کابل : د طالبانو یو لوړپوړی چارواکی شهاب‌ الدین دلاور وايي، چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو د زده‌ کړو د ځنډولو پرېکړه د طالبانو مشر هبت‌ الله اخندزاده کړې ده او ،د هغه په وینا، د دې امر په مقابل کې د طالبانو چارواکي او عام خلک څه نه‌ شي ویلی.

 

د افغانستان د تېر جمهوري نظام پر مهال په قطر کې د طالبانو د مرکچي پلاوي غړي او اوس د افغاني سرې میاشتې ټولنې مشر شهاب‌ الدین دلاور دا څرګندونې ،د سپتمیر په لومړۍ، له طلوع‌ نیوز سره په یوې ځانګړې مرکه کې کړې دي.

 

دلاور د نجونو د زده‌ کړو په اړه د پوښتنې په ځواب کې ویلي دي، چې نه غواړي پر دې موضوع اوږد بحث وکړي او دا یې «کلتوري او اسلامي بحث» بللی دی.

 

هغه ویلي:

 

«موږ امیر لرو، هغه عالم دی او تر امر ثاني یې امر کړی. په مقابل کې یې نه زه، نه تاسو او نه ملت څه ویلی شي.»

 

دلاور د طالبانو د مشر د پرېکړې د منلو پر اړتیا ټینګار کړی دی او ویلي یې دي چې د هغه په باور هبت‌ الله اخندزاده د افغانستان له حالاتو، خلکو او کلتور څخه تر نورو ښه خبر دی.

 

نوموړي د خپل دریځ د تشریح پر مهال د پخوانیو سیمه‌ ییزو واکمنو مثالونه هم ورکړي او ویلي یې دي، چې که هر چارواکی د مرکزي مشر د امر په وړاندې خپل دریځ غوره کړي، په هېواد کې به ګډوډي رامنځته شي. دلاور ویلي دي، چې د نجونو د زده‌ کړو په اړه د طالبانو په رسمي امر کې د «بندیز» پر ځای د «تر امر ثاني» اصطلاح کارول شوې ده.

 

هغه زیاته کړې:

 

«امیر د تعلیم په اړه د امر ثاني خبره کړې ده. هغه په خپله حالاتو ته ګوري، د افغانستان کلتور ته ګوري او خلکو ته ګوري. بندوالی نه‌ دی راغلی، تر امر ثاني دی.»

 

د طالبانو چارواکو له دې وړاندې هم په وار وار ویلي دي چې د نجونو زده‌ کړې «تر امر ثاني» ځنډول شوې دي. دلاور په تازه مرکه کې دا دعوه هم کړې ده چې امریکا او یو شمېر نور هېوادونه د نجونو د زده‌ کړو موضوع د طالبانو پر حکومت د فشار لپاره کاروي.

 

طالبانو د ۲۰۲۲م کال په مارچ کې له شپږم ټولګي پورته نجونو ته اجازه ورنه‌کړه چې منځنیو او لېسو ته ستنې شي. وروسته د همدې کال په دسمبر کې ښځې او نجونې پوهنتونونو ته له تلو هم منع شوې.

 

کرزي : د افغان محصلانو زده کړې دې له سیاسي اختلافونو جلا وساتل شي
کرزي : د افغان محصلانو زده کړې دې له سیاسي اختلافونو جلا وساتل شي
افغانستان : په لیرې پرتو سیمو کې د ښځینه ډاکټرانو کمښت؛ ښځینه ناروغانې له جدي ستونزو سره مخ دي
افغانستان : په لیرې پرتو سیمو کې د ښځینه ډاکټرانو کمښت؛ ښځینه ناروغانې له جدي ستونزو سره مخ دي
ذبیح‌ الله مجاهد وايي، اوس د نجونو د ښوونځیو په اړه د پوښتنو او بحثونو وخت نه دی
ذبیح‌ الله مجاهد وايي، اوس د نجونو د ښوونځیو په اړه د پوښتنو او بحثونو وخت نه دی

 

له هغې راهیسې څو کاله تېر شوي، خو طالبانو نه ده څرګنده کړې چې «امر ثاني» به کله صادرېږي. ملګرو ملتونو او د بشري حقونو ادارو په وار وار له طالبانو غوښتي دي چې د نجونو او ښځو پر زده‌ کړو محدودیتونه ختم کړي.

 

افغانستان اوس د نړۍ یوازینی هېواد دی چې نجونې پکې له منځنیو زده‌ کړو پورته په رسمي تعلیمي نظام کې د زده‌ کړو اجازه نه لري.