کرمه (شال نیوز) : د کرمې ضلعې څخه د پاکستان د پارلمان غړي انجینر حمید حسین طوري په قبایلي ضلعو کې د بېړني حالت د احتمالي اعلان په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې د دغو سیمو اوسېدونکي باید نور له ناامنۍ او بې‌ ثباتۍ سره مخ نه شي.

 

نوموړي ،د اکتوبر په ۱۰مه، په یو بیان کې ویلي چې په قبایلي ضلعو کې د هر ډول غیرضروري بېړني حالت له اعلان سره مخالفت کوي. هغه زیاته کړې چې د قبایلي سیمو خلک له تېرو شاوخوا څلورو لسیزو راهیسې د ناامنۍ، ترهګرۍ او بې‌ثباتۍ له جدي اغېزو سره مخ دي.

 

ښاغلي طوري ویلي، اوس وخت رارسېدلی چې د دغو سیمو د خلکو د ژوند د لا ستونزمنولو پر ځای، د سولې، ثبات، پرمختګ او سوکالۍ لپاره عملي ګامونه واخیستل شي.

 

انجینر حمید حسین طوري ویلي چې د قبایلي سیمو خلک د پاکستان د نورو وګړو په څېر د اساسي او بنسټیزو حقونو، پرمختیايي فرصتونو، باکیفیته زده‌کړو، روغتیايي خدمتونو، کارموندنې او تلپاتې سولې غوښتونکي دي.

 

د نوموړي په وینا، د قبایلي ضلعو د ستونزو حل په نورو محدودیتونو او غیرمعمولي اقداماتو کې نه دی، بلکې د خلکو د باور په بېرته ترلاسه کولو، اغېزمنې حکومتولۍ، د قانون په حاکمیت او د بنسټیزو حقونو په خوندي کولو کې نغښتی دی.

 

هغه ټینګار کړی چې قبایلي ولس پراخې قربانۍ ورکړې دي او اوس باید د لا زیاتې ناڅرګندتیا پر ځای د سولې، درناوي، برابرۍ او پرمختګ له فرصتونو برخمن شي.