کابل : د افغانستان پخواني ولسمشر ،حامد کرزي، د افغانستان د خپلواکۍ بېرته ترلاسه کولو ۱۰۷مې کلیزې په مناسبت ویلي دي: “د یو هېواد ځواک تلپاتې سولې او ثبات، ملي یووالي او د علم او پوهې په ګاڼه د سمبالو ځوانانو په لرلو پورې تړلی دی.”
حامد کرزي ،د اګست په ۱۹مه، په خپل خپور کړي پیغام کې د خپلواکۍ د مبارزینو د قربانیو درناوی کړی او ټینګار یې کړی دی، چې د خپلواکۍ ساتنه د یو پیاوړي، پر ځان بسیا او باثباته افغانستان له جوړېدو سره تړاو لري.
هغه پر ایکس لیکلي: “که څه هم د خپلواکۍ ترلاسه کول او د هغې لپاره د مبارزې سختۍ زغمل ډېر ارزښت لري او زموږ ملت ته ویاړ او اعتبار وربخښي؛ خو د خپلواکۍ ساتنه او له هغه څخه د ټولو ګټو برخمن کېدل هغه وخت ممکن دي، چې ګران افغانستان یو پیاوړی او پر خپلو پښو ولاړ هېواد وي.”
حامد کرزي یوځل بیا د نجونو او هلکانو پر زده کړو ټینګار کړی او زیاته کړې یې ده: “موږ ښه پوهېږو چې لوستی او روزل شوی انساني ځواک هغه وخت رامنځته کېدی شي چې زموږ ټول ماشومان که نجونې وي که هلکان، هغوي ته د زده کړو او تعلیم فرصت برابر وي.”
کرزي ویلي: "افغانستان یوازې د ملي انسجام او ملي ځواک پر مټ کولی شي له خپلواکۍ څخه برخمن شي، پرمختګ وکړي او د نړیوالې ټولنې یو مسوول او بااعتباره غړی اوسي۔"


شال نیوز