نیویارک : د ملګرو ملتونو امنیت شورا د چهارشنبې په ورځ، د سپتمبر پر ۱۶مه، د افغانستان پر حالاتو غونډه وکړه. په غونډه کې امنیت، د ښځو او نجونو حقونه، بشري مرستې، اقتصاد او د افغانستان له ګاونډیو او د سیمې له نورو هېوادونو سره اړیکې د بحث مهمې موضوعګانې وې.

 

دا غونډه د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د سرمنشي د تازه راپور تر خپرېدو وروسته شوې ده. په راپور کې د افغانستان سیاسي، امنیتي، بشري او اقتصادي حالات څېړل شوي دي. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه ادارې، یوناما، د مشرې مرستیالې ،جورجېټ ګانیون، امنیت شورا ته د افغانستان د وروستیو حالاتو په اړه معلومات ورکړل.

 

د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، د مې له لومړۍ د جولایۍ تر ۳۱مې په افغانستان کې ۲،۹۴۷ امنیتي پېښې ثبت شوې دي. دا د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۱۱ سلنه زیاتوالی دی. په همدې موده کې ۶۴ داسې پېښې هم شوې چې د یوناما پر کارکوونکو یې اغېز کړی دی.

 

راپور وايي، د طالبانو مخالفو وسله والو ډلو په بېلابېلو سیمو کې بریدونه کړي، خو تر اوسه یې د طالبانو واک ته کومه لویه ننګونه نه ده پېښه کړې.

 

پاکستان ملګرو ملتونو ته : په افغانستان کې ټي ټي پي او نورې وسله والې ډلې له نوې ټکنالوجۍ کار اخلي
پاکستان ملګرو ملتونو ته : په افغانستان کې ټي ټي پي او نورې وسله والې ډلې له نوې ټکنالوجۍ کار اخلي
ملګري ملتونه : بي اېل ای له ځینو اسلامپالو وسله‌ والو ډلو سره ګډې شبکې کاروي
ملګري ملتونه : بي اېل ای له ځینو اسلامپالو وسله‌ والو ډلو سره ګډې شبکې کاروي

 

د افغانستان بشري حالات هم د غونډې مهمه موضوع وه. ملګري ملتونه وايي، په ۲۰۲۶م کال کې شاوخوا ۱۳.۸ میلیونه کسان د خوراکي توکو له سخت کمښت سره مخ دي. د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ۲۰۲۶م کال د بشري مرستو پلان ۱.۷۱ میلیارد ډالرو ته اړتیا لري، خو تر اوسه یې یوازې ۳۱.۲ سلنه پیسې برابرې شوې دي.

 

ملګري ملتونه وايي، له ګاونډیو هېوادونو د افغان کډوالو په لوي شمېر ستنېدل، د نړیوالو مرستو کمېدل او اقتصادي ستونزې د افغانستان بشري حالات نور هم سختوي.

 

په غونډه کې د ښځو او نجونو پر زده‌ کړو، کار او ټولنیز ژوند لګېدلي بندیزونه هم یاد شول. ملګري ملتونه وايي، افغانې ښځې او نجونې لا هم له زده‌ کړو او کاره محرومې دي او په تګ راتګ او ټولنیز ژوند کې هم له سختو بندیزونو سره مخ دي.

 

اروپايي ټولنه : داعش او القاعده لا هم په افغانستان کې د نړیوال امنیت لپاره ګواښ دي
اروپايي ټولنه : داعش او القاعده لا هم په افغانستان کې د نړیوال امنیت لپاره ګواښ دي
ډېوېډ میلیبنډ : افغانستان کې ۱۷ میلیونه کسان بشري مرستو ته اړتیا لري
ډېوېډ میلیبنډ : افغانستان کې ۱۷ میلیونه کسان بشري مرستو ته اړتیا لري

 

د امریکا استازي مایک والټز په افغانستان کې د وسله والو ډلو د فعالیت په اړه اندېښنه څرګنده کړه. هغه طالبان تورن کړل چې یو شمېر وسله والو ډلو ته یې په افغانستان کې خوندي ځایونه ورکړي دي. والټز د خپل‌ سرو نیونو، شکنجې، ناوړه چلند، جبري لادرکۍ او له عدالتي بهیر پرته د وژنو د راپورونو په اړه هم اندېښنه څرګنده کړه.

 

د پاکستان استازي عاصم افتخار احمد وویل، چې تحریک طالبان پاکستان، بلوچستان لبریشن ارمي، داعش خراسان او د ختیځ ترکستان اسلامي تحریک په افغانستان کې موجود دي. هغه وویل، نړیواله ټولنه باید په افغانستان کې د وسله والو ډلو د موجودیت او هغوي ته د وسلو او نورو تجهیزاتو د رسېدو مسئله جدي ونیسي.

 

طالبانو تر دې مخکې د پاکستان دا تورونه رد کړي دي. هغوي وايي، د افغانستان خاوره به د بل هېواد پر ضد استعمالېدو ته پرېنږدي او د پاکستان دننه امنیتي ستونزې د هغه هېواد خپله مسئله ده.

 

بل لور ته، د روسیې استازي ،واسیلي نبنزیا، له افغانستان سره د نړیوالې همکارۍ او بشري مرستو پر دوام ټینګار وکړ. هغه وویل، د افغانستان ستونزې باید په ګډه همکارۍ حل شي، نه د سیاسي فشار له لارې.

 

طالبان : ګاونډیو هېوادونو د افغانستان له خاورې د امنیتي ګواښونو ثبوت نه دی وړاندې کړی
طالبان : ګاونډیو هېوادونو د افغانستان له خاورې د امنیتي ګواښونو ثبوت نه دی وړاندې کړی

 

د چین استازي هم افغانستان ته د بشري مرستو د زیاتېدو غوښتنه وکړه او له لوېدیځو هېوادونو یې وغوښتل چې د افغانستان کنګل شوې شتمنۍ ازادې کړي. چین په افغانستان کې د بشري حقونو او امنیت په اړه اندېښنې هم یادې کړې او ویې ویل چې د ښځو په ګډون باید د افغانانو اساسي حقونو ته درناوی وشي.

 

د امنیت شورا په غونډه کې د افغانستان په اړه د غړو هېوادونو بېلابېل دریځونه یو ځل بیا څرګند شول. امریکا او پاکستان تر ډېره پر وسله والو ډلو او امنیتي اندېښنو خبرې وکړې، خو روسیې او چین له افغانستان سره پر خبرو، اقتصادي همکارۍ او بشري مرستو ټینګار وکړ.