کابل : د ښځو د ازادۍ شبکې د افغانستان د پخواني نظام د سقوط د پنځمې کلیزې په مناسبت په یوه اعلامیه کې ویلي دي، چې د ۲۰۲۱م کال د اګست له ۱۵مې وروسته په افغانستان کې سیاسي او ټولنیز وضعیت په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو لپاره له ژورو بدلونونو سره مخ شوی دی.
شبکې د اګست پر ۱۵مه، په خپره کړې اعلامیه کې ویلي دي چې په تېرو پنځو کلونو کې میلیونونه افغانان له بې وزلۍ، کډوالۍ، ناامنۍ او د راتلونکي په اړه له ناڅرګند وضعیت سره مخ شوي، خو د دوي په وینا، ښځو او نجونو د روان وضعیت تر ټولو دروند زیان لیدلی دی.
په اعلامیه کې د نجونو پر ثانوي او لوړو زده کړو محدودیتونه، د ښځو پر کار او ټولنیز حضور بندیزونه او د هغوي د بنسټیزو ازادیو محدودول یاد شوي او ویل شوي دي چې دا وضعیت یوازې د ښځو ستونزه نه، بلکې د افغانستان د پرمختګ او راتلونکي پر وړاندې یوه اساسي ننګونه ده.
د ښځو د ازادۍ شبکې د پنځمې کلیزې د نمانځنې لپاره «شمع» د اعتراض، یاد او هیلې د سمبول په توګه ټاکلې ده. شبکې ویلي دي، چې دا شمعې د هغو نجونو لپاره بلېږي چې د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې پرې تړل شوې، د هغو ښځو لپاره چې له ټولنیز ژوند څخه محرومې شوې او همداراز د مدني فعالانو، خبریالانو او د بې عدالتۍ د قربانیانو د یاد لپاره دي.
شبکې په خپله اعلامیه کې ټینګار کړی دی چې د ښځو له برابرې ونډې، امنیت، ازادۍ او د ماشومانو او ځوانانو له زده کړو پرته په افغانستان کې دوامداره ثبات ممکن نه دی.
اعلامیه له نړیوالې ټولنې غواړي چې یوازې د اندېښنې پر څرګندولو بسنه ونه کړي، بلکې له افغانستان سره خپلې اړیکې او تعاملات د بشري حقونو، په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو د حقونو له رعایت او پر هغوي د محدودیتونو له لرې کولو سره وتړي.
د ښځو د ازادۍ شبکې ویلي دي، چې د شمعو بلول د «هېرولو پر ضد» یو مدني پیغام دی او دوي غواړي څرګنده کړي چې اوسنی وضعیت د ازادۍ، عدالت او برابرۍ د غوښتنې پای نه دی.
په اعلامیه کې راغلي: «شمعې روښانه دي او زموږ غږ به خاموش نه شي.»


شال نیوز