کابل : د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق، یونیسف، وايي چې په افغانستان کې له ۲۰۲۱م کال راهیسې له ۲.۶ میلیونو ډېرې نجونې له منځنیو زده کړو بې برخې شوې دي. یونیسف وايي، افغانستان د نړۍ یوازینی هېواد دی چې نجونې او ښځې پکې له منځنیو او لوړو زده کړو بې برخې دي.
په افغانستان کې نجونو ته د ۲۰۲۱م کال له سپتمبر راهیسې له شپږم ټولګي پورته د زده کړو اجازه نه ورکول کېږي. ښځې بیا د ۲۰۲۲م کال له ډسمبر راهیسې پوهنتونونو ته له تګ منع شوې دي. یونیسف له طالبانو غوښتي چې دا محدودیتونه ختم کړي او نجونو او ښځو ته اجازه ورکړي چې ښوونځیو او پوهنتونونو ته ستنې شي.
د یونیسف اجرائیوي مشرې کاترین رسل ویلي دي، چې پنځه کاله د یو هېواد په تاریخ کې ښيي ډېره اوږده موده نه وي، خو د یوې نجلۍ په ژوند کې مهم کلونه دي. یونیسف وايي، له ښوونځیو د نجونو پاتې کېدل د هغوي پر زده کړو سربېره نورې ستونزې هم پیدا کوي او د کم عمر ودونو، ماشومانو د کار، تاوتریخوالي او ناوړه چلند خطر ورسره زیاتېږي.
د یونیسف د ۲۰۲۶م کال د یوې څېړنې له مخې، که اوسني محدودیتونه دوام وکړي، افغانستان ښيي تر ۲۰۳۰ کال پورې شاوخوا ۲۰ زره ښځینه ښوونکي او ۵۴۰۰ ښځینه روغتیايي کارکوونکي له لاسه ورکړي. د یونیسف د معلوماتو له مخې، په ۲۰۲۲م کال کې په افغانستان کې نږدې ۷۳ زره ښځینه ښوونکي وو، خو په ۲۰۲۴م کال کې دا شمېر شاوخوا ۶۶ زرو ته راټیټ شوی دی.
یونیسف وايي، د نجونو پر زده کړو او د ښځو پر کار روان محدودیتونه د افغانستان اقتصاد ته هر کال لږ تر لږه ۸۴ میلیونه ډالره زیان رسوي. دې ادارې ویلي، په ۲۰۲۵م کال کې یې په دولتي ښوونځیو کې له ۳.۷ میلیونو ډېرو ماشومانو ته د زده کړو بېړنۍ مرستې رسولې دي.
د یونیسف په وینا، ۴۴۲ زره ماشومانو د ټولنې پر بنسټ د زده کړو په پروګرامونو کې برخه اخیستې چې ۶۶ سلنه یې نجونې وې. په همدې موده کې ۲۳۲ ښوونځي هم جوړ یا رغول شوي دي.
یونیسف خبرداری ورکړی چې د نجونو د زده کړو بندېدل یوازې پر اوسني نسل اغېز نه کوي. د ښځینه ښوونکو، ډاکټرانو، نرسانو او قابلو د شمېر کمېدل په راتلونکو کلونو کې د افغانستان پر ښوونیز او روغتیايي نظام هم اغېز کولی شي.


شال نیوز