کابل : د طالبانو ویاند ذبیح‌ الله مجاهد ویلي دي، چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځیو د بیا پرانیستلو په اړه «اوس د بحث وخت نه دی.» نوموړي دا خبره ،د اګست په ۲۹مه، په کابل کې د یوې خبري غونډې پر مهال د یو خبریال د پوښتنې په ځواب کې کړې ده.

 

مجاهد له شپږم ټولګي پورته زده‌ کړو ته د نجونو د نه لاسرسي موضوع «یوه سکتګي» وبلله، خو د ښوونځیو د بیا پرانیستلو لپاره یې کومه نېټه یا پلان ونه ښود. هغه وویل، چې دا مهال په افغانستان کې په ښوونځیو، پوهنتونونو او مدرسو کې د زده‌ کوونکو او محصلینو شمېر له ۱۰.۳ میلیونو اوښتی دی.

 

افغانستان کې نږدې نیمایي ځوانې ښځې تر ۱۸ کلنۍ مخکې واده شوې : تازه راپور
افغانستان کې نږدې نیمایي ځوانې ښځې تر ۱۸ کلنۍ مخکې واده شوې : تازه راپور
د ښځو د ازادۍ شبکه: د افغانستان د سقوط پنځم کال د ښځو پر حقونو د سختو محدودیتونو تر سیوري لاندې تېر شو
د ښځو د ازادۍ شبکه: د افغانستان د سقوط پنځم کال د ښځو پر حقونو د سختو محدودیتونو تر سیوري لاندې تېر شو
د افغانستان د خپلواکۍ ۱۰۷مه کلیزه : حامد کرزي یو ځل بیا د ملي یووالي او زده‌ کړو پر ارزښت ټینګار کړی دی
د افغانستان د خپلواکۍ ۱۰۷مه کلیزه : حامد کرزي یو ځل بیا د ملي یووالي او زده‌ کړو پر ارزښت ټینګار کړی دی

 

په افغانستان کې د ۲۰۲۱م کال له سپتمبر راهیسې نجونې له شپږم ټولګي پورته رسمي ښوونځیو ته له تلو منع دي، او د ۲۰۲۲م کال له دسمبر راهیسې ښځې پوهنتونونو ته هم نه پرېښودل کېږي. یونیسف وايي، چې په افغانستان کې تر ۲.۶ میلیونو ډېرې نجونې له ثانوي زده‌ کړو بې‌ برخې شوې دي.

 

د رسمي ښوونځیو د تړل کېدو ترڅنګ، یو شمېر نجونې د انلاین پروګرامونو او کورنیو ټولګیو له لارې خپلو زده‌ کړو ته دوام ورکوي، خو د هېواد په کچه د نجونو د ثانوي او لوړو زده‌ کړو رسمي دروازې لا هم تړلې دي.