نوی ډیلي (شال نیوز) : د هند په پلازمېنه نوي ډیلي کي پولیسو د انتخاباتو د مرکزي کمېشن د مشر پر ضد د احتجاجونو د مخنیوي لپاره له دوو زرو زیات کسان نیولي او د ښار په بېلابېلو برخو کي یې پر تګ راتګ بندیزونه لګولي دي.

 

د اکتوبر پر لسمه د ځوانانو د «کاکروچ جنتا پارټۍ» په نوم تحریک د هند د انتخاباتو د مشر ګیانېش کمار د استعفا غوښتنې لپاره د لوی احتجاج اعلان کړی و، خو پولیسو د احتجاج له پیلېدو وړاندې د تحریک مشر ابهیجیت دیپکې او د هغه دوه ملګري نیولي دي.

 

دیپکې له ممبۍ څخه نوي ډیلي ته په الوتکه کي رسېدلی و چې پولیس الوتکې ته ورختلي او هغه یې له سوراو داس او اشوتوش رانکا سره یو ځای نیولی دی. د نیولو ویډیو هم په ټولنیزو رسنیو خپره شوې ده.

 

د راپورونو له مخې، د نوي ډیلي په بېلابېلو سیمو کي تر ۲۵ زرو زیات پولیس او نور امنیتي اهلکار ځای پر ځای شوي دي. د اورګاډو ځینې سفرونه بند شوي، یو شمېر مېټرو سټېشنونه او بازارونه تړل شوي او د موبایل انټرنېټ پر خدمتونو هم محدودیتونه لګول شوي دي.

 

احتجاج کوونکي د هند د انتخاباتو پر مرکزي کمېشن تور لګوي چې د رایه ورکوونکو د نوملړ د بیا کتنې په نوم یې په میلیونونو کسان له نوملړه ایستلي او د وزیراعظم نرېندرا مودي واکمن بهارتیه جنتا پارټۍ ته یې سیاسي ګټه رسولې ده.

 

د هند د انتخاباتو کمېشن دا تورونه رد کړي او وايي چې د رایه ورکوونکو د نوملړ بیا کتنه د انتخاباتو د شفافیت لپاره کېږي. د احتجاجونو لپاره د نوي ډیلي د جنتر منتر سیمه ټاکل شوې وه، خو پولیسو دغه سیمه تړلې وه. سره له دې، د ښار په نورو برخو کي ځوانانو، محصلینو او سیاسي فعالانو احتجاجونه کړي دي.

 

د مودي د ګوند ویاند سمبیت پاترا احتجاج کوونکي د ګډوډۍ جوړولو هڅه کوونکي بللي او ویلي یې دي چې په هېواد کي حالات عادي دي. بلخوا د کانګرس ګوند مشر ملکارجن کهرګې د احتجاج کوونکو نیول غندلي او د حکومت پر چلند یې نیوکې کړې دي.

 

د بخښنې نړیوال سازمان هم د نیونو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او د هغو کسانو د خوشې کولو غوښتنه یې کړې چې د سوله ییز احتجاج له امله نیول شوي دي. د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې هم له پولیسو غوښتي چې نیول شوي خبریالان خوشې کړي او رسنیو ته د احتجاجونو د پوښښ اجازه ورکړي.

 

د هند د انتخاباتو د کمېشن پر ضد دا احتجاجونه په داسې وخت کي کېږي چې په ۲۰۲۷ کال کي د دغه هېواد په یو شمېر ایالتونو کي انتخابات کېدونکي دي.