د افغانستان د بېلابېلو ولایتونو اوسېدونکي د هېواد په ګڼو روغتیايي مرکزونو کې د ښځینه او مسلکي ډاکټرانو له کمښت، د درملو له نشتوالي او روغتیايي مرکزونو ته د غځېدلو لارو له خرابوالي شکایت کوي. د دوي په وینا، دغه ستونزې ،په ځانګړي ډول د هېواد په لیرې پرتو سیمو کې، د ښځینه ناروغانو پر ژوند او روغتیا جدي منفي اغېزې لري.

 

د هېواد ګڼ شمېر اوسېدونکي وایي، سره له دې چې په ځینو ښاري او مرکزي سیمو کې ښځینه ډاکټرانې پر دنده ګمارل شوې دي، خو د هېواد لیرې پرتو ولسوالیو او کلیوالي سیمو ته په دې برخه کې کمه پاملرنه شوې ده.

 

دوي له اړوندو روغتیايي ادارو او د عامې روغتیا وزارت څخه غواړي، چې د روغتیايي خدمتونو د پراختیا، د ښځینه ډاکټرانو د ګمارنې او د خلکو لپاره د اسانتیاوو د رامنځته کولو په برخه کې جدي او چټک اقدامات وکړي.

 

د افغانستان د پکتیکا ولایت د یوې لیرې پرتې ولسوالۍ ،ګیان، یو اوسېدونکی بخت الله وایي: “څه موده وړاندې زموږ په سیمه کې یوې مېرمنې د امیندوارۍ پر مهال د ښځینه ډاکټرانو او نږدې روغتیايي مرکز د نشتوالي له امله خپل ژوند له لاسه ورکړ.”

 

د افغانستان د زابل ولایت یو بل اوسېدونکی عبدالله وایي، چې په لیرې پرتو ولسوالیو کې په روغتیايي مرکزونو کې د ښځینه ډاکټرانو کمښت د دې لامل شوی، چې ښځینه ناروغانې پر وخت درملنه ترلاسه نه کړي.

 

هغه زیاتوي، چې د ولایتونو مرکزونو ته د ناروغانو د لېږد لپاره د امبولانسونو کمښت او د سړکونو خراب وضعیت د دې لامل کېږي، چې ځیني ناروغان روغتیايي مرکزونو ته له رسېدو مخکې خپل ژوند له لاسه ورکړي.

 

عبدالله وایي: “په ډېرو ولسوالیو کې مسلکي ښځینه ډاکټرانې نشته. له بلې خوا، د کورنیو ځیني نارینه غړي ښځینه ناروغانو ته اجازه نه ورکوي، چې نارینه ډاکټران یې معاینه او درملنه وکړي، چې دا چاره د ښځینه ناروغانو لپاره جدي ستونزې رامنځته کوي.”

 

نوموړی له طالبانو حکومت او روغتیايي ادارو غواړي، چې د هېواد په لیرې پرتو سیمو کې د مسلکي ښځینه ډاکټرانو د ګمارنې لپاره عملي ګامونه پورته کړي.

 

د افغانستان د نورستان ولایت اوسېدونکی حضرت غلام وایي:"زموږ په سیمه کې نږدې روغتیايي مرکز نشته. موږ څو کیلومتره پلی مزل کوو څو روغتیايي مرکز ته ورسېږو. بله ستونزه دا ده، چې په دغه مرکز کې ښځینه ډاکټره نشته او کله چې ښځې د درملنې لپاره ورځي، له ګڼو ستونزو سره مخ کېږي."

 

هغه زیاتوي: “اکثرو ښځو ته د کورنۍ نارینه غړي اجازه نه ورکوي چې نارینه ډاکټران یې درملنه وکړي. له همدې امله ډېرې ښځې له عادي ناروغیو کړېږي، خو روغتیايي خدماتو ته لاسرسی نه لري.”

 

حضرت غلام له روغتیايي مسئولینو غواړي، چې د هېواد په ولسوالیو او کلیو کې ښځینه ډاکټرانې پر دنده وګماري، څو ښځینه وکولی شي د ناروغۍ پر مهال په ډاډه زړه روغتیايي مرکزونو ته مراجعه وکړي.

 

یو شمېر ټولنیز فعالان هم ورته ستونزې تأییدوي او وایي، چې د افغانستان په ډېرو ولایتونو کې عمومي لارې خرابې دي او د بارانونو او واورو پر مهال د ناروغانو لېږد له جدي ستونزو سره مخ کېږي.

 

دوي وایي، په ځینو مرکزي سیمو کې ښځینه ډاکټرانې شته، خو د هېواد په لیرې پرتو ولسوالیو کې لا هم د ښځینه روغتیايي کارکوونکو کمښت دی، چې له امله یې ښځینه ناروغانې له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

 

په ورته وخت کې د هېواد یو شمېر ځوانان وایي، سره له دې چې په وروستیو کلونو کې په ځینو سیمو کې ګرځنده روغتیايي ډلې فعالې شوې وې، خو د درملو کمښت او د روغتیايي پرسونل نشتون لا هم د خلکو اساسي ستونزې دي.

 

دوي له عامې روغتیا وزارت څخه غواړي، چې د هېواد په لیرې پرتو سیمو کې د روغتیايي مرکزونو ظرفیت لوړ کړي، ښځینه ډاکټرانې وګماري او د درملو د کمښت ستونزه حل کړي.

 

د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، په هېواد کې زرګونه ښځینه ډاکټرانې، نرسانې، قابلې او نور روغتیايي کارکوونکي دندې ترسره کوي او هڅې روانې دي، چې د اړتیا پر بنسټ د هېواد په ټولو سیمو کې روغتیايي خدمات پراخ شي.

 

د یادونې وړ ده چې د افغانستان په ډېرو ولایتونو کې ښځینه ناروغانې د درملنې پر مهال له ستونزو سره مخ وي. نه یوازې په ګڼو لیرې پرتو سیمو کې ښځینه ډاکټرانې نشته، بلکې ځیني ټولنیز او کلتوري محدودیتونه هم د دې لامل کېږي، چې ښځې پر وخت روغتیايي خدماتو ته لاسرسی ونه لري.

 

د روغتیايي ستونزو ترڅنګ، یو شمېر هېوادوال د نجونو پر زده کړو محدودیتونه هم د ښځینه روغتیايي کارکوونکو د کمښت له اساسي لاملونو څخه ګڼي. د دوي په باور، د نجونو د منځنیو او لوړو زده کړو دوامداره بندیز د دې لامل شوی، چې په راتلونکو کلونو کې د ښځینه ډاکټرانو، نرسانو او قابلو شمېر نور هم کم شي، چې دا چاره به د ښځینه ناروغانو ستونزې لا زیاتې کړي.

 

د افغانستان د لوګر ولایت یو اوسېدونکی نبي احمدزی وایي: "که نجونې د زده کړو او لوړو تحصیلاتو زمینه ونه لري، نو هېواد به په راتلونکي کې د ښځینه ډاکټرانو او روغتیايي کارکوونکو له جدي کمښت سره مخ شي." 

د نوموړي په وینا، اوس هم په ګڼو سیمو کې ښځینه ناروغانې د ښځینه ډاکټرانو د نشتون له امله له ستونزو سره مخ دي.

 

ګڼ افغانان، ټولنیز فعالان له طالبانو حکومت څخه غواړي، چې د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې بېرته پرانیزي، څو نجونې وکولی شي خپلې زده کړې بشپړې کړي او په راتلونکي کې د روغتیا، پوهنې او نورو مهمو برخو لپاره مسلکي کادرونه وروزي.

 

دوي ټینګار کوي، چې د نجونو زده کړې یوازې یوه تعلیمي موضوع نه ده، بلکې د هېواد د روغتیايي سکټور، ټولنیز پرمختګ او اقتصادي ودې له اړتیاوو سره مستقیم تړاو لري. د خلکو په باور، د نجونو د زده کړو بیا پېل به د ښځینه ډاکټرانو د کمښت ستونزې د حل لپاره یو مهم او اوږدمهاله ګام وي.

 

روغتیايي کارپوهان باور لري چې د نجونو د زده کړو دوام او د طبي زده کړو فرصتونو پراختیا کولی شي په راتلونکو کلونو کې د ښځینه روغتیايي کارکوونکو کمښت راکم او ښځو ته د روغتیايي خدمتونو لاسرسی اسانه کړي.