کابل : د لیک لوست له نړیوالې ورځې سره هم مهاله، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر، اوچا، ویلي دي چې افغان ماشومان زده کړو ته د لاسرسي په برخه کې له ګڼو خنډونو سره مخ دي.
اوچا ویلي دي، چې لیک لوست د پوهې، فرصتونو او خوندي راتلونکي دروازې پرانیزي او د افغانستان د ماشومانو د راتلونکي لپاره د پوهنې په برخه کې دوامدارې پانګونې ته اړتیا ده.
په افغانستان کې بېوزلي، بې ځایه کېدل، اقتصادي ستونزې او د تعلیمي اسانتیاوو کموالی هغه عوامل بلل کېږي چې د ماشومانو پر زده کړو اغېز کوي او ګڼ ماشومان ښوونځیو ته له منظم تګ څخه پاتې کېږي.
د نجونو پر زده کړو محدودیتونه هم د افغانستان د پوهنې له مهمو ستونزو څخه دي. د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته له شپږم ټولګي پورته نجونې ښوونځیو ته نه پرېښودل کېږي او د ۲۰۲۲م کال له دسمبر راهیسې ښځې له پوهنتوني زده کړو هم منع شوې دي.
د ملګرو ملتونو د پوهنې، ساینس او کلتور اداره، یونسکو، وايي چې شاوخوا ۲.۲ میلیونه افغان نجونې له شپږم ټولګي پورته له زده کړو بې برخې دي.
یونسکو او د ملګرو ملتونو نورو ادارو په وار وار د نجونو پر زده کړو د محدودیتونو د پای ته رسېدو غوښتنه کړې او خبرداری یې ورکړی دی چې له زده کړو د میلیونونو ماشومانو پاتې کېدل به د افغانستان پر اقتصادي او ټولنیز راتلونکي اوږدمهاله اغېز ولري.
د ملګرو ملتونو ادارې وايي، چې د زده کړو د فرصتونو پراخول، د ښوونځیو ملاتړ او په پوهنه کې دوامداره پانګونه ضروري ده، څو ماشومان له زده کړو پاتې نه شي او د افغانستان راتلونکی نسل د زده کړو او کار فرصتونه ولري.
د لیک لوست نړیواله ورځ هر کال د سپتمبر پر ۸مه لمانځل کېږي. یونسکو دا ورځ په ۱۹۶۶م کال کې اعلان کړه او لومړی ځل په ۱۹۶۷ کال کې ولمانځل شوه. د دې ورځې موخه د لیک لوست پر اهمیت د خلکو او حکومتونو د پام راګرځول او د بې سوادۍ د کمولو لپاره د هڅو پیاوړي کول دي.


شال نیوز