کابل : ملا ندا محمد ندیم د کابل پوليتخنیک پوهنتون کې یوې غونډې ته په خبرو کې له محصلانو غوښتي چې پر اسلامي نظام باور ولري.
ندیم د اسلامي او جمهوري نظامونو د توپیر په اړه وویل:
“په اسلامي نظامونو کې د قوانینو سرچینه قرانکریم او نبوي حدیثونه دي، خو په جمهوريت کې قوانین اشخاص جوړوي چې مخالفت ورسره په کار دی.”
نوموړي زیاته کړه، چې د پوهنتونونو محصلان دې د مسلکي زده کړو ترڅنګ اسلامي زده کړې هم وکړي. په دې غونډه کې د طالبانو د چارو ادارې عمومي رییس، نورالحق انور په اسلامي ټولنه کې د امیر پر شتون او د هغه د فرمانونو پر اهمیت ټینګار کړی دی.
هغه ویلي دي چې د الله تعالی او د هغه د رسول له اوامرو وروسته د امیر د امر منل هم واجب دي.
طالبانو قوانین او د جمهوریت قوانین
د طالبانو او د پخواني جمهوریت د قوانینو ترمنځ تر ټولو لوي توپیر د حکومتولۍ په بڼه، د اساسي قانون په شتون او د بشري حقونو په مراعاتولو کې دی.
د تېر جمهوریت پر مهال افغانستان یو مدون اساسي قانون درلود چې د رایو او عامو پرېکړو پر بنسټ جوړ شوی و او د جزا کوډ او نور قوانین له نړیوالو میثاقونو او بشري حقونو سره تر ډېره همغږي وو.
په یاد دوره کې د بیان ازادي، د رسنیو فعالیتونه او مظاهرې تر یو بريده قانوني خوندیتوب درلود. خو د طالبانو قوانین د دوي د مشر د فرمانو او د شریعت د ځانګړي تعبیر پر بنسټ جوړېږي.
طالبانو د پولیسو نوی قانون نافذ کړی دی چې په هېواد کې هر ډول مظاهرې منع کوي. د دوي جزايي اصولنامه د پخواني نظام قوانین لغوه کړي دي.
د بشري حقونو بنسټونه دا قوانین ځپونکي بولي، ځکه چې د ښځو او مدني ټولنې ازادۍ په کې سختې محدودې شوې دي.


شال نیوز