث، فقه او عربي ژبې پورې محدود نه دي.
د سرچینو په وینا، په ځینو درسونو او بحثونو کې د اوسنیو اسلامي غورځنګونو، وسلهوالو اسلامي ډلو او په نورو هېوادونو کې د روانو جګړو یادونه هم کېږي.
سرچینې وايي، د طالبانو د شل کلنې جګړې کیسه هم زدهکوونکو ته بیانېږي؛ دا چې طالبانو څنګه د پخواني افغان حکومت او د امریکا او ناټو ځواکونو پر وړاندې جګړه وکړه او په ۲۰۲۱ کال کې د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته بیا واک ته ورسېدل.
د شال نیوز ځینو سرچینو ویلي چې په ځینو درسي بحثونو او موادو کې د حماس او نورو اسلامي غورځنګونو یادونه هم شوې ده. خو شال نیوز تر اوسه داسې رسمي درسي کتاب یا منظور شوی نصاب نه دی ترلاسه کړی چې وښيي حماس د طالبانو د مدرسو د ټول هېواد په رسمي نصاب کې شامل دی. دا توپیر مهم دی.
په یوه مدرسه کې د یوه استاد درس یا بحث لازماً د پوهنې وزارت رسمي نصاب نه شي ګڼل کېدای. شال نیوز هڅه کوي د مدرسو اصلي درسي کتابونه، جزوې، د استادانو لارښودونه او رسمي نصاب ترلاسه کړي، څو معلومه کړي چې دا موضوعات په کومو مدرسو کې تدریسېږي او ایا د پوهنې وزارت یې منظوري ورکړې ده که نه.
د امریکا او ناټو پر وړاندې جګړه
طالب چارواکي له بیا واکمنېدو وروسته د پخواني افغان حکومت او د امریکا او ناټو ځواکونو پر وړاندې خپله شل کلنه جګړه «جهاد» بولي او د بهرنیو ځواکونو وتل خپله بریا ګڼي.
همدلته د مدرسو د نصاب موضوع له دیني زدهکړو څخه د افغانستان د وروستي تاریخ تر روایت پورې غځېږي. که د ۲۰۰۱ او ۲۰۲۱ کلونو ترمنځ جګړه په مدرسو کې تدریسېږي، مهمه پوښتنه دا ده چې زدهکوونکو ته دا جګړه څنګه بیانېږي؟
پخوانی افغان حکومت څنګه ورپېژندل کېږي؟ د امریکا او ناټو شتون څنګه تشریح کېږي؟ د طالبانو وسلهواله مبارزه په کومو ټکو بیانېږي؟ او زدهکوونکو ته د ۲۰۲۱ کال د اګست د بدلون په اړه څه ویل کېږي؟
دا پوښتنې ځکه مهمې دي چې د افغانستان د اوسني نوي نسل لویه برخه د شل کلنې جګړې خپله خاطره نه لري. د دوی لپاره به د دې جګړې ډېره برخه هغه تاریخ وي چې په ښوونځي یا مدرسه کې یې زده کوي.
«جهادي مدرسې»
له ۲۰۲۱ کال وروسته طالبانو په ولایتونو کې د هغو مدرسو د جوړولو لړۍ هم پراخه کړې چې دوی یې «جهادي مدرسې» بولي. طالب چارواکو د دغو مدرسو د جوړولو خبره په رسمي ډول کړې ده، خو د دوی د ټول شمېر، زدهکوونکو، لګښتونو او بشپړ نصاب په اړه لا هم ډېر معلومات نه دي خپاره شوي.
دا هم نه ده روښانه چې د دغو مدرسو نصاب څوک لیکي، کوم کتابونه پکې تدریسېږي، استادان یې څنګه ټاکل کېږي، حکومت پرې څومره لګښت کوي او فارغان یې وروسته چېرته ځي. د شال نیوز د تحقیق یوه مهمه برخه د همدې پوښتنو ځواب موندل دي.
مدرسې پراخېږي، نجونې له ښوونځیو بهر دي
د دیني مدرسو پراختیا په داسې وخت کې روانه ده چې نجونې له شپږم ټولګي پورته ښوونځیو ته نه پرېښودل کېږي او ښځې هم له پوهنتوني زدهکړو منع دي. له همدې امله د افغانستان د زدهکړو په اړه بحث یوازې د مدرسو د شمېر بحث نه دی.
اصلي پوښتنه دا ده چې د طالبانو تر واک لاندې د هېواد تعلیمي نظام کوم لوري ته روان دی او راتلونکی نسل به څه ډول زدهکړې ترلاسه کوي. طالب چارواکي وايي، د دیني زدهکړو پراختیا د اسلامي اصولو له مخې د نوي نسل د روزنې لپاره ضروري ده.
خو د مدرسو چټکه پراختیا او په عین وخت کې د نجونو پر ثانوي او لوړو زدهکړو بندیز دا پوښتنه لا مهمه کړې چې د افغانستان د راتلونکي نسل لپاره کوم ډول تعلیمي نظام جوړېږي. شال نیوز د دې تحقیق په دوام کې هڅه کوي یوه اساسي پوښتنه په اسنادو ځواب کړي:
د افغانستان په مدرسو کې نوي نسل ته د جهاد، د طالبانو د شل کلنې جګړې، د امریکا او ناټو د وتلو، حماس او نورو اسلامي او وسلهوالو غورځنګونو په اړه څه ورزده کېږي، او له دې څخه څومره برخه د حکومت رسمي نصاب دی؟


مجید بابر